تازه خبرونه

دوحه تړون: له افغانستان خاورې په پاکستان بریدونو کم شوي

دفاعي او سیاسي شنونکي وایی چې د دوحه تړون وروسته ښایی د قطر او ترکیه لوري په افغان طالبانو فشار راغلې وی او دا ځکه د ټي ټي پي لوری پاکستان کې بریدونه هم کم شوي دي

1 min read

پاکستان په دوام دار ډول افغان طالبانو ته ثبوتونه وړاندې کړي وو چې ټي ټي پي د پاکستان په ضد پلانونو وروسته پاکستان کې بریدونه کوي

دفاعي شنونکي باوري دي که قطر او ترکي په افغان طالبانو فشار راوړي نو دوی کولې شی د ټي تي پي ډله دې ته مجبوره کړي چې د افغان خاوره د پاکستان په ضد وکاروي

October 23, 2025

د قطر په پلازمینه دوحه کې په ۱۸م اکتوبر د پاکستان او افغانستان د سولې مذاکراتو وروسته، په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو کچه په څرګند ډول راټیټه شوې ده۔ د پاکستان تر ټولو ستره اندېښنه لا هم د تحریک طالبان پاکستان   ډله ده، چې د راپورونو له مخې د افغانستان له خاورې څخه د سرحدي بریدونو لپاره کار اخلي

د پاکستان متحدین، په ځانګړي ډول قطر او ترکیه، پر افغان حکومت فشار راوړي چې د دغې ډلې پر ضد مؤثر اقدام وکړي۔ دواړو هېوادونو د دوحې په مذاکراتو کې د منځګړیتوب رول ولوباوه او د راتلونکي غونډې لپاره یې د اکتوبر ۲۵مه نېټه د استانبول په ښار کې اعلان کړې ده

د دوحې له خبرو وروسته، پر افغان حکومت فشار زیات شوی چې  د ټي ټي پي  او نورو تندروه ډلو پر ضد عملي او سخت ګامونه پورته کړي۔ که څه هم لوی ترهګریز بریدونه کم شوي، خو لا هم د وړو بریدونو او تندلارو ډلو شتون یو جدي امنیتي ننګونه ده۔ د څېړونکو په باور، که د افغان طالبانو له لوري ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان  پر ضد واقعي اقدام ونه شي، نو د سولې تړون بریالیتوب پر ځای د ناکامیدلو  له خطر سره مخ کېدای شي

د مذاکراتو وروسته په پاکستان کې کوم لوی برید نه دی ثبت شوی، خو د راپورونو له مخې، په شمالي وزیرستان د میرعلي په سیمه کې د یوې حملې پر مهال د امن کمېټې شپږ غړي ژوندي سوځول شوي دي۔ که څه هم دغه برید ټي تي پي نه دې منلې خو بیان هم  د دوحه مذاکراتو وروسته داسې بده پیښه مخې ته راتلل د اندیښنې وړ خبره ده او دا ښایی چې ترهګر نه غواړي په دا سیمه کې امن او ثبات وي

د دفاعي چارو شنونکي وايي، د وروستیو سرحدي نښتو پر مهال پاکستان د افغانستان دننه د تحریک طالبان پاکستان او تحریک طالبان غزنی پر مرکزونو هوایي بریدونه کړي، چې پکې د دغو ډلو د دوهمې کچې مشران وژل شوي دي۔ د دوی په وینا، د مشرتابه دا تلفات ښايي د دغو ډلو پر فعالیتونو ژور اغېز وکړي

کارپوهان دا هم وايي، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ وروستي مذاکرات او ګډې هڅې د سیمې د ثبات او سولې لپاره یو مهم ګام دی۔ که د افغان طالبانو حکومت د ناقانونه ګرځول شوو ډلو پر ضد جدي اقدامات وکړي، نو تمه ده چې په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو کچه لا نوره هم راکمه شي

دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې د قطر حکومت له لوري په ۱۹اکتوبر خپره شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي دي د دوحه خبرو وروسته دوی هیله من دي چې د پاکستان او افغانستان دوه ګاونډي او ورونړه هیوادونه به په سرحدونه امن او ثبات ته وده ورکړي او دا دواړه هیوادونه به یو داسې بنسټ کیدي او ګامونه به واخلي چې د سیمې په سوله او ثبات باندې به تمام شي

نورخبرونه

دوحه مذاکرات: کله چې یو لوري ځواک وکارول شی نو بیا ډیپلو میسي کارکوي: کارپوهان

پاکستان ولې مجبور شو چې له افغانستانه د ټي تي پي بریدونو ته غبرګون وښایی

د شخړې بنسټ: د ټي ټي پي لوري افغان خاوره د پاکستان په ضد کارول

Related Articles

د انفارمیشن ټیکنالوجۍ پوهان وایی چې آیی ټي په میدان کې ددې پرمختګ سره به په پاکستان کې د ځوانانو روزنه وشی چې دا به د ځوانانو په ژوند ډیر ښه اثر وکړي

November 9, 2025

اسلام آباد، ۹ نومبر ۲۰۲۵: د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان او افغانستان د استانبول خبرو په اړه تفصیلي بیان خپور کړ، چې د نومبر د ۶–۷ په ورځو د ترکیې او قطر د ورور هېوادونو د منځګړتوب لاندې ترسره شوې وې

November 9, 2025

په دې ورستیو کې د پاکستان او ایران ترمنځ استنبول کې خبرې د ځنډ ښکار شوي دي

November 9, 2025

افغان طالبان وایی پاکستان څخه راستنې شوې افغان کورنیو سره مالي مرستې هم کوو

November 9, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *