تازه خبرونه

د هند زيرانتظام لداخ علاقې ته د بيل رياست درجه ورکولو لپاره تحريک نور هم زور نيولي دے ،د هند پوځ په ډزو پنځه تنه مړه،۷۰ ژوبل شوي

مقبوضه کشمير نه پس په لداخ کښې هم بهارتي قابض پوځ د طاقت وحشيانه استعمال کړې،صورتحال د کنټرول نه بهر،پوځ تعينات
د هند زيرانتظام لداخ علاقې ته د بيل رياست درجه ورکولو لپاره تحريک نور هم زور نيولي دے ،د هند پوځ په ډزو پنځه تنه مړه،۷۰ ژوبل شوي

لداخ خودمختار رياست لپاره مظاهرو کښې سيوا والې راغلے

د چين پولې ته څيرمه د هند حکومت زير انتظام لداخ علاقې ته د رياست درجه ورکولو او دا علاقه د جمو و کشمير نه بيلولو لپاره د مقامي خلکو لخوا روان کړي شوي تحريک د کمزورې کيدو په ځائې نور هم زور نيولي دے او مظاهرو کښې سيوا والې راغلې دے ۔ مظاهرچيان مطالبه لري چې ۲۰۱۹ کښې لداخ د مقبوضه جمو و کشمير برخه جوړولو لپاره دې نريندر مودي خپله فيصله واپس واخلي او دا علاقه د وفاق د کنټرول نه آزاد کړې شي او بيل رياست درجه دې ورته ورکړې شي ۔ د مظاهرچيانو تحريک ناکامه کولو لپاره هند پوځ د طاقت استعمال کړېدے او مختلفو سيمو کښې ئې په مظاهرچيانو ګولۍ وارولي دي چې پکښې پنځه تنه وژلي شوي او خواؤ شا اويا کسان ژوبل شويدي ۔ قهرجنو مظاهرچيانود بهارتيه جنتا پارټۍ هيډ کوارټر او ګاډي هم سوزولي دي ۔ په صورتحال قابو موندو لپاره ټوله علاقه کښې کرفيو لګولي شويده او پوځ تعينات کړي شوېدے ولې د دې باوجود هم احتجاجي تحريک د کمزورې کيدو په ځائې ورځ تر ورځه سيوا کيږي چې پکښې د کالجونو او يونيورسټو طالب علمان مهم رول ادا کوي ۔ هند حکومت لداخ کښې د پرتشدد مظاهرو ذمه وار سونم وانګچوک ګرځولي دے ۔ د هند داخله وزارت تور لګولي دے چې سونم وانګچوک د نيپال په رنګ په لداخ کښې هم قهرجنې مظاهرو سازش جوړ کړېدے او مقامي ځوانان او طالب علمان دې لپاره لمسوي ۔

د لداخ علاقې اهميت او تاريخ

لداخ د هماليه او قراقرم ترمينځ پرته سيمه ده چې پکښې د بد مذهب پيروکار او مسلمانان اوسي ۔ د دې علاقې پولې جنوب مغرب کښې د پاکستان او شمال کښې د چين سره ملاويږي او دا د خپل وخت مهمه تاريخي تجارتي لار وه ولې چين او هند ترمينځ لداخ سيمې ته څيرمه متنازعه سرحدي علاقې ملکيت په معامله تاؤ تريخوالي لوجې په دا لار د تجارتي هلو ځلو لپاره بند کړي شويده ۔ هند وزيراعظم نريندر مودي د پنځم اګست ۲۰۱۹ د آئين آرټيکل ۳۴۰ منسوخ کولو او جمو و کشمير تقسيمولو فيصلې په رڼا کښې لداخ د هندوستان يو بيل زير انتظام علاقه جوړه کړيده ولې د دې سيمې اولس دغه فيصله مسترد کړيده ۔ د لداخ سيمې زور حيثيت بحالۍ لپاره احتجاجي مظاهرو سره مقامي سياسي مشرانو بهوک هړتال کيمپونه هم لګولي وو۔ د مودي غيرقانوني فيصلې خلاف کښې تير شپږ کالو راهسې د پرامن احتجاجونو سلسله جاري وه ولې مودي انتظاميې سره د مذاکراتو د ناکامۍ نه پس په علاقه کښې د بيل رياست لپاره شورو کړي شوي دې تحريک کښې نور هم شدت راغلې دے او د علاقې ټول سياسي او مذهبي مشران په دې معامله يو موټي شويدي ۔

Related Articles

رسنۍ یوازې د خبر ورکولو وسیله نه ده، بلکې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره مسؤلانه راپور ورکول هم د هغې مهمه دنده ده

April 18, 2026

بنو کې د انډس لویې لارې پر امنیتي کاروان چاودنه؛ یو سرتېری شهید او درې ژوبل، ځواکونو د سیمې ناکه بندي کړې او لټون عملیات پیل کړي دي

April 18, 2026

نړیوال اقتصادي فشار کم شوی، چې د پاکستان د ډیپلوماسۍ له امله د تېلو بیې راټیټې شوې او کړکېچ کم شوی

April 18, 2026

وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب، قطر او ترکيې له بریالي سفارتي سفر وروسته هېواد ته راستون شو، چې په لیدنو کې د سیمه‌ییز سولې او دوه‌اړخیزې همکارۍ پر مهمو پرمختګونو خبرې وشوې

April 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *