تازه خبرونه

د پاکستان ضد بیانیه: د پي ټي ایی پخوانۍ ښځینه ایم این اې په ضد  لوی قانوي اقدام

د پاکستان تحریک انصاف مشرې شاندانه ګلزار د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف جعلي انځور او نور غلط معلومات په سوشل میډیا خپاره کړې وو، وس د هغې په ضد قانوني اقدام کیږي
د پاکستان تحریک انصاف مشرې د دولت ضد د دروغو خبرونه خپاره

د پاکستان تحریک انصاف پخوانۍ ښځینه ایم این اې شاندانه ګلزار په سوشل میډیا د دولت ضد کرکه خپرونکي مواد خپاره کړي

 د ملي سایبر جرمونو د څېړنې ادارې ،نیشنل سایبر کرایمز انوسټیګیشن ایجنسي، د پاکستان تحریک انصاف  پخوانۍ ښځینه پارلماني غړې شاندانه ګلزار خان پر ضد د سایبر جرمونو د قانون  پیکا ۲۰۱۶  له مخې رسمي مقدمه ثبت کړې ده۔

د راپورونو له مخې، د نوموړې پر ضد د مقدمې شمېره ۲۹۶/۲۰۲۵  لاندې مقدمه درج شوې ده، چې پکې د دولت ضد موادو خپرولو، د فکري نفرت خپرولو او دروغجنو خبرونو د خپرولو له لارې د خلکو بې‌باوري رامنځته کولو تورونه شامل دي۔

د څېړنو پر بنسټ، شاندانه ګلزار خان د ټولنیز رسنیو له پلېټفارم “ایکس” (پخوانی ټویټر) څخه په استفادې ګڼ شمېر جعلي او ګمراه کوونکي پوسټونه او ویډیوګانې خپرې کړې دي۔

په دې موادو کې د دولتي ادارو پر ضد تاوتریخوالې پاروونکي څرګندونې، د قومي او ژبنۍ کرکې هڅونه او همدارنګه د پاکستان له وزیراعظم سره تړلې دروغجنې ادعاوې شاملې وې۔

د راپور له مخې، شاندانه ګلزار خان یو جعلي انځور خپور کړی و، چې پکې دا دروغجنه ادعا شوې وه چې د پاکستان وزیراعظم له د اسراییلو له وزیراعظم سره لیدلي دي۔ چارواکي وایي، دې دروغجن خبر د خلکو ترمنځ ویره، ګډوډي او د دولتي ادارو پر ضد بې‌باوري خپره کړه۔

د څېړنو له نتیجو څرګنده شوې چې نوموړې په شعوري توګه د فېک نیوزیعني جعلي خبرونو له لارې د دولت ضد بیانیه خپره کړې ده۔ د دې پر بنسټ د هغې پر ضد د د ۲۰۱۶ کال د الکترونیکي جرمونو د مخنیوي قانون پیکال د ۱۱، ۲۰ او ۲۶-اې مادو له مخې مقدمه درج شوې ده۔

سرچینې وایي، چارواکي اوس هڅه کوي او پلټنې ی پیل کړي دي  چې د دې دولت ضد کمپاین تر شا نور کسان او د هغوی احتمالي مرسته‌کوونکي هم وپېژني

نورخبرونه

د پاکستان تحریک انصاف  نوي وزیراعلی لومړې وینا ددې ګوند د دوه مخې پالیسۍ ښکارندوی ده

Related Articles

پاکستان د ضد ترهګرۍ عملیاتو پر مهال د ملکي تلفاتو د راپورونو پر نیوکو سربېره د سرحدي ترهګریزو پټنځایونو ټینګار وکړ

March 8, 2026

د رحمت الله نبیل د څرګندونو وروسته د پاکستان د امنیت او اتومي تګلارې په اړه بحثونه ډېر شوي او شنونکي پرې قوي غبرګون ښودلی

March 8, 2026

په کابل کې افغان ښځو د ښځو د نړیوالې ورځې دمخه د طالبانو پر ضد احتجاجونه وکړل او پر دیوالونو یې لیکنې وکړې

March 8, 2026

په وان او لاکي مروت کې درې جلا بریدونه ۱۳ کسان ووژل او څو لسګونه نور ټپیان کړل؛ امنیتي ځواکونه پېښې څېړي

March 8, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *