تازه خبرونه

کوئټه کښې د بلوچستان نيشنل پارټۍ د جلسې وروستو ځانمرګي بريد ۱۴ تنه شهيد کړې،۳۳ ژوبل شويدي

د عطاالله مينګل د څلورم تلين په مناسبت منعقد شوې جلسه ختميدو نه پس د سياسي پارټو مشرانو ګاډو سره نزدې چاودنه شوي وه
کوئټه کښې د بلوچستان نيشنل پارټۍ د جلسې وروستو ځانمرګي بريد ۱۴ تنه شهيد کړې،۳۳ ژوبل شويدي

کوئټه:بي اين پي مشرانو په جلسه ځانمرګي بريد،14 شهيد

پوليسواو سي سي ټي لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې کوئټه کښې شاهواني سټيډيم سره نزدې د بلوچستان نيشنل پارټۍ د جلسې نه پس بمي چاودنه شويده، پوليسو ترمخه خودکش چاودنه د ګاډو پارکنګ ايريا کښې هغه مهال شوي وه کله چې د جلسې د ختميدو نه پس خلک واپس روان وو، د بلوچستان وزير صحت بخت محمد کاکړ وينا ترمخه د چاودونې لوجې ۱۳ کسان پحق رسيدلي او ۳۱ نور ژوبل شويدي ۔ مړه او ژوبل کسانو کښې د بي اين پي کارکنان او د دې ګوند پخوانې ايم پي اے ميراحمد نواز شامل دي ۔ د بلوچستان نيشنل پارټۍ مشر اخترمينګل په ايکس پاڼه ورکړي شوي بيان کښې وئيلي دي چې هغه او نور سياسي مشران دې چاودنه نه بچ پاتې شوېدے ولې د پارټۍ ۱۵ کارکنان ئې شهيد شويدي ۔ پوليسو ترمخه ځانمرګي بريد ګر
د بي اين پي مشر اخترمينګل، محمود خان اچکزئۍ او د اے اين پي صوبائي صدر اصغر اچکزئۍ بشمول د نورو مشرانو د ګاډو سره نزدې چاودنه کړي وه ، حکومتي مشرانو د دې پيښې په سختو ټکو کښې غندنه کړېده، صوبائي وزير اعلي سرفراز بګتي د چاودنې نوټس اخستې او د دې معاملې انکوائرۍ لپاره ئې تحقيقاتي کميشن جوړ کړېدے ۔ دې جلسې کښې ګڼ شمير کسانو شرکت کړې وو چې ورته اخترمينګل،محمودخان اچکزئۍ او اصغراچکزئۍ هم وينا ګانې کړې وې ۔ د بلوچستان نيشنل پارټۍ نائب صدر ساجد ترين د چاودنې په ځائې کښې ميډيا سره خبرو په مهال وئيلي دي چې دا ځانمرګي بريد په سياسي مشرانو قاتلانه حمله وه بايد چې د دې تحقيقات اوشي او پيښه کښې ککړ کسانو ته دې سخته سزا ورکړې شي ۔ د مارچ مياشت په ۲۹ نيټه هم د بي اين پي په لانګ مارچ باندې خود کش چاودنه شوي وه ،د پارټۍ مشر اخترمينګل دې حمله کښې هم بچ پاتي شوي وو ۔

د بلوچستان امن خرابولو اجازت به چا له ورنه کړو، وزيراعظم

وزيراعظم شهباز شريف د بلوچستان نيشنل پارټۍ په جلسه د چاودنې غندنه کړې او پيښه کښې د قيمتي ځانونو په زيان ئې د افسوس اظهار کړې او د شهيدانو د لواحقينو سره ئې د خواخوږۍ اظهار کړېدے ۔ خپل بيان کښې وزيراعظم شهباز شريف د پيښې ذمه وار کسان په فوري توګه ګرفتارولو او ورته سخته سزا ورکولو هدايت کړيدے، وزيراعظم په بے ګناه کسانو د ترهه ګرو حملو دا قسمه حملې بزدلانه کارروائي ګرځولي ده،وئيلي ئي دي چې فتنه هند مرستيال ترهه ګر د بلوچستان امن او څوکالۍ سبوتاژ کول غواړي په سياسي جلسو حملې د دې ښکاره ثبوت دے ۔ وزيراعظم شهباز شريف زياته کړيده چې دا قسمه بريدونه ملک نه د ترهه ګرۍ ناسور د ختمولو لپاره د سيکيورټي فورسز او اولس حوصلې نشي کمزورې کولې د ترهه ګرو خلاف به عمليات جاري وي ۔

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *