تازه خبرونه

  د خیبر پښتونخوا بنو سیمه به له ترهګرو  پاکه کړو: بنو پولیسو مشر

د خیبر پښتونخوا لکی مروت په سرحدي سیمو کې د پولیسو، سی ټي ډي او ولس ګډ عملیات ، ۷ ترهګر له منځه وړل شوي
د خیبر پښتنونخوا په کوزو سیمو کی ترهګریز بریدونه زیات شوي او خلک ی اندیښمن کړي دي

د خیبر پښتونخوا په بیله بیلو سیمو کې د ترهګري پیښې زیاتې شوي خو امنیي ځواکونه وایی دوی ژمن دې چې ترهګري به له منځه وړي

بنو:  د ترهګرۍ په ضد جوړه محکمه کاونټر ټیررازم ډپاړټمنټ سی ټی ډی  وايي د لکي مروت د تختي خېل او هوېد په سرحدي سیمو کې د خوارجو د شتون  اطلاعاتو وروسته د بنو او لکي مروت پولیسو، کاؤنټر ټېرورېزم ډیپارټمنټ او د سیمه‌ییزو اوسېدونکو په ګډه  مهم  عملیات ترسره کړل.چی په نتیجه کی ګنړ شمیر ترهګر وژل شوی  پولیس تر اوسه د ۷  کسانو مړی موندل تأیید کړي او نور لټون روان دی

د عملیاتو له بشپړېدو وروسته د پوليسو ډي آی جي سجاد خان خبري غونډه ته  وویل چې دغه  عملیات  نور هم پراخه شوې او په تازه کاروايانو  کې نور ترهګر هم وژل شوي دي. هغوی  زیاته کړه چې د ترهګرو د پټ ځایونو د معلومولو چارې روانې دي او ګډ ځواکونه سیمه کی د پاکې عملیات تر سره کوی

آر پي او سجاد خان وایی  چې دا یوازې یو عملیات نه دی، بلکې په سیمه کې د دايمي سولې د ټينګېدو پر لور یو مهم ګام دی. د خېبر پښتونخوا پولیس د ولس د خونديتوب لپاره هری قرباني ورکولو ته چمتو دي. ترهګر چې هر ځای وي، خپل انجام ته به ورسېږي

په عملیاتو کې د سیمې خلکو هم له پولیسو سره پورا   پورا مرسته وکړه. ځایي اوسېدونکو د مشکوکو فعالیتونو په دوامداره راپور ورکولو سره د عملیاتو د بریا لپاره مهم رول ولوبولو . هغوی واضح کړه چې د خپلې خاورې د امنیت لپاره له پولیسو سره اوږه په اوږه ولاړ دي

مهمه ده او باید یادونه وشی چې په خیبر پښتونخوا کی امنیتی ستونزی زیاتی شوی ا په امنیتی ځواکونه ، پولیس او سرکاری ودانو ترهګر بریدونه زیات شمیر کې  کیږی د پاکستان امنیتي چارواکي وایی په دې وروستیو کی په پلازمینه ښار اسلام اباد کی د ترهګریز برید ذمه وار او سهولت کار ګرفتار کړې شوي او په دغه برید کی د افغانستان خاوره کارولی شوی ده خو افغانستان دغه تورونو څخه انکار کوي

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *