تازه خبرونه

چندېګړه کې د بی جې پي دفتر مخې ته یوه چاودنه شوې

چندېګړه کې د بی جې د دفتر مخې ته یوه چاودنه شوې چې خلکو کې یې سخت ویره او ګډوډي رامنځته کړې ده. خو چارواکي وایي چې په پېښه کې څوک نه دي وژل شوي او نه هم سخت ژوبل شوي دي.
امنیتي ځواکونه د چندیګر په سیکټر ۳۷ کې د BJP دفتر ته نږدې د چاودنې له ځایه شواهد راټولوي، په داسې حال کې چې د پېښې پلټنې روانې دي

امنیتي ځواکونه د چندیګر په سیکټر ۳۷ کې د BJP دفتر ته نږدې د چاودنې له ځایه شواهد راټولوي، په داسې حال کې چې د پېښې پلټنې روانې دي

چندیګړ: د هند په چندیګړ ښار کې د پنجاب د بهارتیا جناتا پارټي (بي جي پي) د دفتر مخې ته د لوړې کچې چاودنه شوې، چې راپورونه ښيي د سیک بېلتون غوښتونکي مشر سکه سنګ ببر یې مسؤلیت منلی، په داسې حال کې چې امنیتي ادارو خپلې پلټنې نورې هم ګړندۍ کړې دي

د هندي رسنیو له مخې، دا چاودنه د اپرېل په لومړۍ نېټه د مازیګر شاوخوا ۴:۴۵ بجې د سیکټر ۳۷ کې د روټري بلډ بانک دیوال ته نږدې، د بي جي پي دفتر ترڅنګ شوې ده. چاودنې نږدې موټرو ته زیان رسولی او په سیمه کې یې وېره خپره کړې، خو د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی

فورینزک ټیمونه

له پېښې وروسته سمدستي پولیس، امنیتي ځواکونه او عدلي پلټنې ډلې (فورینزک ټیمونه) ځای ته ورسېدل. سیمه کلابنده شوه او د شواهدو راټولول پیل شول. لومړنۍ څېړنې ښيي چې ښایي دا د لاسي بم برید وي

د پلټنو پر مهال یو ویډیو هم مخې ته راغلې چې پکې دوه شکمن کسان د چاودنې ځای ته نږدې لیدل کېږي. پولیس د همدې ویډیو له لارې د هغوی د پېژندنې هڅه کوي

بلخوا، سکه سنګ ببر پر ټولنیزو رسنیو د یوې اعلامیې له لارې د برید مسؤلیت منلی او دا یې یو “پیغام” بللی. خو چارواکو لا تر اوسه دا ادعا نه ده تایید کړې او له بېلابېلو اړخونو پلټنې روانې دي

دا پېښه په داسې وخت کې شوې چې تر دې مخکې هم د بي جي پي مشران له ګواښونو سره مخ شوي وو. د ۲۰۲۴ کال په جولای کې یو شمېر مشرانو ته د ګواښ لیکونه او چاودېدونکي مواد لېږل شوي وو چې له امله یې قضیه ثبت شوې وه

اوس چارواکي دا هم څېړي چې ایا دا وروستۍ چاودنه له پخوانیو پېښو سره تړاو لري که نه، په داسې حال کې چې په چندیګړ او شاوخوا سیمو کې امنیتي حالت لوړ الرټ ته رسول شوی دی

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *