سازشي نظریه یا تیوري یوه داسې نظریه ده چې پکې دلسې ادعا کېږي چې هر پېښه یا حادثه چې رامنځته کېږي، د یوې پټې ډلې یا تنظېم له خوا پلان شوې وي، او دا ډله یا تنظېم د همدې پېښې له لارې یو خاص هدف تر لاسه کول غواړي. دغه ډول نظریې له مخې، دا پېښې د دې لپاره پلان کېږي چې مخالف ګوند یا هېواد بدنام شي، پرې برید وشي، یا پرې قبضه وکړې شي.
د سازشي نظریې له مخې، دا تنظېم یا هېواد رسنۍ هم تر خپل کنټرول لاندې راولي، او رسنۍ د مخالفینو د بدنامولو لپاره استعمالېږي.
هند د 2025 د اپرېل په ۲۲مه نېټه، د خپل غیرقانوني تر واک لاندې کشمیر په ښکلي سیاحتي سیمه “پهلګام” کې یو ترهګریز برید ترسره کېږي . په دې برید کې نامعلومو وسلوالو څه نړیوال سیلانیان په نښه کړل، چې په پایله کې شاوخوا ۲۶ کسان ووژل شول.
د دې پېښې سمدستي وروسته، مودي حکومت د پخوا په څېر یو ځل بیا دا پېښه له پاکستان سره وتړله، او بې بنسټه تورونه ې پرې ولګول چې دا برید پاکستانترسره کړی.
پاکستان دا تورونه په بیا بیا ردوي، او غوښتنه کوي چې د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې یوه نړيواله پلټنیزه کمېټه جوړه شي، څو دا پېښه شفافه وڅېړي، خو هند دا غوښتنه ردوي او بې له ثبوته پاکستان باتدې تورونه لګوي.
لکه څنګه چې پورته د سازشي نظریې یادونه وشوه، نو دلته غواړم د یوې ځانګړې سازشي نظریې، چې “تاریخي سازشي نظریه” بلل کېږي، بحث وکړم او دا نظریه د پهلګام پېښې سره وتړم.
مودي حکومت د سازشي نظریې له مخې د پهلګام دا پېښه جوړه کړې، تر څو د مقبوضه کشمیر اصل تاریخ پټ کړي، پاکستان بدنام کړي، او د نړۍ پام بل لوري ته واړوي، خو د هند دا سازش ناکامېږي، ځکه چې د 1948 کال د ملګرو ملتونو پرېکړهلیکونه لا هم پر ځای دي.
په دې پرېکړهلیکونو کې ویل شوي چې د کشمیر د برخلیک پرېکړه دې د ازادې ټولپوښتنې له لارې وشي، او کشمیریانو ته دې دا حق ورکړل شي چې له چا سره یوځای کېدل غواړي — له پاکستانه او که له هند سره. همداراز پکې ویل شوي چې له کشمیره دې د هند پوځ وویستل شي، خو تر ننه نه دا پوځ نه بېرته ایستل شوی او نه هم د ظلمونو مخه نیول شوې.
د دې سازشي نظریو له لارې مودي حکومت د خپلې اشغالګر پوځ ظلمونه نشي پټولی.
د 2018 کال په جون میاشت کې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوړ کمېشنر د مقبوضه کشمیر د وضعې په اړه یو راپور خپور کړ، چې پکې د کشمیریانو پر ضد د زور زیات استعمال او د عامو مسلمانانو وژنې ذکر شوې دي.
په دې رپورټ کې دا هم ویل شوي چې د پیلټ ګن له لارې کشمیریان ژوبلول کېږي، بندیانېږي، او دا ټول د بشري حقونو ښکاره سرغړونې دي.
په کشمیر کې یو ازاد د بشري حقونو تنظېم JKCCS (Jammu and Kashmir Coalition of Civil Society) په خپل تازه رپورټ کې یادونه کړې چې له 1989 راهیسې د هند پوځ او امنیتي ادارو شاوخوا ۷۰،۰۰۰ اوېا زره کشمیري مسلمانان وژلي دي.
رپورټ کې دا هم وایي چې زرګونه کشمیریان نیول شوي، نامعلومو ځایونو ته وړل شوي او تراوسه بې درکه دي. دوی د شکنجې خونو ته اچول شوي، او تر سختو ذهني او جسماتي تشدد لاندې دي.
له بلې خوا، د اگست 2019 کال راهیسې مودي حکومت د کشمیر ځانګړی حیثیت لغوه کړ، چې د کشمیریانو نااميدي ې لا زیاته کړه. اوس زرګونه ځوانان د ازادۍ لپاره جګړه کوي، او تر اوسه ۲۰۰۰ څخه زیات هغه ځوانان نیول شوي چې د مودي حکومت پر ضد غږ پورته کوي.
دلته ددې هم باېد ېادونه وشي چې هند له 1948 راهیسې د نړیوالو او ملګرو ملتونو د بشري حقونو سرغړونه کوي، او کشمیري مسلمانان له خپلواکۍ او ازهد نظر څرګندولو له حقه محروم کړي دي.
اوس وخت راغلی چې نړیواله ټولنه د مودي حکومت دا ډرامې اوپېژني او پوه شي چې دا حکومت د سازشي نظریې له مخې غواړي د کشمیر اصل تاریخ پټ کړي. خو اوس دا ۲۱مه پېړۍ ده او دا حقیقتونه او د هند پوځ ظلمونه د نړۍ له نظره نه پټېږي.
د پهلګام پېښې له لارې مودي حکومت هڅه کوي پاکستان بدنام کړي، کشمیر کې ظلمونه پټ کړي، او پاکستان یوازې کړي. د دې لپاره یې اووه ځانګړې کمېټې جوړې کړي چې د ۳۲ هېوادونو سفرونه به کوي.
پاکستان باید څه وکړي؟
پاکستان ته پکار ده چې په نړۍ کې چیرې هم چې یې سفارتونه شته، خپل ډ یپلوماتیک پوزېشن له سره تازه کړي. پاکستانی سفارتکاران باید فعاله رول ولوبوي او د کشمیر د ظلمونو حقیقت نړۍ ته ښکاره کړي. همداراز، د هغو ترهګریزو پېښو ثبوتونه چې پکې د هند جاسوسي اداره (را) لاس لري، ېو ځل بیا نړۍ ته ور وړاندې کړي۔
پاکستان باید له چین، ترکیې، او نورو اسلامي هېوادونو سره مشوره وکړي، او د دوی په مرسته ملګرو ملتونو ته تازه پرېکړهلیک وسپاري. د هندي پوځ له خوا د کشمیریانو پر ضد ظلمونه باید په مؤثره توګه په نړیوالو فورمونو کې وړاندې شي، تر څو دنیا د مودي حکومت اصلي، ظالمانه څېره وویني.
په پای کې دا ویل غواړم چې د مودي دا سازشي نظریه، چې غواړي د مقبوضه کشمیر تاریخ پټ کړي، ناکامه به شي. کشمیریان به خپل د د خپلواکۍ حق ترلاسه کړي. د مقبوضه کشمیر مسلمانان له پاکستان سره د دین او ایمان اړيکه لري۔ وس څو ورځې وړاندې هم د پاکستان پوځ ISPR ویاند په خپل تازه بیان کې ویلي: اوس وخت راغلی چې “کشمیر پاکستان جوړ شي.