تازه خبرونه

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی د باجوړ اپریشن متاثرینو لپاره لوی پیکج اعلان کړې

باجوړ کې له اپریشن سربکف څخه اغیزمنې شوې کورنۍ به وس ۵پینځه لکه روپۍ ترلاسه کړي چې دوی وکولې شی خپل کورونه بیا جوړ کړي
د خیبرپښتونخوا وزیراعلی په دې وروستیو کې تیراه ته هم تللې وو

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی مشرانو سره په جرګه کې د باجوړ پولیسو او د عام ولس قرباني وستایله (فایل فوټو، سي ایم سهیل د تحصیل کونسل ممبرانو سره ملاقات)

د خیبرپښتونخوا وزیراعلیٰ سهیل آفریدی اعلان کړی چې په باجوړ کې د وروستي عملیاتو پر مهال په جزوي توګه  زیانمنو شوو کورونو د بیا رغونې لپاره ورکړل کېدونکې مرسته له یو لک او ۶۰ زرو روپیو څخه ۵ لکو روپیو ته لوړه کړل شوې ده

د وزیراعلیٰ سهیل آفریدی په مشرۍ کې  پرون  د باجوړ د پارلیمنټیرین او قامي مشرانو ترمنځ  جرګه ترسره شوه، چې پکې جرګې پر وزیراعلیٰ بشپړ باور څرګند کړ او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ

په جرګه کې د صوبې د امن و امان پر وضعیت او د پرمختیایي تګلارې په اړه هر اړخیز بحث وشو۔

وزیراعلیٰ د غونډې پر مهال په باجوړ کې د وروستي عملیاتو له امله د جزوي اغېزمنو شوو کورونو د بیا جوړولو لپاره د مرستې زیاتولو اعلان وکړ او وې ویل چې وس په کمو زیانمنو کورنیو ته ۵۰۰۰۰۰پینځه لکه روپۍ ورکړل شی ترڅو دوی بیا خپل کورونه جوړ کړي

د جرګې ګډونوالو د دوامداره امن د ټینګښت لپاره بېلابېلې سپارښتنې وړاندې کړې۔

په دې موقع سهیل آفریدی وویل چې په صوبه کې د امن د ټینګښت لپاره قومي مشرانو، ولس، پولیسو او امنیتي ځواکونو سترې قربانۍ ورکړې دي، او د ۲۰۱۸ کال قربانیو په پایله کې په هېواد کې بشپړ امن ټینګ شوې

 دلته مهمه ده چې یادونه وشی چې تیرکال ۲۰۲۵ کې اګست په میاشت کې په بجوړ کې د ترهګرو پر ضد اپریشن ترسره شو چې پکې یو شمیر ترهګر له منځه یوړل شول او د پاکستان پوځ یو میجر هم شهید شو

سهیل آفریدی د ضم شوو ضلعو لپاره په پولیسو کې د ګمارنو په برخه کې د عمر حد لوړولو او د باجوړ د شهیدانو پیکج پر چارو د چټکتیا لارښوونه وکړه۔

هغه د امن د ټینګښت او ملي پرمختګ کې د مهم رول لرونکو قومي مشرانو ته د امنیت برابرولو امر هم وکړ

وزیراعلیٰ وویل چې د ضم شوو ضلعو لپاره د روښان قبایل پیکج تر چتر لاندې موجود ښوونځي او روغتونونه به لا ښه او معیاري کړل شي

نورخبرونه: د پاکستان او افغانستان امن خبرو ملاتړي یو: وزیراعلی سهیل افریدي

 اسلام آباد کې مهمه غونډه:د خیبرپښتونخوا وزیراعلی سهیل افریدي ګډون نه دې کړې

د پاکستان تحریک انصاف سهیل افریدي وزیراعلی خیبر پښتونخوا جوړیدې شي که نه

Related Articles

تر هغه وخته پورې چې د افغانستان له خاورې څخه د سرحد پار تشدد لړۍ نه ودرول شي، د طالبانو د ثبات او سولې ادعاوې په عملي توګه تشې او بې اغېزې پاتې کېږي

February 7, 2026

په اسلام‌اباد کې د ځانمرګي بریدګر د افغانستان څو ځلې سفرونه ثابته شوي، امنیتي سرچینو د طالبانو واک د “ترهګرۍ مرکز” بللی

February 6, 2026

په اسلام‌اباد کې د امام بارګاه په چاودنه کې ګڼ کسان وژل شوي او ۱۶۹ نور ژوبل شوي دي

February 6, 2026

د اسلام‌اباد ښاروالۍ ادارې (CDA) په وینا، ډان نیوز د تاریخي یادگار د لیږد په اړه ناسم راپور خپور کړی، چې له امله یې خلکو ته غلط فهمي رامنځته شوې ده

February 6, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *