تازه خبرونه

د هند خلاف د پاکستان سفارتي مشن کامياب وو،د نريندر مودي د دورغو بيانيه نه مو نړۍ خبر کړيده،بلاول

پاکستان د امن خبره کوي خو هند سيمه کښې انتشار او جهګړه خورول غواړي،بلاول

1 min read

کشمير د هند کورنې معامله نه ده بلکه دا نړي واله ايشو ده،بلاول

د کشمير د مسئلې حل نه بغير جنوبي ايشيا کښې امن نشي راتلې،بلاول

June 12, 2025

بهارتي جارحيت نه نړي خبر ساتلو لپاره د وزيراعظم شهباز شريف لخوا ټاکلي شوي سفارتي وفد مشر بلاول بوټو زرداري په لندن کښې ميډيا سره خبرو په مهال وئيلي دي چې د هغه د امريکې او لندن دورې کاميابې وې او د دې دورو په مهال د برطانيې او امريکې حکومتي چارواکو،د پارليمنټ د ممبرانو او نيويارک کښې د متحده قامونو د مشرانو او سلامتي کونسل غړو سره شوي ملاقاتونه ګټه وو وو ۔

بلاول د پاکستان او هند ترمينځ تاؤ تريخوالي د کمولو او دواړو ملکونو ترمينځ جنګ بندۍ لپاره د امريکني صدر ډونلډټرمپ د کوششونو خصوصي ذکر وکړو او د هغه شکريه ئې ادا کړيده ۔بلاول وئيلي دي چې هند حکومت د پهلګام حملې ذمه وارې بغير د څه تحقيق يا ثبوت په پاکستان اچولي ده او بيا ئې د جارحيت مظاهره کړي وه خو د فيلډمارشل عاصم منير مشرۍ کښې پاک فوج د هندوستان دغه جارحارنه عزائم خاورو سره خاورې کړيدي ۔

د سند طاس معاهدې په حواله د يوې پوښتنې په جواب کښې بلاول بوټو زرداري ووئيل چې نريندر مودي تشې دعوي کوي د پاکستان د برخې اوبه هيڅوک هم نشي بندولې او نه څوک په يک طرفه توګه د سند طاس معاهده معطل کولې شي ۔ بلاول وائي چې پاکستان چرې هم د خپل دفاع نه غافله نه دے که نريندر مودي دوباره په پاکستان د څه قسمه حملې کوشش وکړو نو داسې سخت جواب به ورکړو چې هندوستان به ئې ټول عمر بيا ياد ساتي۔

د جنوبي ايشيا امن په حواله د يوې رپورټر د پوښتنې په جواب کښې بلاول ووئيل چې پاکستان تير څو کالو راهسې د ترهه ګرۍ ښکار دے،پاکستان کښې بدامني خورولو لپاره هندد کالعدم تنظيمونو ملاټر کوي او د نړي توجو دې طرف نه اړولو لپاره هند حکمرانان مختلف قسمه ډرامه بازۍ کوي خو اوس ټولې نړۍ ته د هندوستان مکروه مخ ښکار شوېدے ۔

د بلاول وينا ترمخه پاکستان هيڅ ملک سره بدامني نه غواړي خو د امن دا خواهش د پاکستان کمزوري ګڼل نه دي پکار۔ بلاول زياته کړيده چې پاکستان هميشه د امن او ورورولۍ خبره کړيده ولي د هندواکمن او وزيران د جنګونو خبرې کوې او څو وارې ئې د پاکستان د ذمه وارانه رويې غلط مطلب اخستې دے ۔

د کشمير کشالې په حواله بلاول ووئيل چې په دې حواله د ټولو قام او سياسي پارټو موقف يو شان دے، کشمير د هند کورنې معامله نه ده بلکه دا نړي وال ايشو ده کومه چې د متحده قامونو د قراردادونو مطابق حل کيدل پکار دي د دې مسئلې د حل لپاره هند سره بغير د څه شرط د مذاکراتو لپاره هر وخت تيار يو ۔د

امريکې او د لندن دورې مکمل کولو نه پس د بلاول بوټو زرداري په مشرۍ کښې د پاکستان پارليماني وفد برسلز ته تلې دے او هلته به هم مهم ملاقاتونه کوي ۔

Related Articles

مسعود پزشکیان د ګډو سرحدي سیمو پر همکارۍ ټینګار کړی او ویلي ی دي چې ایران د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د ثبات او اقتصادي پیاوړتیا لپاره هڅې زیاتوي

December 20, 2025

قاضي فرید خان عليزئی د ترهګریزو پېښو په تړاو د نیول شوي داعش غړي څخه د لا پلټنو لپاره د ملزم د جسماني ریمانډ غوښتنه ومنله

December 20, 2025

اسلام‌اباد محکمې د سعودي عربستان له سفره ترلاسه شوې د بلغاري قیمتي ګاڼو د نه جمع کولو په قضیه کې پخوانی وزیراعظم عمران خان او د هغه مېرمن بشری بي بي مجرم وګرځول شول

December 20, 2025

د هند پولیس وایی ککړ تن ساجد اکرم په حیدراباد کې زېږېدلی او وروسته استرالیا ته تللی، په تېرو شلو کلونو کې یې څو ځله هند ته سفرونه کړي

December 20, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *