تازه خبرونه

راتلونکی مالي کال لپاره ډ 17600 ارب روپو نه زيات وفاقی بجټ اعلان شويدے

خیبرپښتونخوا او بلوچستان نوی ضم شوؤ ضلعو کښې مرحله وار سيلز ټيکس نافذولو فيصله

1 min read

وفاقی بجټ اعلان،د ټيکسونو شرح کښی اضافه

دفاع پاره بجټ کښې دوه زره پنځه سوه ارب روپۍ مختص،تنخواګانو او پنشن کښې هم اضافه

June 10, 2025

د خزانې وفاقي وزير محمداورنګزيب د راتلونکي مالي کال لپاره وفاقي بجټ قامی اسمبلۍ ته وړاندې کړيدے. بجټ دستاويزاتو ترمخه پنځه څلويښت سرکاری ادارے او کمپنۍ به پرائيوټ سيکټر کښې ضم کولې به شی او څلويښت زره خالی پوسټونه ختمولو تجويز دے.

په بجټ کښې د سرکاري ملازمينو په تنخواګانو او پنشن کښې د لس فيصده پورې د اضافې اعلان شويدے، وفاقی وزير وينا ترمخه راتلونکی مالي کال لپاره د خيبر پښتونخوا ضم شوي ضلعو لپاره اتيا ارب روپۍ مختص کولو تجويز دے.بجټ کښې د ټيکسونو په شرح کښې ردیدل شويدی او نوی ټيکسونه هم لګولی شويدي.۔

د ټيکس د وصولۍ نظام نور هم غزولو لپاره سولر پينلز باندې اتلس فيصده درآمدی ټيکس به لګولی شي ۔ بجټ دستاويزاتو کښې وئيلی شويدی چې بهرملکونو کښې اوسيدونکی پاکستانیو ته ريليف ورکولو لپاره په ميډيکل کالجونو کښې د دوی د ماشومانو لپاره خصوصي کوټه مقرر کړې شويده او سکالرشپ به ورته هم ورکولې شي.وزیر خزانہ اورنګزيب خپل تقرير کښې د هند د جارحيت ذکر هم کړيدے او وئيلی ئې دی چې د هند د حملو نه پس چې ټول قام او سياسی پارټو د کوم اتحاد او يو والی مظاهره کړي وه هغه به د پاکستان په تاريخ کښې هميشه ياد ساتلی شی او هم دې جزبے دښمن له داسې جواب ورکړو چې تر قيامت به ئې ياد ساتی.

وزير خزانه وائی چې د ملک سيکيورټۍ ته راپيښ د خطرو د مخ نيوي او ملک کښې امن بحال ساتلو لپاره په وفاقي بجټ کښې دفاع لپاره مختص کړي شوي رقم کښې اضافه کوؤ او د نوي مالی کال په بجټ کښې د دفاع لپاره دوه زره پنځه سوه پنځوس ارب روپۍ مختص کړې شويدی. اولس ته د بجلۍ په مد کښې د سبسټډی لپاره زر ارب روپۍ، د اعلی تعليم لپاره نهه ديرش اعشاريه پنځه ارب، د رودونو جوړولو لپاره سل ارب ، ديامر بهاشا ډيم لپاره دوه ديرش اعشاريه اووه ارب،مومندو ډيم لپاره پنځه ديرش اعشاريه اووه ارب روپۍ په بجټ کښې مختص کولو تجويز هم پيش شويدے. بجټ د آمدن تخمينه 19400 ارب روپۍ ښودلې شويده چې پکښې به اته زره ارب روپو نه زيات رقم د قرضونو د سود ادائيګۍ باندې خرچ کيږي

Related Articles

مسعود پزشکیان د ګډو سرحدي سیمو پر همکارۍ ټینګار کړی او ویلي ی دي چې ایران د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د ثبات او اقتصادي پیاوړتیا لپاره هڅې زیاتوي

December 20, 2025

قاضي فرید خان عليزئی د ترهګریزو پېښو په تړاو د نیول شوي داعش غړي څخه د لا پلټنو لپاره د ملزم د جسماني ریمانډ غوښتنه ومنله

December 20, 2025

اسلام‌اباد محکمې د سعودي عربستان له سفره ترلاسه شوې د بلغاري قیمتي ګاڼو د نه جمع کولو په قضیه کې پخوانی وزیراعظم عمران خان او د هغه مېرمن بشری بي بي مجرم وګرځول شول

December 20, 2025

د هند پولیس وایی ککړ تن ساجد اکرم په حیدراباد کې زېږېدلی او وروسته استرالیا ته تللی، په تېرو شلو کلونو کې یې څو ځله هند ته سفرونه کړي

December 20, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *