تازه خبرونه

لنډي کوتل کې له افغانستان څخه دقربانۍ څاروي راوړلو په اړه د مشرانو جرګه شوې

لنډي کوتل کې له افغانستان څخه دقربانۍ څاروي راوړلو په اړه د مشرانو جرګه شوې

لنډي کوتل کې له افغانستان څخه دقربانۍ څاروي راوړلو په اړه د مشرانو جرګه شوې

مشرانو غوښتي چې د څاروو په راوړلو کې دې نرمي وشي

وېب نېوز ډېسک

د خیبر ضلعې د لنډي کوتل تحصیل چیئرمېن شاه خالد شینواری په دفتر کې د افغانستان نه قربانۍ څاروو باندې د بندیز په اړه یوه لویه جرګه تابیا شوې وه.

د جرګې مشرانو له لوړو پوړه چارواکو نه غوښتنه وکړه چې د لوی اختر لپاره دې په تورخم پوله د څاروو په راوړلو بندېز ختم کړي او سخت شرطونه دې لرې کړي ېا د په شرطونو کې نرمي راولي چې ځاېې اولس د حضرت ابراهیم (ع) سنت په آسانۍ سره ترسره کړي.

د لنډي کوتل تحصیل چیئرمېن شاه خالد شینواری، ملک ماصل خان شینواری، قاضي فضل او نورو مشرانو، بلدیاتي حکومت غړو او د جرګې نورو مشرانو د حکومت له لوړو چارواکو نه غوښتنه وکړه چې د لوی اختر د قربانۍ لپاره دې د افغانستان نه د څاروو په راوړلو کې اسانتیاوې وکړي او د ځاېې اولس لپاره دېرعایت ورکړل شي۔

مشرانو اووېل که په تورخم اساني شي نو اولس به د اختر قرباني په ښه او اسانه ډول تر سره کړي.

او وې غوښتل چې باید حکومتي اړوند ادارې د افغانستان څخه د څاروو په رواړولو کښې نرمي اعلان کړي ترڅو د ضلع خیبر او اړوند نورو سیمو اولس د ابرهیم علیه اسلام دا سنت په ډول ادا کړي.

نوموړي اوویل چې باید چې په تورخم اړوند اداره خپل دفتر پرانځي چې ځایی سوداګر هم دوی سره په اړیکه کې شی ترڅو دوی په اسانه توګه له افغانستان څخه د قرباني څارويي پاکستان ته د سوداګرې لپاره راوړي.

هغه اوویل چې په دې پوله دوه اړخیزه تجارت بد اغیزمن شوې او وس اړوند چارواکو له په کار دې چې په پوله نرمي اعلان کړي چې د پاکستان او افغانستان دوه اړخیز تجارت وده ومومي.

دا خبره مهمه ده چې په تورخم پوله څو کاله وړاندې د څاروو په راوړلو باندې سخت شرطونه ولګېدل ۔

په شرطونه کښې داسې شرطونه دې چې د څارووو اړوند محکمه لایو سټاک به یو ځانګړې مرکز لري چرته به چې ددې څاروو معاینه شی او په دې به د یو خاص دوایی سپرې کولې شی چې ددوی کوم مرض نورو څاروو ته و نه لګي.

ددې خبرې هم باید یادونه وشی چې به تورخم پوله د څاروو په اړه سخت بندیزونو لګولو پس په لنډي کوتل کښې د قربانۍ څاروي(پسونو) قیمتونو ډیر زیات شوي دي او خلق مجبور دې چې په ګران قیمت څاروي(پسه،ورې) واخلي.

Related Articles

په کابل کې د پاکستان هوايي برید د طالبانو تړلي ترهګرې وېبپاڼې هدف ګرځولي. د طالبانو د ملکي خلکو په اړه جعلي ادعاوې د سرحدي ګواښونو دوام ښيي

March 17, 2026

سویلي افریقا په هېملټن کې په زړه پورې T20 نړیواله لوبه کې نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه او د لړۍ وضعیت یې د دریمې پرېکړندویې لوبې دمخه برابر کړ

March 17, 2026

امریکا نړیوال متحدینو ته سپارښتنه کوي چې د جګړې بیړۍ ځای په ځای کړي، ځکه چې د ایران سره تنشونه ډېر شوي او د خلیج امنیت او د نړۍ د انرژۍ رسولو باندې اغېز کوي

March 17, 2026

د طالبانو مشر اخندزاده په خپل د اختر پیغام کې د غزې او فلسطین یادونه ونه کړه، چې دا د تیرو بیانونو په پرتله یوه مهمه بدلون ګڼل کیږي

March 17, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *