تازه خبرونه

د ترکي دفاع وزیرد پاکستان درې ورځنې سفر

په دې درې ورځني سفر کې د ترکیه د فاع وزیر پاکستان کې چارواکو سره مهمې لیدنې وکړي او په مهمو موضوع ګانو ی ورسره ټینګار وکړو
پوهان وایی د پاکستان او ترکي ترمینځ اړیکې به ددې درې ورځني سفر وروسته نورې هم قوی شي.

د پاکستان او ترکي ترمینځ د اسلام او ایمان د جذبې لاندې قوي اړیکې دي او د سفری به ی نورې هم قوي کړي.

اسلام‌اباد: د ترکيې د دفاع وزير يشار ګولر د درې ورځني رسمي سفر په ترڅ کې پاکستان ته راغی او د پاکستان ـ ترکيې ګډ وزارتي کمېسيون د شپاړسمې ناستې مشري يې وکړه. ددې درې ورځني  سفر پر مهال دواړو هېوادونو د خپلو دوه اړخيزو اړيکو د لا پياوړتيا پر سر سلا او ژمنه وکړه . .

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د خبر له مخې، يشار ګولر د خپل سفر پر مهال د پاکستان له وزيراعظم شهباز شريف، د دفاع وزير خواجه محمد آصف او د پوځ له مشر فيلډ مارشال سيد عاصم منير سره جلا جلا ليدنې وکړې.

د وزيراعظم سره ليدنه

وزيراعظم شهباز شريف د ترکيې د دفاع وزير او د هغه د پلاوي غړو  تود هرکلی وکړ او د دواړو هېوادونو تر منځ د تاريخي او ورورګلوي اړيکو يادونه يې وکړه. نوموړي د اړيکو مثبت بهير وستايه او د سوداګرۍ، پانګونې، ټکنالوژۍ او دفاع په ګډون بېلابېلو برخو کې د لا همکارۍ ژمنه وکړه.

وزيراعظم د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ کچې د پنځه ميليارده امريکايي ډالرو ګډ هدف ته د رسېدو پر اړتيا ټينګار هم وکړ. هغه د پاکستان پانګه‌والو دوست پاليسيو ته په اشارې سره د ترکيې شرکتونه وهڅول چې په پاکستان کې خپلې پانګونې نوره هم پراخه کړي.

نوموړي په ځانګړي ډول د چين په وروستۍ ناسته کې د ایس سي او د مشرانو د غونډې پر مهال د ولسمشر رجت طیب اردوغان سره خپلې خبرې یادې کړط او وې ویل چې پاکستان د رهبرۍ له کچې تر نورو ټولو کچو پورې د دوامدارو تماسونو له لارې د دواړو هیوادونو اړیکې نورې هم پیاوړې کول غواړي.  

ګډ وزارتي کمېسيون

د پاکستان ـ ترکيې شپاړسم ګډ وزارتي کمېسيون غونډه د پاکستان د سوداګرۍ وزير جام کمال خان او د ترکيې د دفاع وزير يشار ګولر په ګډه مشري ترسره کړه.

په غونډه کې د ستراتيژيک همکارۍ د عالي شورا د اجنډا پرمختګ وڅېړل شو او په ځانګړي ډول د سوداګرۍ، پانګونې، د درمل جوړونې صنعت، معلوماتي ټکنالوژۍ، اي‌کامرس، ټرانسپورټ، انرژۍ، ښوونې، کانونو، کرنې، رسنيو او ګرځندوی په برخو کې د همکارۍ د پراخولو پرېکړې وشوې.

نورې ليدنې او ژمنې

د يشار ګولر او د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف او پوځ د مشر سيد عاصم منير تر منځ په جلا ليدنو کې دواړو لوريو د ستراتيژيک او دفاعي همکارۍ د لا پياوړتيا

نور خبرونه

شهباز شریف به په مهمه دوره چین ته سفر وکړي

Related Articles

نن ۹۳درې نوې ورځې پوره شوې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدونه د تجارتي هلو ځلو لپاره تړل شوي دي

January 13, 2026

په زیات شمیرکې مرمۍ نن په تورخم پوله له پاکستان کسټم چارواکو له لوري په پټو استخباراتي اطلاعاتو ونیول شوې

January 12, 2026

د بارډر سرچینو ترمخه په افغانستان کې بند پاتې شوي پاکستاني محصلین نن له تورخم لارې پاکستان ته واپس راغلل

January 12, 2026

د خیبر پښتونخوا ګورنر دې ترهګریز بریدونو په کلکو ټکو کې غندنه کړې ده او د شهیدانو کورنیو سره د ژورې خواشینۍ څرګندونه کړې ده

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *