تازه خبرونه

 افغانستان وزارت داخله د پاکستان  د پوځ مشر  څرګندونې رد کړې او ټی ټی پی ی د  پاکستان داخلي مسئله بللې

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقانی د پاکستان امنیتي اندېښنې د ۹/۱۱ وروسته د امریکا له دریځ سره پرتله کړې
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني په خوست کې د علماوو او قومي مشرانو یوې غونډې ته وینا کړې ده

د افغانستان کورنیو چارو وزیر ټینګار کړې دې چې ټي ټي پي د پاکستان داخلي ستونزه ده او دا شخړه باید پاکستان خپل منځ کې هواره کړي

 د افغانستان د کورنیو چارو وزیرخلیفه سراج‌الدین حقاني د پاکستان د پوځ د مشر  فیلډ مارشل جنرال عاصم منیر هغه څرګندونې رد کړې دي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په افغانستان کی میشت دی او دا چی  افغانستان دی د پاکستان او ترهګرو ترمنځ د یو انتخاب وکړی

حقانی ویلي  چې دا ډول خبرې د امریکا د پخواني ولسمشر جارج ډبلیو بوش له دریځ سره ورته سمون لري، او دا موضوع باید د پاکستان داخلي مسئله وګڼل شي

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د دسمبر پر ۱۱مه، چې د خلیل حقاني د وژل کېدو له لومړۍ کال پورا کیږی ، د افغانستان ختیځ ولایت خوست ته سفر کړی دی. خلیل حقاني، چې د حقاني شبکې یو مهم غړی بلل کېده، تېر کال په همدې نېټه ووژل شو.

د یاد سفر په ترڅ کې سراج‌الدین حقاني له ځايي طالب چارواکو او امنیتي مسوولینو سره لیدنې کړي او د خلیل حقاني د کلیزې په مراسمو کې یې ګډون کړی دی

څیړونکی وایي  دا سفر نه یوازې علامتی اهمیت لري، بلکې د حقاني شبکې دننه د نفوذ، وفادارۍ او داخلي یووالي د څرګندولو هڅه هم بلل کېږي، خو بیا په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې د طالبانو دننه سیاسي او امنیتي تحرکات تر څار لاندې دي

حقانی په خوست کې د عالمانو او قومي مشرانو یوې غونډې ته هم ورغلی وو چرته   چې یې د جنرال عاصم منیر وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښود

 د پاکستان د پوځ مشر ویلي وو چې اسلامي امارت د خپله یوه  لاره غوره کړې یادې پاکستان سره شي او یا د خوارجو سره،  او دا چې په پاکستان کې وسله‌وال بریدونه د پولې له هغې غاړې تنظیم او تر سره کېږي

د حقاني په وینا، افغانان د نورو د کورونو ورانولو ته نه دي وزګار، او د پاکستان حکومت او ټي ټي پي د یو هېواد برخه دي او باید خپلې ستونزې په خپل منځ کې هوارې کړي

خو پاکستان ټینګار کوي چې دا موضوع یوازې سیاسي یا لفظي بحث نه، بلکې عملي امنیتي ستونزه ده. جنرال عاصم منیر، چې تر دې وړاندې یې په پاکستان کې یوه لوړه امنیتي غونډه کې وینا کړې وه، یو ځل بیا ټینګار کړی وو چې په پاکستان کې ترهګریز بریدونه له افغانستانه پلان کېږي، اسانتیا ورته برابریږي او عملي کېږي. د هغه په وینا، د پولې پورې غاړې ترهګري د علت او معلول مسئله ده

امنیتي پوهان وایي، تر هغه چې د ټي ټي پي مشرتابه، د روزنې مرکزونه، ناقانونه ګرځول شوی ترهګر تنظیمونه او عملیاتي اډې د افغانستان په خاوره کې فعالې وي، دا ډله د پاکستان داخلي مسئله نه شي ګڼل کېدای. دغه ارزونه په ځلونو د ملګرو ملتونو د څار ډلې او د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي د څار ادارې سیګار په راپورونو کې هم شوې ده

شنونکي دا هم وایي چې د حقاني څرګندونې د دوحې تړون له مخې د طالبانو هغه ژمنې له پامه غورځوي، چې له مخې یې باید د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي

د سیمه‌ییز ثبات له نظره، پاکستان په دوامداره توګه ویلي چې خبرې اترې ممکنې دي، خو یوازې هغه مهال چې د پولې هغې غاړې د وسله‌والو په جالو عملي او د باور وړ ګامونه واخیستل شي

د اسلام‌اباد په وینا، بې له دې، هغه څرګندونې چې موضوع کورنۍ شخړه معرفي کوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور کچه لا راټیټوي

څیرونکی خبرداری ورکوي چې په سیمه کې دوامدار ثبات به د عامه غبرګونونو پر ځای د هغو عملي اقداماتو پورې تړلی وي چې د ځمکې پر مخ له امنیتي واقعیتونو سره سمون ولري

نورخبرونه: د پاکستان دفاعي ځواکونو مشر: افغان طالبان باید پاکستان په اړه یوه لار خپله کړي

Related Articles

اکستان او اروپايي ټولنه له ۶۰ کلونو زیاتې ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې لري، دا فورم د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي اړیکو لپاره د شراکت د نوي پړاو پیل بلل کېږي

January 21, 2026

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له امریکايي رسنۍ «نیوز نېشن» سره په مرکه کې ویلي چې نه غواړي هیڅ یو امریکايي وګړی د اسلامي امارت په بند کې پاتې شي.

January 21, 2026

د کاناډا صدراعظم له منځنیو قدرتونو وغوښتل چې سره یو موټی شي، او د ټرمپ د داووس ته تر رسېدو مخکې یې د ګډونوالو له خوا په ولاړه هرکلی (ستاینلیک) ترلاسه کړ.

January 21, 2026

المجله د پاکستان پوځ رول ډیر مهم بللي او وایی چې وس دا پوځ نه صرف خپل امن او ثبات بلکه سیمه ایز او د منځني ختیز کې امن او ثبات لپاره هم خپل مهم جیوپولیټیک رول لوبوي

January 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *