تازه خبرونه

د بنو ځانمرګي برید ذمه واري حافظ ګل بهادر ډلې، جبهۃ الانصار ,مهدي خراسان او البدر منلې

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې (آئی ایس پی آر) په خپاره کړي بیان کې ویلي چې “ټول د هند له ملاتړه برخمن وسله وال له منځه یووړل شول
بنو ایف سي لاین باندې برید کوونکو کې درې تنه افغان وګړي وو

په بریدونو کې پرله پسې د افغان وګړو د ځانمرګي بریدګرو په توګه پیژندل د پاکستان لپاره نوې اندیښنې راپورته کړي

بنو: د خیبر پښتونخوا د پولیسو د معلوماتو له مخې، د بنو په ایف سي لاین ودانۍ ځانمرګی برید چې وړمه ورځ ترسره شوې وو، د امنیتي ځواکونو او بریدګرو تر منځ د لسو ساعتونو عملیاتو په ترڅ کې ټول شپږ بریدګر وژل شوي دي

پولیس وايي، د ځانمرګي برید او وروسته عملیاتو کې د امنیتي ځواکونو شپږ سرتېري شهیدان شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي چې روغتون ته انتقال کړل شول

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې (آئی ایس پی آر) په خپاره کړي بیان کې ویلي چې “ټول د هند له ملاتړه برخمن وسله وال له منځه یووړل شول.” پوځ زیاتوي چې په دې نښته کې د ایف سي او پوځ شپږ عسکر هم شهیدان شوي. په اعلامیه کې ټینګار شوی چې “په سیمه کې به د تصفیې عملیات روان وي او د دې بزدلانه عمل مرتکبین به د قانون منګولو ته وسپارل شي.”

د بنو پولیسو په وینا، بریدګرانو د بارودو ډکه موټر د ایف سي لاین ودانۍ سره وجنګاوه او بیا یې دننه د ننوتلو هڅه وکړه. د پېښې له راپور سره سم، د بنو د ریجن ډپټي انسپکټر جنرل سجاد خان او د ضلعې پولیس مشر سلیم عباس کلاچي په مشرۍ عملیات پیل شول چې په ترڅ کې ټول شپږ بریدګر ووژل شول.

د صوبایي پولیس مشر ذوالفقار حمید د عملیاتو برخه‌والو سرتېرو ته د ستاینې اسناد او نغدي انعام اعلان کړی دی.

پولیس زیاتوي چې د ځانمرګي برید له امله نږدې دوکانونو او ودانیو ته هم زیان رسېدلی دی. د عملیاتو پر مهال د ایف سي لاین دواړه لارې تړل شوې وې او شاوخوا سیمه د څو ساعتونو لپاره کلابنده وه.

یاده دې وي چې په بنو کې له دې وړاندې هم ورته پېښې شوې دي، لکه د پولیسو کمپاؤنډ او کینټ باندې بریدونه. په ۲۰۲۲ کال کې د بنو د CTD ودانۍ په پېښه کې هم وسله والو د یو اهلکار نه وسله اخیستې وه او ګڼ نور یې یرغمل کړي وو.

دلته مهمه ده او باید چې یادونه وشی چې د پرون ورځې په بنو کې د ځانمرګي برید ذمه واري حافظ ګل بهادر ډلې، جبهۃ الانصار مهدي خراسان او البدر ډلې پر غاړه اخیستې ده

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *