تازه خبرونه

ترهګري له منځه وړلو لپاره باید اولس لپاره د کارروزګار موقعې برابرې شي: وزیراعلی خیبر پښتونخوا

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی علي آمین ګنډاپور افغان سفیر سره په لیدنه کې ویلي دي چې وفاقي حکومت له افغانستان سره د خبرو اترو په اړه مثبت ځواب ورکړې دې
علي آمین ګنډا پور افغان سفیر سره د وروستۍ زلزلې له امله شهید شوو افغان وګړو لپاره تعزیت او دعا کوي

افغان سفیر له صوبایی حکومت څخه مننه کړې چې په سخت وخت کې افغان وګړو او افغان حکومت سره مرسته وکړه.

 
د خيبر پښتونخوا وزير علي امين ګنډاپور بیګا د پاکستان په پلازمینه  اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارتخانې ته ورغلې،  افغان سفير سردار احمد شکيب سره يې لیدنه کړې ،  په دې موقع  وزيراعلی سره  د اطلاعاتو سلاکار بېرېسټر محمد علي سيف او د قامي اسمبلۍ غړی فيصل امين ګنډاپور هم وو. .

نوموړي  د افغانستان په وروستي زلزله کې د قېمتي انساني ژوند د ضياع له کبله خپله ژوره خواشيني څرګنده کړه، د شهيدانو د مغفرت لپاره يې فاتحه او دعا وکړه او زياته يې کړه چې د خيبر پښتونخوا حکومت او ولس د افغان وروڼو او خوېندو د غم په دې سختو شېبو کې ورسره ولاړ دي. نوموړي ډاډ ورکړ چې صوبايي حکومت به له اغېزمنو سره د مرستې لپاره هره ممکنه هڅه کوي.

په دې موقع افغان سفير سردار احمد شکيب د خيبر پښتونخوا حکومت د مرستې او خواخوږۍ ستاينه وکړه او ويې ويل چې اسلامي امارت افغانستان، افغان ولس او د خيبر پښتونخوا حکومت څخه دوی سره د خواشینې څرګندونې لپاره مننه کوي..

په لیدنه  کې د دواړو لورو تر منځ د ګډو ګټو موضوعات، سيمه‌ييز امن، سوداګريزې رابطې او بېرته ستنېدونکو افغان وګړو ستونزې وڅېړل شوې. اعلى وزير څرګنده کړه چې د سيمې د دايمي سولې لپاره خبرې اترې او د سوداګرۍ پراختيا اړينه ده. نوموړي زياته کړه چې د ترهګرۍ د ختمېدو لپاره د روزګار زمينې برابرول مهم دي او د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ پراختيا د ولسونو لپاره ښه اقتصادي فرصتونه رامنځته کوي ، وزیراعلی ګنډا پور افغان چاوراکو ته اوویل چې وفاقي حکومت له افغانستان سره د خبرو اترو په اړه مثبت غبرګون ښودلې دې او دا ستونزه ی وفاقي حکومت سره څیړلې ده او په غبرګون کې ورله صوبایی حکومت بشپړه ډاډ ورکړې دې. .

اعلى وزير وويل چې د خيبر پښتونخوا حکومت بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو ته هر ډول اسانتياوې برابروي او د وفاقي ادارو تر کچې تړلې مسئلې يې هم له اړوندو ادارو سره شريکې کړي دي. نوموړي ډاډ ورکړ چې صوبايي حکومت به د دغو ستونزو د هوارولو لپاره هر اړخيزه مرسته کوي.

نورخبرونه

د افغانستان اسلامي امارت ستره سیاسي او سفارتي بریا

Related Articles

د قامي امن پیغام کمیټۍ مشرانو نن ډي جي ایی ایس پي آر سره مهمه لیدنه کړې ده او په هیواد کې روان د ترهګرۍ پر ضد ی د ریاست بیانیه کولو باندې هوکړه کړې ده

January 13, 2026

په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان سپین وام سیمه کې دا نوې د پولیو رنځ کیس مخې ته راغلې دې،ټول پاکستان کې تیر کال ۲۰۲۵ کې پولیو مثبت کیسونه ۳۱ راپور شوي

January 13, 2026

پاکستان حکومت افغان سوداګرو له اجازه ورکړې چې خپل بند تجارتي توګو ډک کانټینر له نورو بندرونو څخه افغانستان ته راوړي

January 13, 2026

داسې اطلاعات راغلي دي چې د افغانستان طالبانو حکومت د ډالرو په بدل کې د بګرام هوایی ډګر امریکا ته ورسپارلې دې

January 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *