تازه خبرونه

هند په کابل کې خپل سفارتي تخنیکي ماموریت د سفیر کچې ته لوړ کړې

په دې وروستیو کې امیر خان متقي نوي ډیلي ته د سفرپر مهال هندي چارواکو اعلان کړې وو چې دوی په کابل کې د خپل سفارتي تخنیکي مشر د سفیر کچې ته د لوړولو اعلان کوی
ملګري ملتونه او نور نړیوال د خیرښیګړې سازمانونه باید افغانستان سره مرستې وکړي ځکه په دې سیمې کې د ژمي ساړه هم پیل شوي دي

هندي مرستیال جې شنکر افغان بهرنیو چارو وزیر متقي سره د هند په وروستي سفر او ددې سفر په پایلو هم ټینګار کړې

هند د افغانستان په پلازمېنه کابل کې خپل تخنیکي مأموریت ته په رسمي توګه د سفارتخانې درجه ورکړې ده او په کابل کې ی په رسمي توګه سفیر ټاکلې او یو ځل بیا فعال کړې دې.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، دا پرېکړه د افغان د بهرنیو چارو د وزیر د وروستي سفر پر مهال د شوې موافقې پر بنسټ شوې ده.

وزارت ویلي، د دې اقدام هدف دا دی چې د هند او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې شي. په بیان کې ویل شوي چې دا ګام د هند هغه ژمنتیا څرګندوي چې غواړي له افغانستان سره په هر ډګر کې متقابلې اړیکې پراخې کړي

په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې د کابل سفارت به اوس د افغانستان د هر اړخیز پرمختګ، بشري مرستو، او د ظرفیت لوړولو پروژو کې د هند مرسته نوره هم پراخه کړي. دا ټول فعالیتونه به د افغان ولس د اړتیاوو او لومړیتوبونو سره سم وي.

هندي حکومت ویلي چې کابل کې د تخنیکي مأموریت د سفارتخانې په سطحه د بدلون پرېکړه د افغان د بهرنیو چارو وزیر د نوي ډیلي د سفر پر مهال شوې وه، چې دواړو هېوادونو د نوې کچې همکارۍ پر پیل اتفاق وکړ.

سرچینې وايي، هند نه یوازې خپل دیپلوماتیک حضور لوړ کړی، بلکې له افغانستان څخه هم ورته اقدام ته تمه لري.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا بیا رغونه د هند او افغانستان د لرغونو اړیکو د نوي کولو او د افغانستان د راتلونکې د جوړولو په لور د همکارۍ یو څرګند نښه ده

یاده دې وي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، هند په کابل کې خپل ډېری دیپلوماتان بېرته راستانه کړل، خو اوس دا پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سفارتې اړیکو د بیا پیل یوه مهمه مرحله بلل کېږي.

Related Articles

د قامي امن پیغام کمیټۍ مشرانو نن ډي جي ایی ایس پي آر سره مهمه لیدنه کړې ده او په هیواد کې روان د ترهګرۍ پر ضد ی د ریاست بیانیه کولو باندې هوکړه کړې ده

January 13, 2026

په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان سپین وام سیمه کې دا نوې د پولیو رنځ کیس مخې ته راغلې دې،ټول پاکستان کې تیر کال ۲۰۲۵ کې پولیو مثبت کیسونه ۳۱ راپور شوي

January 13, 2026

پاکستان حکومت افغان سوداګرو له اجازه ورکړې چې خپل بند تجارتي توګو ډک کانټینر له نورو بندرونو څخه افغانستان ته راوړي

January 13, 2026

داسې اطلاعات راغلي دي چې د افغانستان طالبانو حکومت د ډالرو په بدل کې د بګرام هوایی ډګر امریکا ته ورسپارلې دې

January 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *