تازه خبرونه

افغانستان ته واپس راستنیدونکې افغان کورنیو سره مالي مرستې کوو: افغان چارواکي

افغان چارواکي وایی چې هره ورځ په زرګونو افغان وګړي افغانستان ته راستنیږي ،نغدې مالي مرستې او ویړیا سیم کارتونه ورکوو
هغه افغان کورنۍ چې په پاکستان کې له خپلو کورونو راوتلي او افغانستان لور ته سفر پیل کړي،له سرحدونو تړلو وروسته له سختو ستونزو سره مخ دی

پرون شنبې راهسي په سرحدونو افغانستان ته واپس تلونکو افغان کورنیو واپسي هم اغیزمنه شوې ده

د افغانستان د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د شنبې ورځ په خپل خپور راپور کې وای چې هیواد ته واپس راستنیدونکي افغان کورنیو سره نغدې مالي مرستې کوو، دوی له ویړیا روغتیایی اسانتیاوې ورکوو او دوی له ویړیا سیم کارتونه هم ورکوو چې په افغانستان کې ددوی ستونزې یو حد پورې راکمې شی او دوی په هیواد کې خپل ژوند بیا پیل کړي.

افغان چارواکي په خپور راپور کې وایی چې  د شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۳/۲۷ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۶/۲۹هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

د اسلام کلا له لارې (۱۳۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۶۳) تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۳۱)کورنیو سره مجموعًا (۹۷۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې (۱۴)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۶)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز (۴۲۵)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي. 

له نیمروز څخه (۱۰)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۲)تنه و، فراه، هلمند، هرات او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او (۸۵۰۰۰) کرایه  ورکول شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۱)کورنیو سره مجموعًا (۹۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

روغتیا: په ورېښمو لار کې (۲۵۱)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي. 

مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۱۴)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي. 

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو. 

د سپین بولدک له لارې (۱۵۶)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۵۷)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي. 

له سپین بولدک څخه (۸۰)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۷۶)تنه و، هرات، غرني، کندهار، زابل، هلمند او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۴۴۲۹۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده. 

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۵۷)کورنیو سره مجموعًا (۱۲۸۴۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۲۰۵۴)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.  

مخابرات: په تخته پل کمپ کې مهاجرینو ته (۱۷۳) عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي. 

 د تورخم له لارې (۸۱۰)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۵۶۷۰)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي. 

له تورخم څخه (۶۰۳)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۱۷۷)تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۶۹۴۶۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده. 

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۷۳۳)کورنیو سره مجموعًا (۶۰۲۶۰۰۰)افغانۍ  مرسته شوې ده.

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۸۱۱)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي. 

 په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو. 

د بهرامچې له لارې (۹۰)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۴۸)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

 د هلمند له بهرامچې څخه (۴۹)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۴۶)تنه و، لښکرګاه، خانشین، بینادر، دیشو او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته (۳۴۸۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده. 

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۹۲)کورنیو سره مجموعًا (۸۱۴۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

 له کابل څخه (۲۰۵)‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰۷۹)تنه و، سمنګان، کندوز، بلخ، خوست، بغلان، جوزجان، دایکندي، تخار، کاپیسا، غزني او پکتیکا ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۷۸۱۷۱۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده. 

*د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:* 

*ثبت شـــــوي مهـاجرین:               (۱۲۰۳)کورنۍ او (۷۸۰۴)افراد*

*لېږدول شـوي مهـاجرین:               (۹۴۷)کورنۍ او (۵۰۳۰)افراد* 

*مرسته شوي مهــاجرین:              (۱۱۲۴)کــورنۍ*

*وېشل شوي سیمکارتونه:              (۹۹۸)عــــدده*

Related Articles

په پاکستان کې اندېښنې راپورته شوې، وروسته له هغه چې د امریکا یوه رسمي سوداګرۍ پوست په خپل نقشه کې کشمیر د هند برخه وښوده، سره له دې چې د ملګرو ملتونو لخوا د شخړې سیمه په توګه پېژندل شوې ده

February 8, 2026

د مزاري د قضیې غوښتنه یوازې د طرزالعمل پورې محدوده نه ده، بلکې د امنیتي اندېښنو په رڼا کې د پی ای سي ای (PECA) د پلي کولو پر وړاندې د پراخې هڅې څرګندونه کوي.

February 8, 2026

د بلوچستان حکومت پراخ امنیتي او حکومتي اصلاحات پیل کړي، چې پکې استخباراتي عملیات، قانوني بدلونونه او ډیجیټل کول شامل دي

February 8, 2026

دا راپور د ځانمرګي ترهګرۍ روانشناسي ته ژوره کتنه کوي، څرګندوي چې بریدګر څنګه د نظریاتو، روزنې او پلان جوړونې له لارې ځانمرګي برید ترسره کوي، او ولې د ټولنیزو رسنیو ګمراه کوونکي ادعاوې د عامه پوهې د ګډوډۍ سبب ګرځي

February 8, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *