تازه خبرونه

سوات کښې په اوچتو سیمو واورې شوي، هوا ډیره یخه شوې

سوات مختلف برخو کښې باران، ګبين جبه سيمه کښې ږلۍ شوي،د بجلۍ او ټريفک نظام بد اغیزمن شوې

سوات کښې د ګرمۍ زور مات شو،په غريزو سيمو د ژمي د موسم وړومبې واوره واريدلې ده،باران او ږلۍ له امله موسم يخ شوے

که يو خوا د خېبرپښتونخوا د ميداني علاقو هواګانې يخې شويدي،د ګرمۍ زور کښې کمې راغلې دے نو بلخوا د خیبر پښتونخوا په غريزو سيمو باندې واوره واريدو سلسله هم شورو شويده، د سوات په برني علاقو کښې په غرونو د ژمي  د موسم وړومبې برفباري شويده،د کالام او اتروړ په غرونو واره وريدل شورو شويدي چې لوجې ئې د دې سيمو موسم يخ شوېدے ،د مينګورې پشمول د سوات په مختلف برخو کښې باران هم واريدلې دے،د سيلګرۍ مقام ګبين جبه کښې باران سره ږلۍ هم شوي وه چې لوجې ئې دې علاقې ته تلونکي سړک بند شوي وو وروستو مقامي انتظاميې روډ صفا کړې وو۔ د تيزو هواګانو او باران لوجې د بجلۍ ګڼ شمير فيډرې ټريپ شويدي او د بجلۍ سپلائي متاثره شويده  بلخوا ګلګت بلتسان کښې بابوسراو نورو غرونو باندې د ژمي د موسم وړومبې واوره واريدلې ده  او ګڼ شمير سيلګرو د ګلګت بلتستان مخه کړيده ۔

نورخبرونه

د سوات په بيله بيله سيمو کې ږلى شوى ده

Related Articles

دا پوښتنه خپل ځای لري چې ولې حکومت او دولتي ادارې د دې زیاتیدونکي ګډوډۍ مخنیوي کې په وخت ناکامه ښکاري. ولې هر ځل همدا صحنه تکراریږي: لومړی له تحریکی څرګندونو سره مخ کیږو، بیا د احتجاج بلنې راځي، وروسته سړکونه بندېږي، بیا تاوتریخوالی رامنځته کېږي، او په پای کې دولت حرکت کوي

March 11, 2026

ټرمپ پالیسۍ نه یوازې منځنی ختیځ ته لا زیاته بې‌ثباتي راوستې ده، بلکې په نړیوال سیاست کې د نوو بلاکونو د جوړېدو امکانات هم رامنځته کړي دي

March 11, 2026

د امریکا چارواکو د ابراهيم کايمي په نوم ۱۹ کلن افغان اصلي اوسېدونکی او د هغه یو همکار د نیویارک ښار په یوه مظاهره کې د بمي چاودنې د هڅې په تور نیولي دي. چارواکي وایي چې یاد کسان د داعش له افراطي نظریاتو اغېزمن شوي وو

March 10, 2026

بحرین یو هندی مخابراتي انجنیر د دې په تور نیولی چې ګواکې د اسرائیلو د موساد استخباراتي ادارې سره یې حساس جغرافیایي معلومات او د څارنې اړوند مواد شریک کړي دي

March 10, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *