تازه خبرونه

پاکستان او ازبکستان په دوه اړخیزه سوداګرۍ کې رانزدې کیږي

د سرحد چیمبر آف کامرس پلاوې ازبکستان ته تللې او د دواړو هیوادونو ترمنځ ی په سوداګریزو فعالیتونو چټک کولو ټینګار او ژمنې کړي
د پاکستان او ازبکستان سوداګرو په یو بل هیواد کې د پانګونې هوکړه کړې

د سرحد چیمبر آف کامرس او انډسټري لخوا د پاکستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا وړاندیز شوې

تاشقند / پېښور — ۱۱ نومبر ۲۰۲۵: د سرحد چیمبر آف کامرس او انډسټري  مشر جنید الطاف ویلي چې د پاکستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادی اړیکې باید د ګډو پروژو، تجارتي پلاوو د تګ راتګ او د پانګونې له متقابل فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې له لارې لا پیاوړې شي

نوموړي دا څرګندونې د بزنس اپرچونېټیز کانفرنس ۲۰۲۵ او د آر سي سي ایی  ۳۶مې نړیوالې لاسته راوړنې جایزې د مراسمو پر مهال په تاشقند کې د ازبکستان د پانګونې، صنعت او تجارت له مرستیال وزیر شخرخ غلاموف سره د لیدنې پر مهال وکړې

د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، په دغه غونډه کې د ایس سي سي ایی  مرستیال مشر  صابرحمد بنګش، د ازبکستان د چیمبر رئیس، په پاکستان کې د ازبکستان د سفارت تجارتي سلاکار علیشیر دوشچانوف، سوداګر مشران، د آر سي سي آیی    لوړپوړي چارواکي او نور ګډونوال هم حاضر وو

په غونډه کې جنید الطاف او شخرخ غلاموف د پاکستان او ازبکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ او پانګونې د ودې په امکاناتو مفصل بحث وکړ. جنید الطاف د خیبرپښتونخوا د تیل،ګیس، منرلز، قیمتي ډبرو، ګاڼو، درمل جوړونې، شاتو، فرنیچر او نورو برخو کې د بهرنیو پانګونو پراخ فرصتونه یاد کړل او د ازبک شرکتونه یې وهڅول چې د ګډو پروژو تر چترئ لاندې په دې برخو کې پانګونه وکړي

هغه ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو د چیمبرونو ترمنځ د تجارتي پلاوو تبادله او د واحد هېواد نندارتونونو تنظیم به د اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا لامل شي

د ازبکستان مرستیال وزیر شخرخ غلاموف وویل چې د دوی هېواد غواړي له پاکستان سره خپلې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لا ژورې او پراخې کړي. هغه د جنید الطاف له وړاندیزونو سره موافقه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د ازبک حکومت او چیمبرونه به په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي

د ایس سي سي آیی  رئیس جنید الطاف او مرستیال صابرحمد بنګش دا مهال د سوداګرو له یو پلاوي سره په ازبکستان کې دي، چیرې چې هغوی په درې ورځنۍ بزنس اپرچونېټیز کانفرنس ۲۰۲۵ او آر سي سي آیی  نړیوالو لاسته راوړنو جایزو کې ګډون کوي

جنید الطاف د سوداګرو ترمنځ د بي ۲ بي  غونډو کې فعاله برخه اخیستې، په بیلابیلو کنفرانسونو کې یې وینا کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره ګڼ شمېر عملي وړاندیزونه یې وړاندې کړي دي

دغه لیدنه د پاکستان او ازبکستان ترمنځ د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي همکارۍ د پراخېدو او د نوو شراکتونو د فرصتونو د لټون لپاره یو مهم ګام بلل شوی

دواړو لوریو د ګډو ګټو، سیمه ییزې همکارۍ او متقابل سوکالۍ د روحيې له مخې د سوداګریزو اړیکو د لا پیاوړتیا ژمنه وکړه

نورخبرونه

چابهار بندر: واشنګټن او نوي ډیلي بندیزونو لرې کولو اعلان کړې

د پاکستان لوړپوړو چارواکو په تاشقند کښې مهمه لیدنه

Related Articles

رسنۍ یوازې د خبر ورکولو وسیله نه ده، بلکې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره مسؤلانه راپور ورکول هم د هغې مهمه دنده ده

April 18, 2026

بنو کې د انډس لویې لارې پر امنیتي کاروان چاودنه؛ یو سرتېری شهید او درې ژوبل، ځواکونو د سیمې ناکه بندي کړې او لټون عملیات پیل کړي دي

April 18, 2026

نړیوال اقتصادي فشار کم شوی، چې د پاکستان د ډیپلوماسۍ له امله د تېلو بیې راټیټې شوې او کړکېچ کم شوی

April 18, 2026

وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب، قطر او ترکيې له بریالي سفارتي سفر وروسته هېواد ته راستون شو، چې په لیدنو کې د سیمه‌ییز سولې او دوه‌اړخیزې همکارۍ پر مهمو پرمختګونو خبرې وشوې

April 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *