تازه خبرونه

خیبر پښتونخوا کې عملیات: امنیتي ځواکونو ۱۹ ترهګر له منځه وړي

د خیبرپښتونوخوا په بیلا بیلو سیمې کې د فتنه الهندوستان ترهګرو په ضد بریالي عملیات ترسره شول، دوه امینتي اهلکار هم په لاندې دیر کې شهیدان شوي
د خیبر پښتونخوا لاندې دیر، میدان سر بانډه کې ترهګرو سره ډزو کې دوه اهلکار شهیدان شول

فایل فوټو: لاندې دیر: خیبر پښتونخوا کې د ترهګرو په ضد عملیات دوام لري، ۱۹ ترهګر اووژل شول او دوه اهلکار شهیدان شوي دي.

د خیبر پښتونخوا په بیله بیلو سیمو کې امنیتي ځواکونو د ترهګرو په ضد اپریشن کړې او ګڼ شمیر ترهګر ی له منځه وړي، دوه امنیتي اهلکار هم شهدان شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو څانګې (آی اېس پي آر) د مالوماتو له مخې، امنيتي ځواکونو د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې درې جلا عمليات ترسره کړي چې په ترڅ کې يې د فتنۀ الهندستان پورې تړاو لرونکي ۱۹ خوارج ووژل شول.

د راپور له مخې، لومړی عمليات د مهمند ضلعې  په يوه سيمه کې د کره استخباراتي مالوماتو پر بنسټ ترسره شول. د خوارجو پټنځای په مؤثر ډول په نښه شو او د سختې نښتې وروسته  ۱۴ خوارج اووژل شول.

د سرکاري سرچینو معلوماتو ترمخه دویم عمليات په شمالي وزیرستان دته خیل سیمه کې ترسره شول او ۴ خوارج له منځه یوړل شول. دریم عملیات په بنو کې ترسره شوی چې پکې یو ترهګر اووژل شول.

   آی اېس پي آر زياتوي، په تېرو دوو ورځو کې ټولټال ۱۹ فتنه الهندوستان خوارج له منځه یوړل شول.  

 د پوځ د عامه اړيکو څانګې په وينا، د نورو خوارجو د له منځه وړلو لپاره په سيمه کې چټک اپریشن دوام لري ترڅو ترهګر له منځه یوړل شی او سیمه له ترهګرو پاکه کړي.

په لاندې دیر میدان سیمه  کې هم اپریشن شوې

د بشپړ راپور ترمخه سرکاري سرچینو رسنیو ته ویلي دي چې په ۱۱ سپتمبر د زیارت په ورځ د خیبر پښتونخوا په  لاندې دیر میدان سر بانډه سیمه کې د سکاوټس او فتنه الهندوستان خوارجو ترمینځ ډزې وشوې ، په ډزو کې دوه امنیتي اهلکار شهیدان شول.

نور تفصیل لپاره د ایچ ټی این پښتو ویب پاڼه ګورې

نورخبرونه

وسله وال له افغانستانه پاکستان ته را داخلیږي او ترهګري کوي: بیرسټر سیف ……..د باجوړ بې کوره خلق واپس کورونو ته تللې شي: ضلعي انتظامیه

Related Articles

اسټېټ بانک تصدیق کړی چې پاکستان متحده عربي اماراتو ته د ۲ ارب ډالرو واجب الادا پور بشپړ ادا کړی، او له سعودي عربستان څخه ترلاسه شوې مرستې د دې ادایګۍ زمینه برابره کړې ده

April 18, 2026

ایران د امریکا د بندیزونو وروسته د هرمز تنګی بیا د تجارتي کښتیو لپاره پرانیستی، خو هممهاله یې په دې ستراتیژیکه سمندري لاره خپل کنټرول نور هم سخت کړی دی

April 18, 2026

کارپوهان وايي د طالبانو واکمني اسلامي نه ده، بلکې غصب شوی او بې مشروع نظام دی

April 18, 2026

د برېتانیا پارلمان د سیمه‌ییزو کړکېچونو د کمولو په برخه کې د پاکستان مهم ډیپلوماټیک رول په رسمیت وپېژاند

April 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *