تازه خبرونه

 د افغانستان طالبانو حکومت له روسیه څخه تیل اخستل پیل کړل

له روس څخه د تیل وړونکي کارګو اورګاړې د افغانستان هرات ولایت ته رارسیدلې دې
د افغانستان زیاتره سوداګري له پاکستان لارې کیږي خو په دې وخت کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ کړکیچ له امله دا دوه اړخیز تجارت بد اغیزمن شوې دې

اقتصاد پوهان وایی افغانستان له روسیه سره دې تجارتي تړون وروسته به د افغانستان پاکستان سره د دوه اړخیز تجارت کچه راټیټه شوي

کابل: افغانستان له روسیه څخه د تېلو د مستقیمو پېرلو عملي بهیر پیل کړی دې   


د تېلو څخه ډک یو اورګاړې  د ازبکستان او ترکمانستان له لارې د افغانستان لوېدیځ ښار هرات ته رارسیدلې دې

د سرچینو ترمخه دا  تیل‌ وړونکي اورګاړي د تیلو  وړلو ظرفیت شاوخوا ۳۰ تر ۵۰ زره ټنه تېلو پورې وي

 د افغان چارواکو په وینا، راتلونکو میاشتو کې به له روس څخه د تېلو واردات نور هم زیات شي

د سرچینو ترمخه افغانستان د ډېرې اوږدې مودې لپاره د تېلو د اړتیاوو په برخه کې عملاً پر پاکستان تکیه کوله

سرچینې وایی کوم تیل چې به افغانستان ته رسېدل، زیاتره له خلیجي هېوادونو څخه اخیستل کېدل، خو د انتقال ټول بهیر د کراچۍ بندر له لارې کېدل

په دې بهیر کې به ټولد  ګمرک، ټرانسپورټ او سرحدي چارو بشپړ واک د پاکستان په لاس کې و.

پاکستان سره د افغانستان تجارت راکمیږي: پوهان

اقتصاد پوهان وایی چې د افغانستان له روسیه سره دا اوسنی پرمختګ د افغانستان لپاره د انرژۍ په برخه کې د ځان‌بسیا کېدو یوه مهمه مرحله بلل کېږي

دا هم باید یادونه وشی چې د پاکستان سره په سرحدي سیمو کې کړکیچ وروسته افغانستان د پاکستان پرته نورو هیوادونو سره د سوداګرۍ لارو لټون پیل کړې دې

پوهان وایی که د افغانستان د نورو هیوادونو سره دا پرمختګ دوام وکړي نو افغانستان سره به د پاکستان د تجارتي ټرانزېټ رول او اقتصادي نفوذ راټیټ شي

Related Articles

تاجکستان له افغان طالب چارواکو غوښتي چې په سرحدي سیمو کې موجود ترهګرو پر ضد سخت اقدام وکړي ځکه دا ترهګر تاجکستان لپاره لوی ګواښ دې

January 19, 2026

سرچینو ایچ ټي این ته ویلي جګړه د پاکستان او افغانستان طالبانو ځواکونو ترمنځ د ازغن تار د غځولو پر سر شوې ده

January 19, 2026

سرچینې وایی چې چاوندنه کې د چین یغور ولایت یو مسلمان وګړي ژوند له لاسه ورکړې دې

January 19, 2026

یو لور ته افغان طالبان ادعاوی کوي چې افغان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کیږي خو بل لو د افغانستان په کونړ کې د ټي ټي ، جماعت الاحرار او ګل بهار ډلو کې نوې ګمارنې پیل شوي

January 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *