تازه خبرونه

پاکستان کې د ټیکنالوجۍ انقلاب: ګوګل به هر کال ۶۰۰ زره کروم بوکسونه تولیدوي

د انفارمیشن ټیکنالوجۍ پوهان وایی چې آیی ټي په میدان کې ددې پرمختګ سره به په پاکستان کې د ځوانانو روزنه وشی چې دا به د ځوانانو په ژوند ډیر ښه اثر وکړي
د ګوګل په دې لابراتوارونه کې به ځوانان د مصنوعي ذهانت په میدان کې روزل کیږي

ددې منصوبې لاندې به د ګوګل سره د تړون له مخې په پاکستان کې د مصنوعي ذکاوت لابراتوارونه جوړېږي

اسلام آباد: د آی ټي فدرالي وزیرې شهزا فاطمه، په وینا، ګوګل به په پاکستان کې هر کال ۶۰۰ زره کروم بوکسونه تولید کړي

د دې اقدام هدف د پاکستان د ټیکنالوجۍ او تولیدي صنعت ودې ته وده ورکول دي، چې د هیواد لپاره تاریخي پرمختګ ګڼل کېږي

په دې پروژه کې ځوانانو ته روزنه، د مصنوعي ذکاوت لابراتوارونه، او اردو ډیجیټل پلیټ فارمونه شامل دي. د ګوګل، میټا، ټیک ټاک او سعودي عرب په همکارۍ سره نړیوال باور په پاکستان کې نور هم پیاوړی کېږي

د پروژې مهم ټکي

   ګوګل به په پاکستان کې هر کال ۶۰۰ زره کروم بوکسونه تولید کړي

            د هری پور فابریکه د نیشنل ریډیو او ټیلی کمیونیکیشن کارپوریشن او شخصي شرکت په همکارۍ جوړه شوې

            د ځایي تولید له لارې به صادرات او دندې نوي فرصتونه رامنځته شي

            په هری پور فابریکه کې ۶۰۰ ځوان انجینران دمخه فعالیت کوي

            د کروم بوکس صادرات به د پاکستان د ټیکنالوجۍ وقار پیاوړی کړي

            د ګوګل سره د تړون له مخې په پاکستان کې د مصنوعي ذکاوت لابراتوارونه جوړېږي

            په ښوونځیو کې به د اې آیی تعلیم معرفي شي او ځوانان به په دې برخه کې روزل کېږي

            حکومت د نصاب په برخه کې د مصنوعي ذکاوت شاملولو ګامونه پورته کوي

            میټا په اردو کې د اې آیی  پلیټ فارم معرفي کړی

            پاکستان د هغو څو هیوادونو څخه دی چې په اردو کې اې آیی لري

             شپږ سوه ۶۰۰ ځوانان او ښځینه د کروم بوکس تولید کې فعاله دي

            ګوګل به په ټول هیواد کې د آی ټي روزنې پروګرام پیل کړي چې پکې د اې آیی تمرکز شامل دی

            ډیجیټل اقدامات زده کوونکي، فری لانسران او ځوانان ځواکمن کوي.

            ټیک ټاک د سټم تعلیم لپاره ځانګړی فیډ پیل کړی

            د پاکستان ځوانان د نوښت او اختراع له لارې په نړیوالو بازارونو کې نوم لري

            پاکستان د نړیوالو ټیکنالوژۍ شرکتونو سره د نوو همکاريو په مرحله کې دی

            سعودي عرب په پاکستان کې د مصنوعي ذکاوت مرکز جوړ کړی

            پاکستانی شرکتونه کولی شي سعودي ادارو ته د ریموټ ټیکنالوژۍ خدمتونه وړاندې کړي

            د ځانګړي اقتصادي او پانګونې اسانتیا شورا سوداګریزې چارې اسانه کوي

            د نړیوالو ادارو باور د پاکستان په ډیجیټل اقتصاد کې د زیاتیدونکي رول ثبوت دی

Related Articles

د رحیمه بي بي قضیه د ځینو بشري حقونو تنظیمونو پروپاګنډ افشا کړ او پر ټولنیزو رسنیو یې سخت غبرګونونه راپورته کړل

April 18, 2026

اسټېټ بانک تصدیق کړی چې پاکستان متحده عربي اماراتو ته د ۲ ارب ډالرو واجب الادا پور بشپړ ادا کړی، او له سعودي عربستان څخه ترلاسه شوې مرستې د دې ادایګۍ زمینه برابره کړې ده

April 18, 2026

ایران د امریکا د بندیزونو وروسته د هرمز تنګی بیا د تجارتي کښتیو لپاره پرانیستی، خو هممهاله یې په دې ستراتیژیکه سمندري لاره خپل کنټرول نور هم سخت کړی دی

April 18, 2026

کارپوهان وايي د طالبانو واکمني اسلامي نه ده، بلکې غصب شوی او بې مشروع نظام دی

April 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *