تازه خبرونه

 د افغانستان په هلمند کې د بلوڅ بیلتون خوښې ډلې یو مهم مشر وژل شوې

افغانستان کې د بلوڅ بیلتون خوښې ډلې مجید بریګیډ مشر په نښه شوې او له منځه وړل شوې دې
بلوڅ بیلتون خوښه ډله د امریکا لوري د یو ترهګرې ډلې په نامه نومول شوې ده

د بلوڅ بیلتون خوښه ډلې مجید بریګیډ دا مشر د پاکستان پیښور پوهنتون څخه هم فارغ شوې وو

هلمند:  د افغانستان په هلمند کې د سرچینو په وینا د بي ایل اې مرستیال مشر استاد مرید په نښه شوې او له منځ وړل شوې دې.  د ځايي سرچینو په وینا، د پاکستان پوځ پخوانی افسر رحمان ګل چې په  استاد مرید مشهور وو ، د افغانستان په هلمند صوبه کې د نامعلومه وسله والو له لوري په ډزو ویشتل او وژل شوې دې.

 مرید د پاکستان د پوځ د لانګ کورس ۱۰۹ فارغ او وروسته د بلوچستان د ازادۍ  غړی شو. هغه د بشیر زیب نږدې ملګری او د بی ایل اې  ډلې د مجید بریدګرو څانګې مشر مرستیال و، چې تر ټولو وژونکې ځانمرګي عملیات کوي . .

د جعفر  ایکسپریس بم‌چاودنې او د چیني وګړو پر ضد بریدونه د هغه په مشرۍ شوي وو. نوموړی له نوشکي او خاران وروسته افغانستان ته وتښتېد او د ایران ـ افغانستان پولې ته نږدې یې د روزنې کمپ چلول، ځايي سرچینې ایچ ټي این ته ویلي چې “هغه په ډزو کې سخت ټپي شو او وروسته یې ساه ورکړه.”

باید یادونه وشی چې استاد مرید مخکې هم د بریدونو هدف ګرځېدلی و. د ۲۰۲۳ د جون پر درېیمه د هرات په یوه عملیاتو کې ټپي شوی و، خو وروسته له روغتونه غایب شوې وو. .

هغه د پېښور پوهنتون فارغ او د پوځ پخوانی افسر و. د مینګل قبیلې سره تړاو درلود او کورنۍ یې په بلوچستان کې سیاسي او پوځي نفوذ درلود.

 باید یادونه وشی چې بلوڅ بیلتون خوښه ډله په پاکستان کې غیرقانوني او د امریکا او بریتانیا په ګډون د څو هیوادونو له لوري د ترهګرۍ ډلې به توګه نومول شوې ده.

نورخبرونه

بلوڅ بیلتون خوښو په بلوچستان کې لوړپوړي پاکستاني پوځي افسران شهیدان کړي

Related Articles

د کال ۲۰۲۵ په وروستۍ میاشت کې د افغان دیني عالمانو او افغان چارواکو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي وو چې د امیر پرته بل هیواد ته جګړې لپاره تلل به بغاوت وي

January 13, 2026

نن ۹۳درې نوې ورځې پوره شوې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدونه د تجارتي هلو ځلو لپاره تړل شوي دي

January 13, 2026

په زیات شمیرکې مرمۍ نن په تورخم پوله له پاکستان کسټم چارواکو له لوري په پټو استخباراتي اطلاعاتو ونیول شوې

January 12, 2026

د بارډر سرچینو ترمخه په افغانستان کې بند پاتې شوي پاکستاني محصلین نن له تورخم لارې پاکستان ته واپس راغلل

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *