تازه خبرونه

کرک:ترهه ګرو په ضد عمليات، ۱۸ شرخوښي له منځه وړل شوي ، باجوړ کښې مارټر ګولې حمله کښې دوه ماشومان شهیدان شوي

د کرک کارروائي درشه خيل سيمه کښې شوي،ډزو تبادله کښې درې سيکيورټي اهلکار ژوبل شويدي
امنیتي ځواکونو اړوند سرچینو ویلي دي چې ترهګرو ته به له دې هم سخت ځواب ورکړل شی او دوی ته به غاښ ماتې شکست ورکړو

د ترهګرو په ډزو وینګ کمانډر لېفټننټ کرنل جنېد عارف هم شهید شوې دې

د خیبرپښتونخوا د کرک ضلعې پوليسو مشر شهباز الهي رسنيو ته وئيلي دي چې درشه خيل کلي کښې د کالعدم ټي ټي پي د وسله والو موجودګۍ په اطلاع سيکيورټي فورسز عمليات پيل کړيدي،د لټوني آپريشن په مهال د سيکيورټي فورسز او د ترهه ګرو ترمينځ ډزو تبادله شويده چې پکښې ۱۸ شرخوښي وژلي شويدي ۔ د پوليسو مشر وينا ترمخه دې عملياتو دوران درې سيکيورټي اهلکار ژوبل شويدي ۔ علاقه د شرخوښو څخه صفا کولو لپاره درشه خيل او خواؤ شا سيمو کښې سيکيورټي فورسز لټوني عمليات پيل کړيدي ،د وژل شوي ترهه ګرو مړې د شناخت لپاره شهاب خيل هيډ کوارټر ته منتقل کړي شويدي،مقامي ذرائع وائي چې وژلي شوي ترهه ګرو کښې افغاني وګړي هم شامل دے ۔  د امنيتي ځواکونو د آپريشن لوجې د کرک ضلعې انتظاميې د ماسپخين دوه بجو پورې علاقه کښې کرفيو لګولي وه، خلکو ته د کورونو نه بهر وتلو اجازه نه وه

د خېبرپښتونخوا نور برخو کښې هم عمليات جاري کرک کښې د کالعدم تنظيم  ترهه ګرو په ضد دا کاميابه کارروائي په داسې مهال شوې چې د زيارت په ورځ ناوخته سيکيورټي فورسز په ډيره اسماعيل خان کښې هم د هند مرستيال ترهه ګرو خلاف کارروائي کړي وه او د ټي ټي پي ديارلس ترهه ګر ئې وژلې وو۔ بلخوا د باجوړ د ماموند تحصيل په لغړۍ کلي کښې د نامعلومه ځائې څخه داغلې شوي مارټر ګولې حمله کښې دوه ماشومان پحق رسيدلي دي او پنځه نور کسان ژوبل شويدي ياده دي وي چې دلغړۍ بشمول د ماموند تحصيل په بيله بيلو کلو کښې سيکيورټي فورسز د جولائۍ مياشتې ديرشمه نيټه باندې د کالعدم تنظيم د جنګيالو خلاف آپريشن شورو کړې وو چې پکښې د ديرش نه سيوا ترهه ګر وژلي شويدي،د پوځي عملياتو نه پس زياتره کلي د شرخوښو څخه صفا کولو نه پس دې سيمو نه نورو علاقو ته کډه کونکي کسان خپل کورونو ته واپس راغلي دي ۔ د دې نه مخکښې هم  وخت په وخت په کورونو مارټر ګوله غورځيدو واقعات رامخي ته شويدي چې پکښې بے ګناه ماشومان او ښځینه ژوند له لاسه ورکړې دې

Related Articles

د قامي امن پیغام کمیټۍ مشرانو نن ډي جي ایی ایس پي آر سره مهمه لیدنه کړې ده او په هیواد کې روان د ترهګرۍ پر ضد ی د ریاست بیانیه کولو باندې هوکړه کړې ده

January 13, 2026

په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان سپین وام سیمه کې دا نوې د پولیو رنځ کیس مخې ته راغلې دې،ټول پاکستان کې تیر کال ۲۰۲۵ کې پولیو مثبت کیسونه ۳۱ راپور شوي

January 13, 2026

پاکستان حکومت افغان سوداګرو له اجازه ورکړې چې خپل بند تجارتي توګو ډک کانټینر له نورو بندرونو څخه افغانستان ته راوړي

January 13, 2026

داسې اطلاعات راغلي دي چې د افغانستان طالبانو حکومت د ډالرو په بدل کې د بګرام هوایی ډګر امریکا ته ورسپارلې دې

January 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *