تازه خبرونه

صوبایی وزیر عدنان قادري نن د مهاجرنیو لپاره جوړ شوي هولډینګ کیمپ دوره کړې

د لنډي کوتل انتظامیه مشرانو صوبایی وزیر ته د هولډینګ کیمپ په اړه بریفنګ ورکړې شو
صوبایی وزیر عدنان قادري نن د مهاجرنیو لپاره جوړ شوي هولډینګ کیمپ دوره کړې

په انځور کې ښکاري چې د یو افغان ماشوم کډوال په مخ له صوبایی وزیر څخه بسکټ ترلاسه کولو وروسته مسکا ده

نن د چهارشنبې په ورځ د حج او اوقابو صوبایی وزیر عدنان قادری په لنډي کوتل کې د واپس تلونکو افغان مهاجرنیو لپاره جوړ کړې شوي هولډینګ کیمپ ته ورغلو-

صوبایی وزیر په کیمپ کې افغانستان ته واپس تلونکي افغان ماشومانو سره لیدنه وکړه او افغان ماشومانو له ی خوراکي توکي د ډالۍ په توګه ورکړه.

په انځورونو کې ښکاري چې یو افغان تنکۍ ماشوم په خندا خندا له صوبایی وزیر څخه بسکټ اخلي او د ډیرې خوشحالۍ څرګندونه کوي.

د کیمپ دورې په مهال د لنډي کوتل اسسټنټ کمشنر افراسیاب زوبیر صوبایی وزیر له په کمیپ افغان مهاجرینو لپاره د اسانتیاوو په اړه بریفنګ ورکړو.

انتظامي افسرانو له صوبایی وزیر له د افغان مهاجرینو وطن ته د واپس تللو په مهال ددوی د رجسټریشن په اړه هم تفصیلي معلومات ورکړل. صوبایی وزیر اړوند ادارو مشرانو ته لارښوونه وکړه چې دوی دې د افغان مهاجرینو ته هر ممکن سهولت ورکړي ترڅو دوی په عزت سره خپل هیواد ته ستانه شي.

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *