تازه خبرونه

حکومت د مالي پوزيشن مطابق بجټ کښې تنخوا دار طبقې او زميدارو له ريليف ورکړېدے،وزيرخزانه اورنګزيب

برآمداتو ته د ودې لپاره 4000 ټيرف لائنز کښې کسټم ډيوټي ختم کړي شويده
ديرش کاله پس په بجټ کښې اولس له ريليف ورکړې شوېدے، وزيرخزانه اورنګزيب

موجوده حالاتو کښې دا متوازن بجټ دې،عوامو ته ريليف ورکړي شوېدے،وزيرخزانه

د خزانې وفاقي وزير محمداورنګزيب پوسټ بجټ پريس کانفرنس ته وينا په وخت وئيلي دي چې د مالي کال نوي بجټ کښې ديرش کاله پس حکومت د اولس لپاره ريکارډ اصلاحات کړيدي،د مالي صورتحال لوجې اضافي ټيکسونه لګول د حکومت مجبوري وه ولې بيا هم هر ممکن کوشش شوېدے چې عوامو باندې ډير بوج پرينوځي ۔

وزيرخزانه وائي چې وفاقي حکومت د صوبو د مالياتي مشکلاتو نه ښه خبر دے او د وسائلو په تقسيم شفاف او مشترکه پاليسي جوړولو لپاره وزيراعظم شهباز شريف د اګست په مياشت کښې نوي اين ايف سي ايوارډ طلب کړېدے ۔ اخراجات او ريونيو متعلق ټولو صوبو سره به مشاورتي سلسله جاري وي ۔

سرکاري ملازمينو له بجټ کښې ريليف په حواله وزير خزانه اورنګزيب ووئيل چې د تنخواګانو او د پنشنز تعلق د ګرانې سره وي د موجوده ګرانۍ په مناسبت حکومت د مالي ګنجائش مطابق په تنخواګانو او پنشنز کښې اضافه کړيده او د ريټائرډ شوي سرکاري ملازمينو د پنشن په حواله اهم اصلاحات هم په دې بجټ کښې شويدي ۔ وزيرخزانه وائي چې د کرکيلې شعبې د ودې لپاره هم حکومتي اقدامات جاري دي د زراعت په شعبه کښې څه قسم نوي ټيکس نه دي لګولې شوے او زميدارو ته سهولت ورکولو لپاره دوي له په آسان شرطونو قرضې ورکولې شي ۔

د کنسټرکش سيکټر ته ترقي ورکولو لپاره هم ټرانزيکشن سائيډ او فيډرل ايکسائز ډيوټي کمه کړې شويده او کورونه جوړولو لپاره قرض سکيم معرفي کوؤ په دې حواله مورګيج فنانسنګ په معامله د سټيټ بنک سره صلاح مشورې جاري دي ۔ وفاقي وزير محمد اورنګزيب ملکي برآمدات د معيشت د پرمختګ لپاره مهم ګرځولي او وئيلي ئي دي چې په دې بجټ کښې اووه زره ټيرف لائنز کښې په څلور زره ټيرف لائنز باندې کسټم ډيوټي ختم کړي شويده،برآمداتو شعبې سره تعلق لرونکي تاجران د دې سهولت نه فائده پورته کولې شي ۔

د پارليمنټ د ممبرانو او وزيرانو په تنخواګانو او مراعات کښې اضافه کولو په حواله د خبريالانو د پوښتنتو په جواب کښې وزير خزانه ووئيل چې د قامي اسمبلۍ سپيکر او پارليمنټ ممبرانو په تنخواګانو کښې په آخري ځل کال دوه زره شپاړسم کښې اضافه شوي وه ، د دوي په تنخواګانو کښې هر کال پنځه يا پنځه نيم فيصده اضافه کيدل پکار ووخو نهه کاله دغه تنخواګانې نه وي سيوا کړې شوے چې لوجې ئې اوس حکومت يک دم د دوي تنخواګانې او مراعات سيوا کړيدي ۔

د وزيرخزانه پوسټ بجټ پريس کانفرنس شورو کيدو نه وړاندې صحافيانو واک آؤټ کړي وو،د صحافيانو وينا وه چې ايف بي آر چارواکو بجټ اسمبلۍ ته وړاندې کيدو نه مخکښې خبريالانو له تکنيکي بريفنګ نه وو ورکړې او په بجټ کښې د نوي ټيکسونو د نفاذ په حواله حکومت اصل حقائق د ميډيا او اولس نه د پټ ساتلو کوشش کړي وو ۔

Related Articles

د اېټمي انرژۍ د نړيوالې ادارې (IAEA) د مدیره پلاوي ځانګړې ناسته جوړه شوې ده څو په ایران کې د وروستیو پرمختګونو او د اټمي خوندیتوب د اندېښنو په اړه بحث وکړي

March 2, 2026

د ایران دولتي رسنیو تایید وکړ چې د ایران لوړ مشر آیت‌الله علی خامنه‌‎ای په بریدونو کې وژل شوی، چې د منځني ختیځ کړکېچ نوره هم زیات کړی دی

March 2, 2026

طالبانو د امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو غندنه وکړه خو د ایران د لوړې مشر د مرګ په اړه یې څه ونه ویل

March 2, 2026

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف له بحرین سره د‎ ملاتړ ډاډ ورکړ او د سیمې د ثبات لپاره د احتياط غوښتنه وکړه

March 2, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *