تازه خبرونه

د موسمياتي بدلون اثرات،کوز دير کښې باران او ږلۍ لوجې په خوړونو کښې سيلاب راغلې

زيات باران لوجې پنجکوړه درياب کښې د اوبو سطح لوړه شوې،باراني اوبه کورونو او دوکانونو ته ننوتي دي

1 min read

د موسمياتي بدلون اثرات،کوز دير کښې باران او ږلۍ لوجې په خوړونو کښې سيلاب راغلې

کوزدير کښې باران سيلابي صورتحال پيدا کړېدې

د موسمياتو بدلون د اثراتو لوجې د ملک مختلف برخو کښې وخت بے وخته د بارانونو سلسله جاري ده، د يو څو ورځو د اوچ موسم نه پس يو وارې بيا بارانونه شورو شويدي،د کوز دير په مختلف برخو کښې تيزو هواګانو سره باران واريدلې او ږلۍ هم شويده چې لوجې ئې فصلونو ته زيان رسيدلي دے ۔ تيز باران لوجې په سړکونو اوبه جمع شوي او خوړونو کښې د سيلاب صورتحال بيا پيدا شوېدي،دغه رنګ د بجلۍ فيډرې ټرپ کيدو ورستو مختلفو علاقو کښې د بجلۍ سپلائي بند شويده، باراني اوبه کورونو او دوکانونو ته ورننوتي دي او خلکو ته ئې ډير مالي زيانونه اړولي دي،د دې ترڅنګ د زيات باران لوجې پنجکوړه دريا کښې د اوبو سطح لوړه شويده ۔ د مينګورې پشمول د سوات په مختلف برخو کښې هم د تيزو هواګانو سره باران واريدلې دے چې لوجې ئې موسم بيا يخ شوېدے ۔ د موسمياتو محکمې د سند په برني علاقو کښې د طوفان او پړق پړوق سره د باران خبردارې ورکړېدے،باران او سيلۍ لوجې د څه قسمه بده پيښې رامخې ته کيدو د انديښنو لوجې متعلقه محکمو ته د بيدار اوسيدو هدايت شوېدے

Related Articles

په یوه میاشت کې ۱۶ همغږي عملیات، ۴۸ طالب جنګیالي وژل شوي، ۲۵ ټپیان او ګڼ مرکزونه، پوستې او وسایط ویجاړ شوي

January 12, 2026

د ګومل بازار سړک پر سر د آی ای ډي په چاودنه کې زغره وال پولیس موټر ویجاړ؛ امنیتي ځواکونو په سیمه کې د ترهګرو پر ضد د لټون عملیات پیل کړل

January 12, 2026

اسلام‌ په ضد سپکاوی او د مسلمانانو پر ضد د کرکې پر وړاندې د مساوي قانوني ساتنې او سخت اقدام غوښتنه وشوه.

January 12, 2026

محکمې د پنجاب فرانزک لېب راپور پولیسو ته بېرته وسپاره، د نادرا راپور لپاره وخت ورکړ شو او د ایډیشنل ایډووکېټ جنرل ته د حاضرېدو امر وشو.

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *