تازه خبرونه

 اوویشتم ۲۷ اکتوبر د کشمیر په تاریخ کې توره ورځ

په دې ورځ د هند حکومت په جمو کشمیر کې په لکونو پوخیان په غیرقانوني ډول راداخل کړل او جنت په څیر کشمیر ی په ناحقه قبضه کړو

1 min read

د مودي حکومت له نړیوالو او بشري حقونو څخه سرغړونه کوي

هندي حکومت او پوځ د ملګرو ملتونو د قوانینو ښکاره سرغړونه کوي او تر نن ی کشمیري مسلمانانو ته د آزادۍ حق نه دې ورکړې

October 27, 2025

د جنوبي آسيا په تاريخ کې د اکتوبر ۲۷مه هغه توره ورځ ده کله چې هند د نړيوالو قوانينو او اخلاقي اصولو څخه د سرغړونې په ترڅ کې خپل پوځونه د جمو او کشمیر خاورې ته داخل کړل. د دغه ناحقه اشغال څخه نن ۷۸ کاله پوره شول، خو د کشمیري ولس د آزادۍ مبارزه لا هم په پوره مېړانه روانه ده. نن ورځ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د تورې ورځې په توګه لمانځل کېږي، څو د نړيوال ضمير پام راواړول شي او د ملګرو ملتونو ته هغه وعده یو ځل بیا وریاده کړل شي چې اوه لسیزې وړاندې يې له کشمیري ولس سره کړې وه.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پرېکړې ۴۷ (۱۹۴۸)، ۵۱، ۸۰ او ۱۲۲ کې په څرګند ډول راغلي چې د کشمیر د راتلونکې پرېکړه به د آزاد او بې پرې ټولپوښتنې (رېفرنډم) له لارې کېږي. خو هند نه يوازې دا پرېکړې رد کړې بلکې د ۲۰۱۹ کال د اګست په ۵مه يې د اساسي قانون ۳۷۰ او ۳۵ الف مادې لغوه کړې او د وادي کشمیر ځانګړې حيثيت يې ختم کړ ،  يو عمل چې هم د نړيوالو قوانينو او هم د دوه اړخيزو تړونونو ښکاره سرغړونه وه.

د بشري حقونو د نړيوالو ادارو لکه ملګري ملتونه، هيومن رايټس واچ، او اېمنسټي انټرنېشنل د راپورونو له مخې، د ۲۰۱۹ کال وروسته تر اوسه له ۸ زرو زيات کشمیريان نيول شوي، ۶۰۰ نه زيات خبريالان ځورول شوي او له ۲۳۰۰ زيات کورونه نړول شوي دي. يوازې د ۲۰۲۴ کال په ترڅ کې د بشري حقونو ادارو ۱۹۹ جعلي نښتې او له ۱۵۰ زيات  په زوره ورکیدل ثبت کړي دي.

د هيومن رايټس واچ په وينا، مقبوضه کشمیر د نړۍ له هغو سيمو څخه ده چېرته چې د هر ۱۲ کشمیري وګړو پر سر يو هندي سرتېرى ولاړ دی. دا ارقام ښيي چې وادي يو فوجي کلا ګرځېدلې ده.

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري د دې ورځې په مناسبت وويل په جنوبي آسيا کې دوامدار سوله تر هغه ممکنه نه ده څو پورې د کشمیر مسئله د ملګرو ملتونو د پرېکړو له مخې حل نه شي   

وزيراعظم شهباز شريف په دې ورځ په خپل ځانګړي بیان کې ویلي  چې د هند يوازينۍ موخه دا ده چې  د وادي د وګړو د نفوس جوړښت بدل کړي او کشمیريان اقليت وګرځوي ،  يو عمل چې د جنيوا تړون ښکاره سرغړونه ده.

په نړيواله کچه که څه هم غبرګون محدود دی، خو ورو ورو زياتېږي. د اروپايي اتحاديې پارلمان په ۲۰۲۳ کال کې د کشمیر د بشري حقونو د سرغړونو پر ضد پرېکړه تصويب کړه، او د اسلامي هېوادونو سازمان   په خپل وروستي غونډه کې د هند ګامونه  د نړيوالو قوانينو خلاف ورزي  وبلله.

خو د نړيوال ضمير وجدان لا هم په بشپړ ډول نه دی راويښ شوی. ۷۸ کاله تېر شول، خو کشمیري ولس ته هغه حق لا هم نه دی ورکړل شوی چې ملګرو ملتونو ورسره ژمنه کړې وه.

د کشمیر مبارزه اوس يوازې د خاورې يا سياست موضوع نه ده، بلکې د عدالت، پېژندګلوۍ او انسانيت د بقا جګړه ده.دا جګړه تر هغه دوام لري چې دا اراده ژوندۍ ده او یوه ورځ به خامخا د ظلم دا تياره ختمېږي او د آزادۍ لمر به راوخېژي

نورخبرونه

د لا قانونه ټي ټي پي ویاند کشمیر په اړه بیان او د هند پروپیګنډه

په قبضه شوي کشمیر د هند پوځي عملیات

پینځم اګست له هند لوري د کشمیریانو حق خوړنې ورځ ده

لس لکه هندي فوځیانو هم د کشمیریانو د آزادۍ جذبه ماته نه کړه: شهباز شریف

Related Articles

د انفارمیشن ټیکنالوجۍ پوهان وایی چې آیی ټي په میدان کې ددې پرمختګ سره به په پاکستان کې د ځوانانو روزنه وشی چې دا به د ځوانانو په ژوند ډیر ښه اثر وکړي

November 9, 2025

اسلام آباد، ۹ نومبر ۲۰۲۵: د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان او افغانستان د استانبول خبرو په اړه تفصیلي بیان خپور کړ، چې د نومبر د ۶–۷ په ورځو د ترکیې او قطر د ورور هېوادونو د منځګړتوب لاندې ترسره شوې وې

November 9, 2025

په دې ورستیو کې د پاکستان او ایران ترمنځ استنبول کې خبرې د ځنډ ښکار شوي دي

November 9, 2025

افغان طالبان وایی پاکستان څخه راستنې شوې افغان کورنیو سره مالي مرستې هم کوو

November 9, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *