تازه خبرونه

 اسرائیل د قطر په پلازمینه دوحه برید کړې

ویل کیږي چې اسرائیل دا برید د حماس په پلاوي کړې خو سرچینې وایی چې په برید کې د حماس پلاوي غړو ته زیان نه دې رسیدلې
راپورونه وایی چې اسرائیل برید هدف په دوحه کې د حماس ډلې پلاوي مشران وو خو دوی بچ پاتې شوي دي.

په دوحه د اسرائیل بریدونه په ټول عرب هیوادونو کې سختې اندیښنې راپورته کړي دي

 
اسرائیل د قطر په پلازمېنه دوحه کې هوايي بریدونه کړي چې موخه یې د حماس مشرتابه  په نښه کول وو. د اسرائیلي چارواکو په وینا، برید تایید شوی دی خو بل لوري ته د د حماس یوه مشر هم ویلي چې په دوحه کې د یوې ناستې پر مهال د دوی د مذاکراتي پلاوي هدف وګرځول شو.

عیني شاهدان وايي، د سه شنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د اسرائیلي پوځ له لوري په “ایکس” (پخوانی ټویټر) خپاره شوي بیان کې تایید شوې چې د حماس مشران یې په یوه برید کې هدف ګرځولي، خو دا یې نه دي ویلي چې برید په کوم ځای یا کوم هېواد کې شوی دی.

یوه عیني شاهد ویلي چې د پلازمېنې په کتارا سیمه کې ی تور لوګي پورته  لیدل شوې، دا هم باید یاده شي چې د اسرائیل د دفاع وزیر یسرائیل کاټز د دوشنبې په ورځ ګواښ کړی و چې

 دا د غزې او بهر مېشتو حماس مشرانو لپاره وروستۍ اخطار دی. دوی باید بندیان خوشې کړي او سمدستي وسلې پر ځمکه کېږدي، ګنې غزه به ورانه او حماس به له منځه یوسي

لومړني راپورونه او د نړیوالو رسنیو ځینې ادعاوې وې چې د برید پر مهال د حماس مشران خلیل الحیه او خالد مشعل وژل شوي دي، خو حماس دا ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې ټول مشران په برید کې خوندي پاتې شوي.

عربي رسنیو راپور ورکړی چې د بمباریو پر مهال په غونډه کې د حماس پنځه مشران خالد مشعل، خلیل الحیه، زاهر جبارین، محمد درویش او ابو مرزوق موجود وو. د حماس د سرچینو په وینا، غونډه د ډاکټر خلیل الحیه تر مشرۍ لاندې روانه وه.

د قطر غبرګون

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دوحې په ښار کې د حماس د سیاسي  مشرانو پر استوګنځایونو د اسرائیل هوايي برید په سختو ټکو غندلی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دا بزدلانه برید د نړیوال قانون ښکاره سرغړونه ده او د قطر د وګړو او په هیواد کې د میشتو خلکو لپاره جدي حطر جوړوي. وزارت زیاتوي چې د امنیتي ادارو، ملکي دفاع او اړوندو چارواکو سمدستي اقدام کړی، وضعیت یې تر کنټرول لاندې راوستی او د خلکو او شاوخوا سیمو د خونديتوب لپاره اړین ګامونه پورته شوي دي

Related Articles

د قامي امن پیغام کمیټۍ مشرانو نن ډي جي ایی ایس پي آر سره مهمه لیدنه کړې ده او په هیواد کې روان د ترهګرۍ پر ضد ی د ریاست بیانیه کولو باندې هوکړه کړې ده

January 13, 2026

په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان سپین وام سیمه کې دا نوې د پولیو رنځ کیس مخې ته راغلې دې،ټول پاکستان کې تیر کال ۲۰۲۵ کې پولیو مثبت کیسونه ۳۱ راپور شوي

January 13, 2026

پاکستان حکومت افغان سوداګرو له اجازه ورکړې چې خپل بند تجارتي توګو ډک کانټینر له نورو بندرونو څخه افغانستان ته راوړي

January 13, 2026

داسې اطلاعات راغلي دي چې د افغانستان طالبانو حکومت د ډالرو په بدل کې د بګرام هوایی ډګر امریکا ته ورسپارلې دې

January 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *