...

په جنوبي پنجاب کې ولې د بینظیر انکم سپورټ پروګرام له لارې د اغیزمنو کورنیو مرسته نه شي: بلاول بهټو زرداري

بلاول بهټو زرداري په خپل تازه بیان کې ویلي چې کله نه چې په افغانستان کې طالبان راغلي د سیمې امنیت اغیزمن شوې دې
بلاول بهټو زرداري د پاکستان او سعودي عربستان دفاعي تړون ستایلې

بلاول بهټو ویلي دي په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې امنیت له افغانستان له امله بد اغیزمن شوې دې

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري ويلي، له هغه وخت راهيسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، په بلوچستان او خيبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې زياتې شوي دي.

بلاول بهټو زرداري کراچۍ کې خبریالانو سره خبرو کې وويل، هند د ترهګرو ډلو مالي ملاتړ نه شي پټولای او موږ دا موضوع په نړيواله کچه راپورته کوو. نوموړي زياته کړه، د طالبانو تر راتګ وروسته په افغانستان کې، د بلوچستان او خيبرپښتونخوا امنيت سخت اغېزمن شوی او د ترهګرۍ کچه لوړه شوې ده

 بلاول بهټو زرداري اوویل  چې پاکستان د سعودي عرب سره د دفاعي تړون هرکلی کوي، زیاته کړه دې سره د پاکستان مسلمانۍ نړۍ سره دوستي، په .

ځانګړې توګه سعودي عربستان سره اړیکې نورې هم پیاوړې کیږي.

د سېلاب اغېزمنو خلکو د مرستو په اړه نوموړي وويل، د سېلاب له امله په پنجاب او خيبرپښتونخوا کې تاريخي زيانونه رامنځته شوي دي. زه پر وفاق نيوکه نه کوم، بلکې غوښتنه کوم چې د سېلاب اغېزمنو د مرستې لپاره دې په نړيواله کچه خبرې وشي. د پېپلز ګوند مشر د سېلاب ځپلو سره د مرستې په برخه کې د پنجاب حکومت ستاينه وکړه، خو زياته يې کړه چې په ډېرو ځايونو کې مرسته نه رسېږي.هغه پوښتنې را اوچتې کړې چې د څه ګناه ده؟ پوښتنه ی وکړه چې ولې  د بینظیر انکم سپورټ له لارې د هغوی مرسته نشي کولې؟

نوموړي د پاکستان او افغانستان دفاعي تړون په ښو ټکو کې ستایلې دې.

نورخبرونه

هند سره د ټولو ستونزو حل د کشمیر ستونزژ سره تړلې دې، هند سره په اوبو هېڅ ډول جوړجاړی نه کوو* بلاول بوټو زرداري

Related Articles

سي‌ان‌ان راپور ورکوي چې په افغانستان کې پرې شوې د امریکا وسلې په پاکستان کې د ترهګرۍ د پېښو د زیاتوالي لامل شوي دي

February 4, 2026

د اسلامیه کالج پوهنتون پيښور یوې ښځینه زده کوونکي فاطمه خان د خیبر پښتونخوا په وزیرعلی سهیل خان افریدي باندې سختې نیوکې کړي دي

February 4, 2026

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ موافقه کړې چې د ایران غوښتنه ومنل شي او د ترکیې پر ځای د خبرو اترو ځای عمان ته انتقال شي-د امریکا او ایران ترمنځ خبرې به د جمعې په ورځ په عمان کې ترسره شي

February 4, 2026

بلوچستان کې ترهګري او بهرنۍ ملاتړې؛ لېفټيننټ جنرال (ر) عامر رياض د داخلي او بهرنيو عواملو هراړخيز تحليل

February 4, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.