تازه خبرونه

د پېښور ایف سي هېډکوارټرز پر برید کې ښکېل د ناقانونه ګرځول شوي تنظیم غړي وو

د پیښور دې برید په اړه پلټنی ښیې ځانمرګي بریدګر د یوې ناقانونه ترهګرې ډلې غړي وو او د برید نه مخکې یې څو ورځې په پېښور کې تېرې کړې وې
د خیبر پښتونخوا پیښور ،قبایلي سیمو او یو شمیر نور سیمو کې ترسره شوو بریدونو کې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې ټي ټي پي کسان ککړ موندل شوي

په پېښور کې د ایف سي هېډکوارټرز باندې ځانمرګي برید کې درې د ایف سي ځواک اهلکار شهیدان شوي وو

پېښور:  په پیښور کی امنیتي اداری وایی د پېښور پر ایف سي هېډکوارټرز د وروستي ځانمرګي برید تر شا  ترهګریزه شبکه پېژندل شوې ده

د پیښور پر ایف سي هیډکوارټر دغه ځانمرګي برید په اړه څیړنې ښایی چې به دې کې یوه ناقانونه ګرځول شوې ډله ککړه ده

تحقیقات وایی  ځانمرګي بریدګرو د برید نه مخکې څو ورځې په پېښور کې استوګنه کړې وه او په دې موده کې یې د ښار له لارو، سړکونو او امنیتي تګ راتګ سره ځانونه بلد کړي وو

 چارواکي زیاتوي چې بریدګرو ته د ځانمرګي جاکټونو برابرول او د اوسېدو اسانتیاوې د ځایي اسانتیا برابروونکو له خوا ترسره شوې وې

تفتیشي چارواکو همدارنګه ویلي چې د دې برید په تړاو تر اوسه له ۱۵۰ څخه زیات کسانو څخه پوښتنې  او پلټنې لا هم روانې دي، تر څو د پېښې ټولې اړیکې او ملاتړي په ګوته شي

یاده دی وی چې تېره میاشت د ایف سي هېډکوارټرز پیښور  پر ودانۍ د ځانمرګي برید کی دری امنیتي سرتېري شهیدان او پنځه نور ټپیان شوي وو.  په دغه پيښه کی  درې بریدګر، د ځانمرګي په ګډون، د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي وو

نورخبرونه: پیښور کې ځانمرګي برید شوې دې

Related Articles

دا ریسټورنټ د یو چینایی مسلمان چې د ابراهیم په نامه پیژندل شوې ، د یو افغان سره په ګډه چلولو

January 20, 2026

تاجکستان له افغان طالب چارواکو غوښتي چې په سرحدي سیمو کې موجود ترهګرو پر ضد سخت اقدام وکړي ځکه دا ترهګر تاجکستان لپاره لوی ګواښ دې

January 19, 2026

سرچینو ایچ ټي این ته ویلي جګړه د پاکستان او افغانستان طالبانو ځواکونو ترمنځ د ازغن تار د غځولو پر سر شوې ده

January 19, 2026

سرچینې وایی چې چاوندنه کې د چین یغور ولایت یو مسلمان وګړي ژوند له لاسه ورکړې دې

January 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *