تازه خبرونه

پیښور کې د ترهګرۍ پیښه شوې ده

د پیښور ارمړو پولیس تاڼي ایس ایچ او د نامعلومه وسله والو په ډزو ټپي شوي ې

1 min read

د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو اولس غوښتنه کوي چې حکومت دې د ترهګرو په ضد ګوټلي ګامونه پورته کړي

د خیبر پښتونخوا په بیله بیلو سیمو کې د ترهګرۍ پیښې زیاتې شوي دي

October 6, 2025

پیښور: د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار کې یوه بده د ترهګرۍ پیښه شوې ده، د سرچینو او د روغتون سرچینو ترمخه  د ارمړ تاڼې ایس‌اېچ‌او د نامعلومو کسانو په ډزو ټپي شوی.

سرچینو ویلي دي چې د پېښې وروسته ټپي شوی ایس‌اېچ‌او د لېډي ريډنګ روغتون (اېل‌ا‌ر‌اېچ) ته رسول شوی دی،  د روغتون ادارې د ټپي کېدو پېښه تأييد کړې ده. .

د اېل‌ا‌ر‌اېچ وياند د مالوماتو له مخې، ایس‌اېچ‌او ارمړ ته يوه مرمۍ لګېدلې ده او دا مهال په عملېاتي خونه کې د هغه درملنه روانه ده .

دلته ددې خبرې باید یادونه وشی چې په دې وروستنیو کې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان لوري یو راپور خپور شوې وو چې پکې د خیبر پښتونخوا او د ضم قبایلي ضلعو کې ترسره شوو بریدونو په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

په دې خپور راپور کې ی د خیبر پښتونخوا په ضم قبایلي سیمو جنوبي وزیرستان، شمالي وزیرستان، بنو، باجوړ او په ضلع خیبر  کې ی  د  الخندق عملیات له لارې یو شمیر بریدونه ترسره کړي دي، په راپور کې ی ویلي وو چې دې په یادو سیمو کې ۶ بریدونه  ترسره کړي چې پکې ی مالي او ځاني زیان اړولې دې، په راپور کې وایی چې جنوبي وزیرستان کې ۲ ، شمالي وزیرستان کې ۱ ، بنو کې ۱ ،باجوړ کې هم یو او په ضلع خیبر کې ی هم یو برید ترسره کړې.

د ضلع خیبر په تیراه سیمه باړه تحصیل کې ی د یو برید په اړه راپور ورکړې وو چې په ترڅ کې ی د دربي خیل په سیمه  کې په یو امنیتي پوسته د سنایپر په برید کې یو پوځي اهلکار له منځه وړې وو.

دا مهمه ده او باید یادونه وشی چې د نن پيښور ارمړو پولیس ایس ایچ او باندې د برید په اړه کومې وسله والې ډلې لاتراوسه پورې ذمه واري نه ده منلې .

نورخبرونه

ترهګرې ډلې تحریک طالبان پاکستان مهم راپور خپور کړې

Related Articles

د انفارمیشن ټیکنالوجۍ پوهان وایی چې آیی ټي په میدان کې ددې پرمختګ سره به په پاکستان کې د ځوانانو روزنه وشی چې دا به د ځوانانو په ژوند ډیر ښه اثر وکړي

November 9, 2025

اسلام آباد، ۹ نومبر ۲۰۲۵: د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان او افغانستان د استانبول خبرو په اړه تفصیلي بیان خپور کړ، چې د نومبر د ۶–۷ په ورځو د ترکیې او قطر د ورور هېوادونو د منځګړتوب لاندې ترسره شوې وې

November 9, 2025

په دې ورستیو کې د پاکستان او ایران ترمنځ استنبول کې خبرې د ځنډ ښکار شوي دي

November 9, 2025

افغان طالبان وایی پاکستان څخه راستنې شوې افغان کورنیو سره مالي مرستې هم کوو

November 9, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *