تازه خبرونه

کابل کښې د افغان سيکيورټی فورسز عمليات، د داعش ډلې خود کش جيکټې تيارونکی مرکز تباه کړی شويدے

دوه داعش ډلې جنګيالي کابل عملياتو په مهال وژل شويدی
Abdul Mateen Qani

د خوارجو په ضد د افغان ځواکونو ګټه ور عمليات.عبدالمتين قانع

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالمتين قانع وائي چې د کابل هوائی ډګر سره څيرمه قصبه سيمه کښې د خوارجو په يوه ټهکانه د اسلامي امارت جنګيالو عمليات کړيدی.

دا آپريشن تر څو ګهنټو جاری وو چې دې دوران ډ ډزو تبادله هم شوي وه. د قانع بيان له مخې دا کارروائی په داسې مهال شوې چې ياد مرکز کښې جنګيالو د ترهه ګرۍ د بریدونو لپاره خودکش جيکټې جوړولی.

افغان امنيتي خواکونو د داعش ډلې دغه خوندی مرکز له مينځه اوړيدے. دې کارروائۍ په مهال د داعش دوه وسله وال وژل شوي دی. له دې مرکز څخه وسله،بارود او نور وسائل هم برآمد کړي شويدي.

په کابل د طالبانو له لوري ډ داعش د جنګيالو عمليات په داسې مهال کيږی چې څو ورځی وړاندی د روس دفاع چارو وزير خبرډارې ورکړې وو چې د افغانستان په بيلابيلو سيمو کښې بهرنی ترهه ګرو خوندي ټهکانی جوړې کړيدی کوم چې د سيمې او نړې له هيوادونو لپاره ګواښونو راپيدا کول شی. سرچينو له مخې ډ کابل ښار اوسنی کارروائی د داعش ډلې پرضد له ټولو ګټه وره عمليات وو،
له ياد مرکز څخه داعش جنګيالو ځانمرګی جيکټې او ماینونه د جوړولو لپاره استفاده کوله.

Related Articles

د اېټمي انرژۍ د نړيوالې ادارې (IAEA) د مدیره پلاوي ځانګړې ناسته جوړه شوې ده څو په ایران کې د وروستیو پرمختګونو او د اټمي خوندیتوب د اندېښنو په اړه بحث وکړي

March 2, 2026

د ایران دولتي رسنیو تایید وکړ چې د ایران لوړ مشر آیت‌الله علی خامنه‌‎ای په بریدونو کې وژل شوی، چې د منځني ختیځ کړکېچ نوره هم زیات کړی دی

March 2, 2026

طالبانو د امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو غندنه وکړه خو د ایران د لوړې مشر د مرګ په اړه یې څه ونه ویل

March 2, 2026

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف له بحرین سره د‎ ملاتړ ډاډ ورکړ او د سیمې د ثبات لپاره د احتياط غوښتنه وکړه

March 2, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *