تازه خبرونه

پاکستان به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټۍ مشري کوي، دا کمیټي به د طالبانو سره تړلو کسانو او ادارو باندې د سفر بندیز، د شتمنیو کنګالول او د وسلو بندیزیزونه پلي کوي

دا کمېټي د هغو بندیزونو د څارنې او عملي کولو مسؤلیت لري چې د امنیت شورا له خوا پر طالبانو، د هغوی ملاتړو، او اړوندو ډلو لګول شوي دي. پاکستان ته د دې کمېټې مشري ورکول دا څرګندوي چې نړیواله ټولنه پاکستان ته د یو مهم شریک په توګه ګوري، او تمه لري چې پاکستان به د دغو بندیزونو د اغېزمن تطبیق لپاره مهم رول ترسره کړي
هند تل نړیواله ټولنه دې ته متوجه کړې چې پاکستان د هغو ترهګرو او ډلو کوربه دی چې د ملګرو ملتونو له لوري تر بندیزونو لاندې راوستل شوي دي.

د پاکستان لپاره دا د ډیر لوی ویاړ ځای دې چې د ملګرو ملتونو د یو مهمې کمیټۍ مشري کوي او د په پاکستان د نړۍ د باور کولو یو ثبوت هم دې .

پاکستان به د طالبانو پر بندیزونو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د کمېټې مشري کوي

د پاکستان په اړه ټاکل شوی چې په ۲۰۲۵ کال کې به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د طالبانو پر بندیزونو د ۱۹۸۸م کال د کمېټې مشري وکړي. دا کمېټي د هغو کسانو او ادارو پر ضد، چې له طالبانو سره تړاو لري او د افغانستان سولې، ثبات او امنیت ته ګواښ پېښوي، د بندیزونو لکه د شتمنیو کنګلول، د سفر بندیز، او د وسلو بندیز پلي کوي.

په دغه کمېټۍ کې ګیانا او روسیه د مرستیالانو (نایب مشران) په توګه ټاکل شوي دي. .

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د فرعي کمېټو د مشرتابه د نوملړ له مخې، ډنمارک به په ۲۰۲۵ کال کې د ۱۲۶۷ کمېټې مشري کوي، چې دا کمېټه د داعش (ISIL) او القاعده پر بندیزونو تمرکز لري. پداسې حال کې، روسیه او سیرا لیون به د دې کمېټې مرستیالان (نایب مشران) وي .

پاکستان د ۱۵ غړو لرونکې امنیت شورا غړی دی، او د ۲۰۲۵–۲۶ مودې لپاره یې د غیردایمي غړي په توګه ټاکنه شوې. د طالبانو پر بندیزونو د کمېټې له مشرتابه سربېره، پاکستان به د امنیت شورا د “غیر رسمي کاري ډلو” (Informal Working Groups) د اسنادو، نورې طرزالعملي پوښتنې او د بندیزونو د عمومي چارو په اړه د کاري ډلو هم مرستیال مشري هم کوي .

د ملګري ملتونو د رپورټ ترمخه په ۲۰۲۲ کال کې، هند د امنیت شورا د ضد ترهګرۍ کمېټې مشري کړې وه، چې دا د دوی د ۲۰۲۱–۲۲ مودې د غیردایمي غړیتوب یوه برخه وه. هند تل نړیواله ټولنه دې ته متوجه کړې چې پاکستان د هغو ترهګرو او ډلو کوربه دی چې د ملګرو ملتونو له لوري تر بندیزونو لاندې راوستل شوي دي. د القاعده پخوانی مشر اسامه بن لادن هم د کلونو لپاره د پاکستان په ایبټ آباد کې پټ و، او په مې ۲۰۱۱ کې د امریکا د سمندري ځواکونو (نیوي سیلز) لخوا ووژل شو. .

د امنیت شورا پنځه دايمي غړي چین، فرانسه، روسیه، انګلستان، او امریکا دي. اوس مهال، د غیردایمي غړو په توګه، الجزائر، ډنمارک، یونان، ګیانا، پاکستان، پانامه، جنوبي کوریا، سیرا لیون، سلوانیا او سومالیا د شورا برخه دي.

Related Articles

د اېټمي انرژۍ د نړيوالې ادارې (IAEA) د مدیره پلاوي ځانګړې ناسته جوړه شوې ده څو په ایران کې د وروستیو پرمختګونو او د اټمي خوندیتوب د اندېښنو په اړه بحث وکړي

March 2, 2026

د ایران دولتي رسنیو تایید وکړ چې د ایران لوړ مشر آیت‌الله علی خامنه‌‎ای په بریدونو کې وژل شوی، چې د منځني ختیځ کړکېچ نوره هم زیات کړی دی

March 2, 2026

طالبانو د امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو غندنه وکړه خو د ایران د لوړې مشر د مرګ په اړه یې څه ونه ویل

March 2, 2026

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف له بحرین سره د‎ ملاتړ ډاډ ورکړ او د سیمې د ثبات لپاره د احتياط غوښتنه وکړه

March 2, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *