تازه خبرونه

کونړ زلزله ځپلو سره مرستې: افغانستان حکومت له نړۍ څخه مننه کړې

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په ټولنیزو رسنیو پاڼه له هغه ټولو هیوادونو چې پاکستان هم پکې شامل دې، مننه کړې چې د کونړ له ځپلو سره ی مرستې وکړې او د خواخوږۍ څرګندونې ی ورسره کړي
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له پاکستانه هم مننه کړې چې له زلزله ځپلو سره ی مرستې وکړې.

د افغانستان حکومت بهرنیو چارو وزارت له نړۍ هیوادونو مننه کړې چې په سخت وخت کې ی له افغانستان سره د لزله ځپلو لپاره مرستې راولیږلې.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت  نن د دوشنبې،ګل په ورځ  په ټولنیزو رسنیو ایکس یو ځانګړې پیغام خپور کړې دې، په پیغام کې ی له نړۍ هیوادونو څخه ځانګړې مننه کړې چې په افغانستان کې د ویجاړونکي زلزله ځپلو لپاره مرستې وکړې او د افغانستان حکومت سره په دې سخت وخت کې خواشيني څرګنده کړه.

افغان بهرنیو چارو وزارت د پیغام لاندې ددې هیوادونو  پاکستان ، بنګله دیش ، ملایشیا، ترکي، مصر، هند ، سعودي عربستان ، یو اې اي، اسټریلیا، جرمني، پولینډو امریکا، ناروې، فرانس، انګلینډ او شام  بیرغونه لګولو سره ددې هیوادونو څخه ځانګړې مننه کړي  ه چې افغانستان سره د زلزله ځپلو لپاره مرستې را ولیږلې او په دې سخت وخت کې  ی افغانستان سره خواشينې څرګنده کړه.

دلته مهمه ده او باید چې یادونه وشی چې د افغانستان په ختیځ ولایتونو کونړ او ننګرهار کې اونۍ وړاندې دا ولایتونه سختو زلزلو ولړځول چې له امله ی په کونړ کې سخت مالي او ځاني زیانونه واړول.

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په ایکس پاڼه لیکلي چې دغه وزارت د ههېواد په ختیځ کې د وروستۍ زلزله ځپلو سره د هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو او مرستندویه بنسټونو له خوا د خواخوږۍ او بشري مرستو له امله مننه کوي .

دا وزارت په دې پیغام کې وایی چې ۴۸ هېوادونو سربېره د  نړېوالو سازمانونو او مرستندویه بنسټونو له خوا د افغانستان ختیځ کې د زلزلې له امله چې ګڼ خلک پکې شهیدان او ټپیان شوي خواخوږي شریکه او یا یې هم بشري همکارۍي ړې ده. دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي وړمه ورځ کابل کې د یوه کنفرانس په مهال ویلي وو چې  د ختیځ زلزله ځپلو سره د هېوادوالو سربېره د نړۍ بیله بیلو د هېوادونو پراخه غمشریکي او مرستې د اسلامي امارت حکومت  د بې طرفه سیاست پایله ده.  

Related Articles

معید پیرزادہ د اسلام آباد برید د بې اساسه توطئوي نظریو خپرولو لپاره کاروي، چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزه کمزوري کوي

February 7, 2026

د پېښور های کورټ په وژونکي پولیسو لاینونو د چاودنې قضیه کې امتیاز ته ضمانت ورکړ، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د عدلیې رول باندې پوښتنې راپورته کړي

February 7, 2026

پوتین د اسلام آباد د جومات برید وروسته پاکستان ته خپله خواخوږي څرګنده کړه او د ترهګرۍ پر ضد د قوي همکارۍ ژمنه یې وکړه

February 7, 2026

څنګه بندیز لګېدلې بي‌اېل‌اې د ټولنیزو رسنیو له لارې د بشري حقونو ژبه ناوړه کاروي، بریدونه ستايي، تبلیغات خپروي او کسان جذبوي.

February 7, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *