تازه خبرونه

سهیل افریدي د ټرائبل میډیکل کالج او ټرائبل یونیورسټي آف ماډرن ساینس جوړولو اعلان کړې

د خیبر پښتونخوا نوي ټاکل شوي وزیراعلی سهیل افریدي په مشرۍ کې نن د صوبایی کابینې لومړې غونډه شوې او مهم اعلانونه ی کړي
..... وزیراعلی سهیل افریدي سرکاري افسرانو ته لارښوونه کړې چې په اصلي معنو کې د اولس خدمت وکړي

وزیراعلی سهیل افریدي له وفاق څخه غوښتنه کړې ده چې باید د صوبې فنډونه زر جاري کړي چې په دې صوبه کې پرمختیایی کارونه مخ په وړاندې لاړ شي

نن د ګل په ورځ د خیبرپښتونخوا نوي ټاکل شوي وزیراعلی سهیل افریدي په مشرۍ کې د کابینې لومړې غونډه ترسرپه شوي، په غونډه کې د وزیراعلی لوري مهم اعلانونه او پریکړې وشوې

وزیراعلی سهیل افریدي  اوویل چې وفاق باید دې خیبر پښتونخوا د اولس د قربانیو احساس وکړو، زیاته ی کړه چې وفاقي حکومت زمونږ د صوبې فنډونه په وخت جاري کړې ، وې ویل که وفاق زمونږ فنډ زر راکړي نو مونږ به ددې قابل شو چې په صوبه کې پولیس ځواک پیاوړې کړو او د ترهګرۍ په ضد مبارزه وکړو

 وزیراعلی اوویل او پولیس ته ی لارښوونه وکړه چې  پولیس په هیڅوک هم د بدل اخستلو لپاره نه نیسي او نه به د کوم زده کوونکي پر ضد ایف آیی ار او نه به د شخصي انتقام اخستلو لپاره ایف آیی آر درج کیږي

 د تعلیم په میدان کې مهم اعلان

وزیراعلی سهیل افریدي د ضلع خیبر څخه ټاکل شوي د لومړي  وزیراعلی په توګه د کابینې په لومړۍ غونډه کې یو مهم اعلان وکړو،  نوموړي د ټرائبل میډیکل کالج او د ټرائبل یونیورسټي آف ماډرن ساینسز د جوړولو اعلان  وکړو او  د شهید  ارشد شریف په نوم ی د یونیورسټي آف انویسٹیګیټیو اینډ ماډرن جرنلزم جوړولو اعلان هم وکړو.قبایلي سیمو مشرانو ، ځوانانو او زده کوونکو د ځوان وزیراعلی سهیل افریدي ددې اعلان هرکلۍ کړې دې  

 هغه اوویل او ټینګار ی وکړو چې د خیبر پښتونخوا پولیس باید د پنجاپ پولیسو په څیر نه وي، پولیس ته ی لارښوونه کړې چې باید په زندانیانو باندې تشدد و نه کړې شي، زیاته ی کړه چې په پولیس کې به هیڅ کوم سیاسي مداخلت نه کیږي ،پولیس ته ی لارښوونه وکړو چې باید د پولیسو په ضد هم کوم شکایت را نه شي

 هغه اوویل چې په صوبایی هاوسینګ سکیمونو کې باید د پولیسو او مطبوعاتو لپاره جلا جلا ودانۍ جوړې شي، وې ویل چې له وفاقي وزارت داخله لوري چې کوم مرمۍ ضد موټرې ورکړل شوي، دا ډیر زاړه او ناقص دي، زیاته ی کړه دا د خیبر پښتونخوا د پولیسو سپکاوې دې او دا باید واپس واخستل شی

 پخوانیو وزیرانو ته سیکوریټي واپس ورکړل شوه

وزیراعلی لارښوونه وکړه چې د صوبې پخوانیو وزیرانو څخه اخستل شوې سیکوریټي باید دوی ته واپس ورکړل شي ترڅو ددوی ژوند خوندي شي او دوی ته احترام ورکړل شي

 په غونډه کې وزیراعلی ته د ګوډګورننس روډ میپ په اړه بریفنګ ورکړل شو، د ګډګورننس روډ میپ په اړه پرمختګ او د امن و امان عمومي وضعیت ته هم کتنه وشوه

 وزیراعلی اوویل چې د فرورې به ۸مه د خیبر پښتونخوا د اولس میډیټ د غلا کولو هڅه هم وشوه، زیاته ی کړه چې زه د پولیسو او د صوبې بیوروکریسي چې د فشار پرته ی د اولس مینډیټ خیال وساتل، دا ی هم څرګنده کړه چې ځینې دولتي افسرانو فشار و نه زغملو او د خلکو مینډیټ ی و نه ساتل شو، چیف سیکرټري ته ی لارښوونه وکړه چې داسې افسران اوپیژني او ددوی په ضد اقدم وکړي

د کرپشن په ضد د صفر زغم پالیسي

وزیراعلی اوویل چې په صوبه کې د کرپشن په ضد د زیرو ټالیرینس پالیسي ی خپله کړه او نافذه کړې ده او له هیڅ کوم اهلکار لوري کرپشن به و نه زغمل شی او په ضد به ی اقدام وشي

وې ویل او لارښوونه ی کړه چې کوم سرکاري افسر څخه څوک مطمین نه وي نو د هغه په ضد به اقدام وکړي، زیاته ی کړه چې په صوبه کې به د ۳ ایم پی او لاندې کوم وګړي په ضد اقدام نه کیږي

نورخبرونه

افغان پالیسۍ ته باید بیا کتنه وشي، ټول عوامي نمایندګان دې اعتماد کې واخستل شي: سهیل افریدي

د خیبرپښتونخوا نوي ټاکل شوي وزیراعلی سهیل افریدي سوګند پورته کړو

Related Articles

د بلوچستان حکومت پراخ امنیتي او حکومتي اصلاحات پیل کړي، چې پکې استخباراتي عملیات، قانوني بدلونونه او ډیجیټل کول شامل دي

February 8, 2026

دا راپور د ځانمرګي ترهګرۍ روانشناسي ته ژوره کتنه کوي، څرګندوي چې بریدګر څنګه د نظریاتو، روزنې او پلان جوړونې له لارې ځانمرګي برید ترسره کوي، او ولې د ټولنیزو رسنیو ګمراه کوونکي ادعاوې د عامه پوهې د ګډوډۍ سبب ګرځي

February 8, 2026

د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وايي چې په خیبرپښتونخوا کې په عملیاتو کې د اسلام آباد د امام بارګاه د ځانمرګي برید اصلي ماسټرماینډ او څلور همکاره کسان نیول شوي دي

February 8, 2026

د پاکستان علماو شورا مشر طهیر محمود اشرفي د ترلای امام بارګاه برید غندلی، د ترهګرۍ پر ضد د یووالي غږ کړی او د افراطیت رد یې بیا تائید کړی

February 8, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *