تازه خبرونه

 سوات کې خونړې پیښه: د یوې کورنۍ ۱۵ غړو ژوند له لاسه ورکړ

د خیبر پښتونخوا سیلګرې سیمې د سوات په موټر وې ټنل نمبر ۳ باندې خونړې ټریفک پیښې له امله د یوې کورنې ۱۵ غړي له منځه تلي
د سوات په موټر وې او یو شمیر نورو لویو سرکونو باندې د ګاړو د تیزرفتار له امله داسې بدې پیښې رامنځته کیږي

د سوات د ریسیکو ټیم اهلکار د پیښې ځای ته رسیدلي ، مړي او ټپيان ی روغتون ته رسولې دي

د خیبر پښتونخوا د سیلګرۍ په سیمه سوات موټروې باندې یوه بده او  خونړۍ د ټریفک پیښه رامنځته شوې دې، د سرچینو ترمخه په دې پیښه کې  د يوې کورنۍ ۱۵ کسان مړه او ۸ ټپيان شوی دي

د بشپړه تفصیلاتو ترمخه د سوات په موټر وې دریم تونل ترڅنګ یوه بده  پېښه رامنځته شوې، چې پکې يو ګاړې چې  د سوات ګبرال سيمې یو خانه بدوش خاندان غړي پکې سپاره وو د ټریفک پیښې سره مخ شو، د سرچینو ترمخه ۱۵ د کورنۍ غړي چې نارینه ،ښځینه او ماشومان پکې شامل وو ژوند له لاسه ورکړې دې او نور ۸ غړی ټپیان شوي دي.  

د پېښې له رامنځته کیدو وروسته  د ريسكيو ۱۱۲۲ ملاكنډ طبي ډله  د  د پېښې ځای ته ورسېده. د پېښې په ځای کې موټروې پوليس او نور عمله هم موجود وو، چې د ژغورنې په عملياتو کې یې برخه واخيسته او د خانه بدوش خاندان نور ټپیان غړي ی وژغورل او رغتون ته ورسول

د ریسیکو ۱۱۲۲ ملاکنډ ټیم ترمخه دوی له پیښې سره مخ ګاړي څخه د خانه بدوش خاندان نور ټپیان را اوویستل ،ددوی ژوند ی بچ کړل او روغتون ته ی ورسول

نورخبرونه

سوات کې د ترهګرې پیښه: پولیو کمپاین ساتونکې لیوي اهلکار شهید کړې شو

Related Articles

که دولت د پرمختیايي پروژو ترڅنګ د ځوانانو فکري ساتنه او سمې معلوماتو برابرولو کې پاتې راشي،

February 14, 2026

دغه اعتراف د طالبانو هغه اوږدمهاله ادعا رد کړه چې هغوی یې هڅه کوله نړیوالو ته دا انګېرنه ورکړي چې د دوی او القاعده په څېر سازمانونو ترمنځ اوس نور هېڅ اړیکه نشته

February 14, 2026

د بلوچستان او خیبرپختونخوا وروستیو بریدونو ته په اشاره، هغه د ملکي وګړو، تاسیساتو او امنیتي ځواکونو د هدف ګرځولو غندنه وکړه. هغه وویل چې ترهګرۍ ته هیڅ توجیه نشته او هغه عناصر چې د دې لپاره نرم دریځ لري، په حقیقت کې ملي یووالي ته زیان رسوي

February 14, 2026

بنګله‌دیش له یوه لوی بحران سره مخ شوی او ټاکنې ترسره شوي دي، او واک لېږد روان دی. هغه ګوند چې تر پرون پورې په حسینه واجد د شکنجې په حجرو کې وژل کېده، اوس د دویمې سترې ځواک په توګه را څرګند شوی دی.

February 14, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *