...

 د سعودي عربستان المجله: پاکستان د منځني ختیځ یو مهم ستراتیژیک لوبغاړې

المجله د پاکستان پوځ رول ډیر مهم بللي او وایی چې وس دا پوځ نه صرف خپل امن او ثبات بلکه سیمه ایز او د منځني ختیز کې امن او ثبات لپاره هم خپل مهم جیوپولیټیک رول لوبوي
د المجله په وینا، دا بدلون د پاکستان د څو لسیزو ستراتیژیک لید، ژور سیاسي درک او د سیمې د جیوپولیټیک واقعیتونو د دقیق فهم پایله ده

المجله د پاکستان پوځ رول ډیر مهم بللي او وایی چې وس دا پوځ نه صرف خپل امن او ثبات بلکه سیمه ایز او د منځني ختیز کې امن او ثبات لپاره هم خپل مهم جیوپولیټیک رول لوبوي

د انګلستان په لندي کې  او د سعودي عربستان تر ملکیت لاندې مخکښه سیاسي مجلې الـمجله   په یوه مفصل تحلیلي راپور کې ویلي چې  پاکستان په خاموشه خو پیاوړې توګه د منځني ختیځ د یوه مهم ځواکمن منځګړي او اغېزناک لوبغاړي په توګه راڅرګند شوی دی

دغه مجله چې په عربي، انګلیسي او فارسي ژبو کې  خپرېږي او مرکزي دفتر یې په جده ښار کې دی، وایي چې په سیمه کې د پاکستان پوځي رول اوس یوازې د روزنې او سلا مشورو تر بریده محدود نه دی پاتې، بلکې دا مهال په مستقیم ډول د خلیج او شمالي افریقا په هېوادونو کې امنیت، ډیپلوماسي او د شخړو مدیریت اغېزمنوي.

د المجله په وینا، دا بدلون د پاکستان د څو لسیزو ستراتیژیک لید، ژور سیاسي درک او د سیمې د جیوپولیټیک واقعیتونو د دقیق فهم پایله ده

د سعودي عربستان د مجلی لیکي چې هغه محدود پوځي ښکېلتیا چې په ۱۹۴۷ کال کې پیل شوې وه، اوس په یوه اوږدمهاله حضور بدله شوې، چې پاکستان ته یې د نړۍ په حساسو جغرافیایي سیمو کې نفوذ او باور ورکړی دی.

له ۱۹۴۷ څخه تر نن پورې: څنګه المجله پاکستان د سیمې ستن بولي

المجله لیکي چې د پاکستان پوځ له خپلواکۍ راهیسې په پرله‌پسې ډول په منځني ختیځ کې حضور ساتلی، چې لومړی یې د امنیت برابرونکي رول درلود، خو اوس د یوه ستراتیژیک لوبغاړي په توګه د سیمې پایلې او توازن اغېزمنوي

د مجلې په وینا، له سعودي عربستان، ترکیې او عراق سره د پاکستان دفاعي اړیکې یوازې سمبولیکې نه دي، بلکې عملي، فعاله او سیاسي ارزښت لرونکې دي.

راپور زیاتوي چې د ترهګرۍ ضد همکاریو، ګډو پوځي تمرینونو او ستراتیژیک همغږۍ پر بنسټ جوړو شویو شراکتونو پاکستان ته په سیمه ییزو چارو کې واقعي نفوذ ورکړی دی.

په داسې حال کې چې سیمه له بې‌ثباتۍ او سیالیو سره مخ ده، د پاکستان رول نور حاشیوي نه بلل کېږي. بلکې د مهمو جغرافیایي ډګرونو په کچه یې حضور د توازن او ثبات د ساتنې مرکزي برخه ګرځېدلې، په ځانګړي ډول په ۲۰۲۶ کال کې چې نړیوال وضعیت له پراخې ناڅرګندتیا سره مخ دی

فیلډ مارشل عاصم منیر: د منځګړیتوب او د پوځي ډیپلوماسۍ نوې څپه

د المجله د تحلیل یوه مهمه برخه د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر ته ځانګړې شوې ده او دا  مجله هغه د پاکستان د نوې پوځي رهبرۍ او فعاله ډیپلوماسۍ نښه بولي.

له غزې څخه تر ایران پورې، د پیچلو بحرانونو په مدیریت او د تاوتریخوالي د کمولو په هڅو کې د عاصم منیر رول د دې ثبوت بلل شوی چې پاکستان څنګه خپل پوځي باور وړتیا په ډیپلوماتیک نفوذ بدلوي.

راپور دا هم څرګندوي چې پاکستان د سیالو ځواکونو ترمنځ د باور وړ اړیکه جوړوونکي په توګه ځانګړی ځای لري، چې پکې ایران، عربي هېوادونه او ترکیه شامل دي.

دغه بې‌طرفه دریځ او ستراتیژیک وصل پاکستان ته دا توان ورکوي چې د پُل رول ولوبوي او هلته د خبرو اترو لارې پرانیزي، چې مستقیم تعامل پکې ستونزمن وي.

د المجله په وینا، د یمن، لیبیا او غزې په څېر ډګرونو کې د پاکستان ښکېلتیا اوس په مستقیم ډول سیاسي ځواک ته اوړي.

دغه پوځي حضور نه یوازې سیمه‌ییز ثبات پیاوړی کوي، بلکې په مهمو سیاسي خبرو او تړونونو کې هم د پاکستان اغېز زیاتوي، چې دا هېواد د ثبات یو نه بدلېدونکی لوبغاړی ګرځوي.

مجله په پای کې دې نتیجې ته رسېږي چې د پاکستان پوځ یو نوي پړاو ته داخل شوی، داسې پړاو چې یوازې د خپلو ګټو ساتنه نه کوي، بلکې د سیمې د جیوپولیټیک راتلونکي په جوړولو کې هم مهم رول لوبوي. 

نورخبرونه: سعودي عرب د  پاکستان  دفاعي ځوکونو مشر او فیلډ مارشل سید عاصم منیر ته  کینګ عبدالعزیز  مډال ورکړی

فیلډ مارشل سید عاصم منیر:پاکستان ته الله عزت ورکړی چی د حرمین شریفین ساتنه اوکړي

جنرال عاصم منیر: د پاکستان دفاعي پوځونه تفرقه اچولو،بې ثباتي راوستلو کړیو پر وړاندې قوي دي

Related Articles

بلوچستان کې ترهګري او بهرنۍ ملاتړې؛ لېفټيننټ جنرال (ر) عامر رياض د داخلي او بهرنيو عواملو هراړخيز تحليل

February 4, 2026

پاکستان او چین دوه نزدې ګاونډي هیوادونه دي، چین د پاکستان د اقتصادي او دفاعي سیکټر کې د همکارۍ کولو یو ډیر نزدې هیواد دې چې هر وخت ی د پاکستان ملاتړ کړې دې

February 4, 2026

هند کې د سیکانو لپاره غږ پورته کوونکي تنظیم سک فارجسټس تحریک مشر ویلي دي چې هند غواړي پاکستان کې د امریکا ګټې او پانګونه زیانمنه کړي

February 4, 2026

اتحاد د سوداګرۍ او صنعت له خوا جوړ شوی شاخص د خلکو باور او د ادارو د شفافیت د ارزونې لپاره د نوې وسیلې په توګه وړاندې شو

February 3, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.