تازه خبرونه

 د وزیراعلی څوکۍ څخه مې استعفا د وفادارۍ پر بنسټ ورکړې ده: علي آمین ګنډاپور

د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي دفتر تصدیق کړې دې چې د علي آمین ګنډاپور استعفا د هغوی دفتر اړوند اهلکار ترلاسه کړې ده
علي آمین ګنډا پور په استعفا کې ویلي دي چې زه تصدیق کوم چې ما د وزیراعلی په توګه استعفا ورکړې ده

د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي دفتر تصدیق کړې دې چې د علي آمین ګنډاپور استعفا د هغوی دفتر اړوند اهلکار ترلاسه کړې ده

پېښور: د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي د علي امین ګنډاپور د استعفا د ترلاسه کولو پخلی کړې دې او ویلي دي چې د هغوی دفتر د علي آمین ګنډاپور استعفا ترلاسه کړې ده

دلته مهمه ده او باید چې اوویل شي چې علي آمین ګنډا پور په استعفا کې لیکلي دي: زه تصدیق کوم چې ما د وزیراعلیٰ د منصب څخه په خپله خوښه استعفا ورکړې ده، او دا پرېکړه مې د وفادارۍ پر بنسټ کړې ده

د ګورنر خیبر پښتونخوا دفتر ته نن د وزیراعلیٰ علي امین ګنډاپور لاسلیک شوې استعفا وسپارل شوه، چې دا استعفا د وزیراعلیٰ د ځانګړي سلاکار برېګېډیر (ر) مصدق عباسي له‌خوا د ګورنر هاوس ته وړل شوې وه

مصدق عباسي استعفا د ګورنر هاوس د یو ذمه وار    چارواکي ته وسپارله، چا چې هغه رسمي ډول ترلاسه کړه او د ترلاسه کولو رسید یې هم ورکړه. د رسید پر نقل ی  د ماسپښین دوه نیمې بجې وخت لیکل شوی دی

د خیبرپښتونخوا والي فیصل کریم کنډي ویلي دي چې نن د ماسپښین دوه نیمې بجې د وزیراعلیٰ له لوري ی په لاس لیکل شوې استعفا ترلاسه شوې ده، چې پرې د ۱۱م  اکتوبر نېټه لیکل شوې ده. هغه زیاته کړه چې استعفا به د قانوني او اداري مرحلو له بشپړېدو وروسته عملي شي

ګورنر فیصل کریم کنډي اوویل زما قانوني ټیم به د استعفا آئیني او قانوني اړخونه وڅېړي، او له ارزونې وروسته به پرې د قانون او آئین له مخې پریکړه وشي

مهمه ده چې یادونه وشی چې په دې وروستیو کې د پاکستان تحریک انصاف جنرل سیکرټري اکرم راجا رسنیو ته ویلي وو چې د خیبر پښتونخوا وزیراعلی علي آمین ګنډاپور د څوکۍ څخه لرې کولې شي او بیا ی د صوبایی وزیر سهیل افریدي نوم اخستې وو چې د پي ټي آیی بنسټ ګر عمران خان د نوي وزیراعلی لپاره سهیل افریدي نومولې دې.

نورخبرونه

د پاکستان تحریک انصاف سهیل افریدي وزیراعلی خیبر پښتونخوا جوړیدې شي که نه

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *