تازه خبرونه

پاکستان کې په غیرقانوني توګه میشت بهرنیانو ته خبر ورکول کیږي چې دوی دې په خپله خوښه خپلو هیوادونو ته واپس ستانه شي: د پاکستان داخله چارو وزارت خبردارۍ

پاکستان کې په غیرقانوني توګه میشت د افغانستان وګړو په ګډون ټولو غیرقانوني بهرنیانو ته خبر ورکول کېږي چې په خپله خوښه دې له هېواده ووځي، که داسې و نه کړي نو ددوی په ضد به قانوني ګام واخستل شي: د پاکستان داخله چارو وزارت خبردارې
د کورنیو چارو وزارت د غیرقانوني بهرنیانو د بیرته لیږلو پروګرام آی ایف آر پي یو تازه شمیره خپره کړې چې له مخې ی تر دې دمه ۲ دوه لکه او ۱۶ شپاړس زره زیات خپل هیوادونو ته واپس لیږل شوي دي

په انځور کې ښکاري چې پاک افغان پوله تورخم سره نزدې په لنډي کوتل کې افغانستان ته واپس تلونکو ته خوراک او طبی اسانتیاوې ورکولې شي او دوی د میلمنو په څیر افغانستان ته واپس لیږلې شي

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د افغانستان اتباعو په ګډون په هیواد کې ټولو غیرقانوني بهرنیانو ته خبرداری ورکړی چې په خپله خوښه دې له پاکستانه ووځي،که داسې و نه کړي نو ددوی پر ضد به قانوني ګام واخستل شی. .
د کورنیو چارو وزارت د غیرقانوني بهرنیانو د بیرته لیږلو پروګرام آی ایف آر پي یو تازه شمیره خپره کړې چې له مخې ی تر دې دمه ۲ دوه لکه او ۱۶ شپاړس زره زیات خپل هیوادونو ته واپس لیږل شوي دي. .

د کورنیو چارو وزارت وايي، دا کمپاین د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په لومړۍ نېټه پیل شوې دې او چې تر دې دمه ۱۱ لکه ۲ زره ۴۴۱ غیرقانوني بهرنیان له هېواده ایستل شوي دي. .

وزارت زیاتوي، هڅه کېږي چې بیرته ستنېدونکو ته په ځانګړې توګه ښځو، ماشومانو او د ډیر عمر لرونکي بوډاګانو ته درناوی ورکړل شي او د هغوی د خوړو او روغتیا لپاره لازم ترتیبات نیول شوي دي او دوی ډیر په درناوي خپلو هیوادونو ته واپس لیږلې شي. .

د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې هغه کسان چې دوی خپلو هیودونو ته واپس لیږلو په بهیر کې خنډونه جوړوي، یا هغه خلک چې غیرقانوني بهرنیانو د کار موده اوږدوي، کورونه، هوټلونه یا نور ځایونه په کرایه ورکوي، دووی په ضد به قانوني ګام واخلي، یاد وزارت په بیان کې زیاتوي چې بهرنیانو سره چې څوک کاروبار کوي، نو د قانون له لارې به ددوی په ضد سخت ګامونه پورته کړې شي

Related Articles

د اېټمي انرژۍ د نړيوالې ادارې (IAEA) د مدیره پلاوي ځانګړې ناسته جوړه شوې ده څو په ایران کې د وروستیو پرمختګونو او د اټمي خوندیتوب د اندېښنو په اړه بحث وکړي

March 2, 2026

د ایران دولتي رسنیو تایید وکړ چې د ایران لوړ مشر آیت‌الله علی خامنه‌‎ای په بریدونو کې وژل شوی، چې د منځني ختیځ کړکېچ نوره هم زیات کړی دی

March 2, 2026

طالبانو د امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو غندنه وکړه خو د ایران د لوړې مشر د مرګ په اړه یې څه ونه ویل

March 2, 2026

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف له بحرین سره د‎ ملاتړ ډاډ ورکړ او د سیمې د ثبات لپاره د احتياط غوښتنه وکړه

March 2, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *