...

افغانستان کې انټرنیټ خدمتونه دوه ورځې پس بحال شول

په افغانستان کې د انټرنیټ بندیدلو وروسته د افغانستان اسلامي امارت حکومت د نړۍ هیوادونو او د بشري حقونو سازمانونه له لوري سختو غبرګونونو سره مخامخ وو او په افغان چارواکو ی سختې نیوکې کولې
د نړۍهیوادونه له افغانستان حکومت څخه غوښتنه کوي چې انټرنیټ او معلوماتو ته لاسرسي او د ښځو زده کړې حقونه دې له افغان وګړو وا نه خستل شي

افغانستان کې د اسلامي امارت چارواکي له نړۍ بیله بیلو غبرګونو او نیوکو سره هم مخ دی ځکه دوی په هیواد کې د ښځینه په لوړو زده کړو هم بندیز لګولې دې

تورخم: په  افغانستان کې سرچینو ځایی خلکو تاید کړې چې په جلال آباد ښار او یو شمیر نورو سیمو کې انټرنیټ سروس ۴۸ ساعتونو وروسته یو ځل بیا فعال شو، سرچینو ویلي  چې یواځې سلام شرکت چې د افغانستان شرکت دې، دوی ته اجازه ورکړل شوې چې خپل سروس بیا پیل کړي

  د بشپړ تفصیلاتو ترمخه افغانستان کې د دوو ورځو ځنډ وروسته د انټرنټ خدمتونه بېرته فعال شول، د افغانستان اسلامي امارت لوړ پوړه چارواکو له لوري په هیواد کې لومړۍ فایبر انټرنیټ او بیا د موبایل نیټ ورک او انټرنیټ هم بند کړې شوې وو. .

د افغان رسنیو د راپورونو له مخې، ټول ټيلي کمیونیکیشن شبکې بېرته انټرنیټ او د اړیکو خدمتونه فعال کړي دي.

مقامي رسنیو ویلي چې د هېواد په کچه انټرنیټ او ټيلي کمیونیکیشن  ۴۸ ساعتونو لپاره بند پاتې شول ، د افغانستان اسلامي امارت په دې اړه کوم پیغام نه دې خپور کړې .

      افغانستان کې د انټرنیټ تړل او د افغان چارواکو دریځ

بل لور ته، د امريکايي رسنيو د راپور له مخې د افغانستان د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په یوه پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې د انټرنیټ د بندېدو خبرونه سم نه دي، دا مهال تخنیکي ډلې د فایبر آپټيک کیبلونو د ترمیم کار کوي.

هغه د پاکستاني خبريالانو یوې ډلې ته هم ویلي چې د فایبر آپټيک کیبلونه ډېر زاړه شوي وو او اوس د هغو د ترمیم چارې روانې دي.

افغان وزیراعظم امر وکړو او انټرنیټ بحال  شو

په بي بي سي خپور د یو راپور ترمخه د افغانستان اسلامي امارت حکومت وزیراعظم له یو امر ترمخه په افغانستان کې د انټرنیټ سروس بیا بحال شو.


د بنديز اغېز

د طالبانو د حکومت له لوري د انټرنټ د بندېدو تر راپورونو وروسته د هېواد دننه او بهر اړیکې سخت زیانمنې شوې.

مهم خدمتونه لکه بانکدارۍ او آنلاین زده کړې ډېر اغېزمن شول.

د کابل مرکزي هوايي ډګر هم په بشپړ ډول بند شو او ویل کېږي چې تر پنجشنبې پورې به هېڅ الوتنه ترسره نه شي

په تورخم پوله کاروبار هم بد اغیزمن شوې وو

په پاک افغان پوله تورخم کاروباري فعالیتونوه هم بد اغیزمن شوې وو، په تورخم کې یوې باوري سرچینې رسنیو ته وویل چې د افغانستان اسلامی امارت د ګمرک چارواکو وس د تجارتي توکو تفصیل آن لاین نه بلکې په خپله خوښه په کتابچو کې لیکي او ددوی خوښه ده چې دوی ددې تجارتي توکو د مالیه په اړه څومره ټیکس اخلي. ځایی اولس او سوداګرو بیا بیا غوښتنه کړې وه چې په افغانستان کې دې انټرنیټ خدمتونو بیا بحال شی ځکه نن سبا د ژوند په هرمیدان کې انټرنیټ کارولې شی او چې انټرنیټ نه وي نو بیا د ژوند هر یو میدان بداغیزمن کیږي.

نورخبرونه

په زنانؤ بنديزونو په اړه دولتي تګ لاره د شريعت مطابق ده دې کښې د چا دخل نه منو، ذبيح الله مجاهد

افغانستان او پاکستان باید له خبرو اترو لارې شخړې هوارې کړي: ذبیح الله مجاه

Related Articles

اتحاد د سوداګرۍ او صنعت له خوا جوړ شوی شاخص د خلکو باور او د ادارو د شفافیت د ارزونې لپاره د نوې وسیلې په توګه وړاندې شو

February 3, 2026

اسلام آباد د سیمه ییزې سولې په هڅو کې مهم رول لري؛ د مرکچي وزیر اسحاق ډار به په ترکیه کې خبرې کې برخه واخلي

February 3, 2026

په تېرو لسو کلونو کې، پاکستان پراخې اداري او ډیجیټلي اصلاحات پلي کړي او د عامه خدمتونو وړاندې کول یې بشپړ نوي کړي دي. اتومات شوي بهیرونه، د روغتیا، زده‌کړې او نورو خدماتو لپاره آنلاین پورټلونه، او د پېژندپاڼو او تصدیقونو ډیجیټلي خدمتونه د شخصي حضور او اضافي لګښت اړتیاوې په څرګنده توګه کم کړي دي.

February 3, 2026

څنګه دوامداره پاملرنه د ټولنیز ثبات، دولت مشروعیت او نابرابریو کمولو لپاره ستراتیژیک اهمیت لري

February 3, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.