تازه خبرونه

روس د پاکستان قابل اعتماد ملګرې دے راتلونکي وخت کښې به دا تعلقات نور هم مضبوط شي،صدر زرداري

روس په برکس بلاک کښې پاکستان د شاملولو تجويز ورکړېدے، ذرائع
پاکستان او روس ترمينځ مختلف شعبو کښې تعاون ضروري دے،صدر زرداري

پاکستان ۔ روس دوستي زنده باد

د روس د 35 قامي ورځ په مناسبت اسلام آباد کښې خصوصي دستوره شوي وه چې پکښې صدر مملکت آصف علي زرداري هم شرکت کړې وو۔ دستورې ته وينا په وخت صدر زرداري د قامي ورځې په مناسبت د روس هم منصب ولادي ميرپوټن او د روس اولس له مبارکي ورکړيده او وئيلي ئې دي چې روس د نړۍ دوئم لوئي طاقت دے او د سيمې د امن او استحکام کښې مهم کردار ادا کوي ۔ صدر زرداري وئيلي دي چې د پاکستان او روس ترمينځ د اوږدې مودې راهسې ښه تعلقات قائم دي او وخت تيريدو سره دواړو ملکونو دا اړيکې نورې هم مضبوط شويدي او د سيمې بشمول په نړي واله سطح د دواړو ملکونو مفادات او مقاصد مشترکه دي ۔

صدر مملکت زرداري د پاکستان او د روس ترمينځ په اعلي سطح رابطې د سيوا کيدو هرکلي کړېدے او وئيلي ئي دي چې د دواړه ملکونه ترمينځ تجارت،سرمايه کارۍ،ټيکنالوجۍ او نورو شعبو کښې تعاون له نوره هم وده ورکول پکار دي ۔ بلخوا سفارتي سرچينې وائي چې روس په معاشي توګه مستحکم ملکونو بلاک برکس کښې په مبينه توګه پاکستان له د تنظيم مستقل رکنيت ورکولو تجويز ورکړېدے ۔ برکس بلاک د جي سيون نه پس بل مهم بلاک دے چې پکښې روس،چين،هند،برازيل نه علاوه لس نور ملکونه شامل دي د دې بلاک د جوړولو مقصد د تنظيم ملکونو ترمينځ سياسي او اقتصادي تعاون ته وده ورکول دي ۔

هند په دې بلاک کښې د پاکستان د شموليت د ټولو لوئې مخالف دے ولې د هند حکومت د سخت مخالفت باوجود روس په دې تنظيم کښې د پاکستان د شاملولو خواهش لري او تير کال ستمبر مياشت کښې د روس نائب وزيراعظم اليکسي اوورچک د

پاکستان دورې په مهال هم په برکس بلاک کښې د پاکستان د شموليت د ملاټر کولو اعلان کړې وو۔

Related Articles

کارپوهان د خلیلزاد د شکایتونو سره سره د افغانستان د ترهګرو پر ځایونو د پاکستان هوايي بریدونه ملاتړ کوي

February 23, 2026

راپورونه وایي چې په کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې د هندي ځواکونو له خوا کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې له امله یې دوه ځوانان وژل شوي او د مظاهرو او بشري حقونو د اندېښنو لامل شوي دي

February 23, 2026

د افغانستان د دفاع وزیر د سرحدي بریدونو وروسته د ترهګرو پر ځایونو د راپور شوو بریدونو په اړه د انتقام خبرداری ورکړ

February 23, 2026

پاکستان د رمضان میاشتې د ځانمرګو بریدونو وروسته د ترهګرو پر کمپونو کره او هدفمند بریدونه کړي، چې په کې د فراکشن الافغانستاني طالبان او اسلامي دولت خراسان څانګه

February 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *