تازه خبرونه

سهیل افریدي: د وادي تیراه اغیزمنو دوکاندارنو  ته  به لوی مالي پیکج ورکړي

د ضلع خیبر یو شمیر سوداګرو او دوکاندارنو د خیبرپښتونخوا وزیراعلی سهیل افریدي سره لیدنه وکړه او هغوی ته ی خپلې غوښتنې وړاندې کړې
وزیراعلی د لنډي کوتل سوداګرو ته هم ډاډ ورکړې چې لنډي بازار کې به هم پرمختیایی منصوبه عملي شي

وزیراعلی خیبرپښتونخوا د ضلع خیبر سوداګرو پلاوي ته ډاډ ورکړې دې چې د تیراه متاثره سوداګرو ته راپیښې ستونزې به په لومړیتوب سره هوارې کړې شي

د ضلع خیبر د سوداګرو  یو پلاوي  د خیبرپښتونخوا له وزیراعلیٰ محمد سهیل آفریدی سره لیدنه وکړه، چې پکې د سوداګرو ستونزې، د روانو عملیاتو له امله رامنځته شوي زیانونه او د بازارونو د بیا فعالولو په اړه تفصیلي خبرې وشوې۔

وزیراعلیٰ سوداګرو ته د هغوی د ستونزو د لومړیتوب پر بنسټ د حل او بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ

په دې لیدنه کې د انجمن تاجران جمرود مشر کاشف اقبال آفریدی د پلاوي مشري کوله، او په پلاوي کې د انجمن تاجران باړه مشر سید ایاز وزیر، د لنډي کوتل  بازار د اتحادیی پخواني مشر  یاد وزیرشینواري ، د وادي  تیراه مشر شیر افغان، د سخي پل مشر حکمت خان، د انجمن تاجران جمرود عمومي سېکرټري عبدالعزیز آفریدی او د فنانس سېکرټري کامران آفریدی هم شامل وو

د سوداګرو پلاوي وزیراعلیٰ ته وویل چې د عملیاتو له امله د ضلع خیبر د تیراه په بېلابېلو بازارونو کې سوداګریز فعالیتونه سخت اغېزمن شوي، سوداګر له مالي زیانونو سره مخ دي او د مالونو د لېږد رالېږد په برخه کې ستونزې لري

پلاوي غوښتنه وکړه چې د اغېزمنو سوداګرو لپاره ځانګړی ریلیف پیکج اعلان شي او د توکو د انتقال لپاره د ټرانسپورټ اسانتیاوې برابرې شي

د خیبرپښتونخوا وزیراعلیٰ محمد سهیل آفریدی د سوداګرو خبرې په غور واورېدې او اعلان یې وکړ چې د عملیاتو له امله اغېزمنو سوداګرو ته به ځانګړی پیکج ورکړل شي، او د بازارونو څخه د مالونو د ایستلو لپاره به د ټرانسپورټ اسانتیا هم برابره شي، تر څو سوداګریز فعالیتونه بېرته بحال شي۔

وزیراعلیٰ دا هم وویل چې صوبایي حکومت د ضلع خیبر په ټولو بازارونو کې د بیوټیفیکیشن ، ښکلا او منظم جوړښت پروژې پیلوي، چې له مخې به بازارونه په عصري طرز ښکلي، منظم او د سوداګرۍ لپاره مناسب جوړ شي

 نوموړي زیاته کړه چې له دې پروژو سره به نه یوازې سوداګریز چاپېریال ښه شي، بلکې ولس ته به هم اسانتیاوې برابرې شي۔

د غونډې په پای کې د سوداګرو مشرانو د وزیراعلیٰ پر اعلانونو او ډاډونو د خوښۍ څرګندونه وکړه او هیله یې وښوده چې د حکومتي اقداماتو له امله به په ضلع خیبر کې سوداګریز فعالیتونه ډېر ژر په بشپړه توګه بېرته بحال شي

لنډي کوتل بازار لپاره دې لوی مالي پیکچ اعلان شي: یاد وزیرشینواري

د لنډي کوتل بازار د پخوانیو ودانیو د بیا رغونې او بیا جوړولو  لپاره دې صوبایی حکومت پرمختیایی منصوبه اعلان کړي، لنډي کوتل کې دې قصاب خانه هم جوړه شي

دا ټولې غوښتنې د لنډي کوتل بازار د دوکاندارنو اتحادیی پخواني مشر یاد وزیر شینواري د وزیراعلی خیبرپښتونخوا سهیل افریدي ته پرون د سوداګرو د پلاوي غړو لیدنې پر مهال وړاندې کړي دي

یادوزیرشینواري وویل چې سهیل افریدي ته مو د لنډي بازار یو شمیر ستونزې  مخې ته کیښودلې، هغه اوویل چې له وزیراعلی څخه مو غوښتنه وکړه چې د لنډي کوتل بازار لپاره دې لوی مالي پیکج اعلان شی چې دې سره د لنډي کوتل بازار بیا رغونه وشی ، هغه وویل چې له وزیراعلی څخه مو دا هم اوغوښتل چې په لنډي کوتل کې دې قصاب خانه هم جوړه شي او د لنډي کوتل لپاره دې وزیراعلی بغیر د څخه امتیازه پرمختیایی منصوبې هم اعلان او عملي کړي، هغه وویل چې وزیر اعلي ته دا غوښتنه هم وړاندې کړه چې په لنډي کوتل بازار کې دې د اوبو ټیوب ویل هم ولګول شي

یاد وزیرشینواري اوویل چې وزیراعلی ددې غوښتنو عملي کولو او د لنډي کوتل لپاره د لویو پرمختیایی پروژو ژمنه هم وکړه او مونږ ته ی باور راکړو چې لنډي کوتل کې به د خلکو د خوشحالۍ او پرمختګ لپاره صوبایی حکومت زیاته پاملرنه وکړي

 د لنډي کوتل بازار د پخوانیو ودانیو د بیا رغونې او بیا جوړولو  لپاره دې صوبایی حکومت پرمختیایی منصوبه اعلان کړي، لنډي کوتل کې دې قصاب خانه هم جوړه شي

دا ټولې غوښتنې د لنډي کوتل بازار د دوکاندارنو اتحادیی پخواني مشر یاد وزیر شینواري د وزیراعلی خیبرپښتونخوا سهیل افریدي مخې ته وړاندې کړې دي

یادوزیرشینواري وویل چې سهیل افریدي ته مو د لنډي بازار یو شمیر ستونزې  مخې ته کیښودلې، هغه اوویل چې له وزیراعلی څخه مو غوښتنه وکړه چې د لنډي کوتل بازار لپاره دې لوی مالي پیکج اعلان شی چې دې سره د لنډي کوتل بازار بیا رغونه وشی ، هغه وویل چې له وزیراعلی څخه مو دا هم اوغوښتل چې په لنډي کوتل کې دې قصاب خانه هم جوړه شي او د لنډي کوتل لپاره دې وزیراعلی بغیر د څخه امتیازه پرمختیایی منصوبې هم اعلان او عملي کړي یاد وزیرشینواري اوویل چې وزیراعلی ددې غوښتنو عملي کولو او د لنډي کوتل لپاره د لویو پرمختیایی پروژو ژمنه هم وکړه او مونږ ته ی باور راکړو چې لنډي کوتل کې به د خلکو د خوشحالۍ او پرمختګ لپاره صوبایی حکومت زیاته پاملرنه وکړي

Related Articles

معید پیرزادہ د اسلام آباد برید د بې اساسه توطئوي نظریو خپرولو لپاره کاروي، چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزه کمزوري کوي

February 7, 2026

د پېښور های کورټ په وژونکي پولیسو لاینونو د چاودنې قضیه کې امتیاز ته ضمانت ورکړ، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د عدلیې رول باندې پوښتنې راپورته کړي

February 7, 2026

پوتین د اسلام آباد د جومات برید وروسته پاکستان ته خپله خواخوږي څرګنده کړه او د ترهګرۍ پر ضد د قوي همکارۍ ژمنه یې وکړه

February 7, 2026

څنګه بندیز لګېدلې بي‌اېل‌اې د ټولنیزو رسنیو له لارې د بشري حقونو ژبه ناوړه کاروي، بریدونه ستايي، تبلیغات خپروي او کسان جذبوي.

February 7, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *