تازه خبرونه

د پښتنو سلګونو کاله زوړ رواج خونې،برخه

د پښتنو د خوني او برخې دا رواج ډیر پخوانې دې او وس هم په زیاتو پښتنو سیمو کې دا رواج شتون لري
پښتانه او پښتو ژبه ۵ زره کلن زوړ تاریخ لري او دغه رنګ په پښتنو او پښتو کې ډیر داسې ښه رواجونه شته چې د نړې ټول خلق ورته په دروند نظر ګوري

په دې ویډیو کې کتلې شې چې د لنډي کوتل په تاریخي سرای بازار کې ځایی شینواري او د اپریدو قبیلې کستان خپلو خویندو او د کور نورې جونه چې په نورو سیمې کې واده شوي وي، د اختر په موقع خونې یا برخه اخلي.

نصیب شاه شینواري

د ضلع خیبر په تحصیل لنډي کوتل کښې د شینوارو په قبیله کې د پښتنو یو سلګونو کلونو زوړ رواج وس هم لا ژوندې دې.

د پښتنو دې رواج ته دلته د شینوارو په ځایی لهجه کښې خونې،برخه وایی، خونې یا برخه پښتنې کورنې هر اختر کې خپلو هغه خویندو او د کور نه واده شوو جونو له ورکوي چې نورو کورنیو یا کلیو ته واده شوي وي.

په دې خوني(خوني نه مقصد دلته خواږه دي) یا برخه(برخه نه مقصد دلته حصه ده) کې په خواږو شیانو کې پتاسې ،وچه میوه اوزغان، مونګ پلي شامل وي، دلته د لنډي کوتل په شینوارو کې د اختر په موقع ځایی خلق خپلو خویندو ته د ګډ اړخ(غوښه ) هم د خوني په توګه لیږي او دغه رنګ د پښتنو دغه یو زوړ رواج ی ژوندې ساتلې دې.

د انګریزې ژبې پروفیسر او لیکوال شیرعالم شینواري وایی چې خونې (خواږه) یا برخه د پښتنو یو ډیر زوړ رواج دې چې وس هم په پښتنو سیمو کې شته او خلق د اختر په موقع خپلو خویندو ته برخه یا خونې ورلیږي. نوموړي وایی چې د پښتنو دا رواج د ښځو په اړه ددوی حق ورکولو او دوی سره رشته ټینګا ساتلو په اړه یو عمل دې چې د پښتنو په سیمه کې دې ته په ډیر دروند نظر کتلې شي

Related Articles

د اېټمي انرژۍ د نړيوالې ادارې (IAEA) د مدیره پلاوي ځانګړې ناسته جوړه شوې ده څو په ایران کې د وروستیو پرمختګونو او د اټمي خوندیتوب د اندېښنو په اړه بحث وکړي

March 2, 2026

د ایران دولتي رسنیو تایید وکړ چې د ایران لوړ مشر آیت‌الله علی خامنه‌‎ای په بریدونو کې وژل شوی، چې د منځني ختیځ کړکېچ نوره هم زیات کړی دی

March 2, 2026

طالبانو د امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو غندنه وکړه خو د ایران د لوړې مشر د مرګ په اړه یې څه ونه ویل

March 2, 2026

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف له بحرین سره د‎ ملاتړ ډاډ ورکړ او د سیمې د ثبات لپاره د احتياط غوښتنه وکړه

March 2, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *