تازه خبرونه

په تورخم پوله افغان چارواکو ته د کونړ زلزله ځپلو لپاره مرستې وسپارل شوې

مرستې چې په ۳۵ ټرکونو کې بار وي ، د وزیراعلی خیبر پښتونخوا په ځانګړې لارښوونه افغان زلزله ځپلو ته واستول شوې
په تورخم پوله افغان چارواکو ته د کونړ زلزله ځپلو لپاره مرستې وسپارل شوې

په پاک افغان تورخم افغان چارواکو له پاکستان څخه مننه کړې چې په دې سخت وخت کې د کونړ زلزله ځپلو لپاره مرستې را ولیږلې

د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلیٰ علي امین خان ګنډاپور د ځانګړې لارښوونې پر بنسټ، د افغانستان د زلزلې له اغېزمنو سره د مرستې لپاره توکي د تورخم په پوله افغان چارواکو ته وسپارل شول

د لنډي کوتل تحصیل انتظامیه چارواکي او د پي ډي ایم اې چارواکو دا انساني مرستې په تورخم پوله افغان چارواکو ته وسپارلې

دلته باید یادونه وشي چې په دې مرستو کې ۵۰۰ د ژمي لپاره ځانګړي خیمې، ۵۰۰ د کورنیو لپاره لوی خیمې، ۱۰۰۰ ترپال، ۱۵۰۰ کټونه، ۳۰۰۰ بالښتونه، ۱۵۰۰ کمبلې، ۵۰۰ کمپلې شاملې وي.

په دې مرستو کې زلزله ځپلو لپاره د ضروري درملو دوه باروړونکي موټرهم شامل وو

افغان چارواکو،په دې سخت وخت کې د کونړ او ننګرهار زلزله ځپلو لپاره ددې مرستو برابرولو او رالیږلې په خاطر د خیبر پښتونخوا له حکومته په ځانګړي ډول د وزیر اعلیٰ علي امین ګنډاپور څخه مننه وکړه

دلته دا هم مهمه ده چې د زلزلې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محسن نقوي افغان بهرنیو چارو وزیر سیراج الدین حقاني سره په ټیلیفون خبرو کې په دې غمجنه پیښه د خواخوږۍ څرګندونه کړې وه او د پاکستان لوري ی ورسره د مرستو ژمنه کړې وه

Related Articles

پاکستان د زیاتېدونکو کړکېچونو او سرحدي ترهګریزو ګواښونو په منځ کې په افغانستان کې د وسله والو د بنسټونو پر وړاندې ټاکلي حملې پیل کړې

March 13, 2026

پاکستان او چین د ترهګرۍ او افراطي ګواښونو د مخنیوي لپاره پر پیاوړو تدابیرو موافقه وکړه، چې په سیمه کې د امنیتي همکارۍ وده کوي

March 13, 2026

د سیمې منځګړي هېوادونه لکه پاکستان، عمان، مصر او ترکيه له ایران سره پټه/غېر رسمي خبرې کړي دي او د ایران څخه غوښتنه کوي چې له امریکا سره د تاوتریخوالي د کمولو او ممکنه هوکړې لپاره خبرو اترو ته زمینه برابره کړي

March 13, 2026

ایران د مجتبی خامنه‌ای د هېواد د نوې سترې مشرتابه له لوري خپل لومړی صوتي پیغام خپور کړی، چې پکې یې سخت خبردارۍ کړې دي. په دې پیغام کې ویل شوي

March 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *