تازه خبرونه

ننګرهار کې یو تن د شکنجه کولو وروسته وژل شوې دې

د سرچینو ترمخه وژل شوې تن د اسماعیلیه فرقې سره تړاو لرلو او له دې وړاندې هم دهغه بل ورور هم ناڅرګنده کسانو وژلې دې.
په دې لنډ تیر وخت کښې په افغانستان کې په نړیوالو ادارو کې کارکوونکو باندې بریدونه زیات شوي دي

فایل فوټو: د روغتیا نړیوالې ادارې هغه کارمند چې د ننګرهار په مرکزي ښاره جلال آباد کې ناڅرګنده کسانو له لوري وژل شوي دې.

ویب نیوز ډیسک

د افغانستان رسنیو داسې یو راپور ورکړې چې یو تن د شکنجه کولو وروسته وژل شوې دې.
د رسنیو ترمخه سید قیام‌الدین، د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالۍ اوسېدونکی وو او

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوالې ادرې ډبلیو ایچ او سره ی کار کولو. د رسنیو رپورټونو ترمخه وژل شوي تن د ملګري ملتونو ادارې سره د امنیتي چارو یو افسر په توکه کار کولو.

ویل کیږي ، د رسنیو ترمخه چې د شکنجه کولو وروسته دا کارمند وژل شوې دې.

د رسنیو رپورټ مطابق د وژل شوي سید قیام الدین رورو هم څه وخت وړاندې د ناڅرګنده وسله والو له لوري اووژل شو.

د رسنیو راپور ترمخه دوه ورځې وړاندې سید قیام الدین په جلال آباد کې په خپل کور کې وو چې ناڅرګنده کسانو له لوري په هغه باندې سخت تشدد وکړې شی چې له امله ی بیا ژوند له لاسه ورکړو.

د سرچنیو ترمخه وژل شوې تن د اسماعیلي ټولنې سره تړاو لري او د هغه رور د ملګري ملتونو د روغتیا ادارې سره د کار کولو وړاندې د آغا خان په یو پروژه کې وظیفه ترسره کوله.

داسې رپورټونه دې چې د وژل شوو ورونړو د وژنې ذمه واري کومې ډلې په غاړه نه ده اخستې خو ددوی د وژنې وروسته په عام اولس کښې ډار خپور شوې دې.

ځایی رسنیو ته افغان چارواکو اوویل چې دوی پلټنې پیل کړي دي ترڅو ککړ کسان ونیسي ، افغان چارواکي اوویل چې څوک چې دده په وژنه کې ککړ وموندل شو نو هغوی له به سخته سزا ورکړي.

دا خبره مهمه ده او باید یادونه وشي چې په کال ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کښې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ روسته د نړیوالو ادارو کارکوونکو د امنیت په اړه اندېښنې یو ځل بیا راپورته کړې دي. د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت دمعلوماتو له مخې، د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، په بېلابېلو ډولونو تاوتریخوالي کې ۳،۷۷۴ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، او ۱،۰۹۵ تنه په د پیښو کې وژل شوي دي .

Related Articles

سویلي افریقا په هېملټن کې په زړه پورې T20 نړیواله لوبه کې نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه او د لړۍ وضعیت یې د دریمې پرېکړندویې لوبې دمخه برابر کړ

March 17, 2026

امریکا نړیوال متحدینو ته سپارښتنه کوي چې د جګړې بیړۍ ځای په ځای کړي، ځکه چې د ایران سره تنشونه ډېر شوي او د خلیج امنیت او د نړۍ د انرژۍ رسولو باندې اغېز کوي

March 17, 2026

د طالبانو مشر اخندزاده په خپل د اختر پیغام کې د غزې او فلسطین یادونه ونه کړه، چې دا د تیرو بیانونو په پرتله یوه مهمه بدلون ګڼل کیږي

March 17, 2026

ایران د عالي‌مشر مجتبی خامنه‌اي د روغتیا په اړه راپورونه خپاره شوي چې وایي هغه وروسته له هغه چې د ۲۸ فبروري د امریکا–اسرائیل د هوايي بریدونو پر مهال ټپي شوی، پټه توګه روسیې ته د جراحي او درملنې لپاره وړل شوی دی

March 17, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *