تازه خبرونه

سوات کې د ترهګرې پیښه: پولیو کمپاین ساتونکې لیوي اهلکار شهید کړې شو

وفاقي وزیر انجنیر امیرمقام د ترهګرې دې پیښې په سختو ټکو کې غندنه کړې ده

1 min read

وفاقي وزیر امیرمقام ویلي دي چې د اغیزمنې کورنۍ سره به بشپړه مالي مرسته وشي

وفاقي وزیر انجنیر امیرمقام شهید کړې شوې لیوي اهلکار خاندان سره خواشیني څرګنده کړې ده

October 14, 2025

پیښور: د خیبر پښتونخوا په سوات کې د ترهګرۍ پیښه شوې ده، د مټې تحصیل د لرې پرتو سیمو انزر تنګې او بیاکن کې د پولیو ټیم پر موټر ډزې شوې دي، د پولیو ټیم سیکوریټي لپاره لیوي اهلکار په دې پیښه کې شهید شوې ،د سرچینو ترمخه د شهید شوي اهلکار عبدالکبیر مړې د متي روغتون ته رسول شوې دې.

وفاقي وزیر انجنیر امیرمقام د پیښې غندنه کړې

وفاقي وزیر انجنیر امیرمقام په خپل بیان کې ویلي دي چې د ترهګرۍ دا پیښه د غندنې وړ ده، هغه ویلي چې په سوات کې د پولیو په ټیم دا پیښه په سختو ټکو کې غندي .

انجینر امیر مقام د لیویز فورس د زړور اهلکار عبد الکبیر د شهادت په اړه د عقیدت او درناوي څرګندونه وکړه او ویې ویل چې هغه څوک چې د هیواد د ماشومانو د روغتیا لپاره د خپل ژوند قرباني ورکوي، دوی ددې قوم اصلي اتلان دي. ده زیاته کړه، “ترهګر عناصر د ملت د ماشومانو له راتلونکې سره لوبې کوي، خو موږ به د هغوی هڅې  هېڅکله بریالۍ نه‌کړو، اغیزمنې کورنۍ سره د بشپړه مالي مرستو ژمنه وکړه .

په خیبرپښتونخوا کې اپریشن اجازه نه ورکوو: وزیراعلی علي آمین ګنډاپور

خیبر پښتونخوا کې ترهګري: د ترهګرۍ پیښو مهم رپورټ جاري شوې

Related Articles

د انفارمیشن ټیکنالوجۍ پوهان وایی چې آیی ټي په میدان کې ددې پرمختګ سره به په پاکستان کې د ځوانانو روزنه وشی چې دا به د ځوانانو په ژوند ډیر ښه اثر وکړي

November 9, 2025

اسلام آباد، ۹ نومبر ۲۰۲۵: د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان او افغانستان د استانبول خبرو په اړه تفصیلي بیان خپور کړ، چې د نومبر د ۶–۷ په ورځو د ترکیې او قطر د ورور هېوادونو د منځګړتوب لاندې ترسره شوې وې

November 9, 2025

په دې ورستیو کې د پاکستان او ایران ترمنځ استنبول کې خبرې د ځنډ ښکار شوي دي

November 9, 2025

افغان طالبان وایی پاکستان څخه راستنې شوې افغان کورنیو سره مالي مرستې هم کوو

November 9, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *