تازه خبرونه

خیبرپښتونخوا حکومت له مرستو ډک ټرکونه کونړ زلزله ځپلو ته ولیږل

په پاک افغان پوله تورخم ۳۵ ټرکونو چې د انساني مرستو توکو ډک وو افغان چارواکو ته وسپارل شول
خیبرپښتونخوا حکومت له مرستو ډک ټرکونه کونړ زلزله ځپلو ته ولیږل

پیښور کې افغان قونصل جنرال حافظ محب الله شاکر د خیبر پښتونخوا حکومت څخه د زړه له کومې مننه وکړه او ویې ویل چې دا ګام د دواړو هېوادونو د ولسونو ترمنځ د ورورولۍ او دوستۍ روښانه بېلګه ده

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلیٰ علي امین ګنډاپور په ځانګړې لارښوونه د افغانستان د زلزله ځپلو کورنیو لپاره ۳۵

ټرکونو کې بار د مرستې سامان

د تورخم له لارې واستول شو. دا مرسته د ورور هېواد افغانستان په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د ویجاړونکي زلزلې وروسته د خلکو سره د یووالي او په سختو شېبو کې د مرستې د احساس له مخې برابره شوې ده

په دې موقع د وزیر اعلیٰ ځانګړي سلاکار نېک محمد خان او د چیف سیکرټرۍ په مشرۍ پلاوي دغه مرسته افغان چارواکو ته وسپارله.

د افغانستان قونصل جنرال حافظ محب الله شاکر د خیبر پښتونخوا حکومت څخه د زړه له کومې مننه وکړه او ویې ویل چې دا ګام د دواړو هېوادونو د ولسونو ترمنځ د ورورولۍ او دوستۍ روښانه بېلګه ده

په مراسمو کې د وزیر اعلیٰ ځانګړی د ریلیف لپاره سلاکار نېک محمد خان، د خیبر پښتونخوا چیف سیکرټرۍ شهاب علي شاه، د ریلیف سیکرټرۍ یوسف رحیم، د پی ډي اېم اې ډایریکټر جنرل اسفندیار خټک او نور لوړپوړي چارواکي هم موجود وو. د پی ډي اېم اې په مرکزي دفتر کې افغان قونصل جنرال ته هرکلی وویل شو .

په دې مراسمو کې افغان چارواکو ته ۳۵

ټرکونو کې بار مرستې وسپارل شوې، په دې مرستو کې پکې د درملو دوه ټرکونه هم شامل وو.

مهمه ده چې باید یادونه وشی چې په د دارو دروملو نه علاوه په دې مرستو کې تر زرو پورې لوی خیمې ، ۱۰۰۰ ترپالونه، ۱۵۰۰ توشکې، ۳۰۰۰ بالښتونه، ۱۵۰۰ بړستنې، او ۵۰۰ کمبلې شاملې وي

دغه سامان د زلزلې ځپلو کورنیو د عاجلو اړتیاوو د پوره کولو او د ژمي د سړو هوا څخه د ساتنې لپاره برابر شوې او افغان زلزله ځپلو کورنیو ته ورولیږل شو. .
مهمه ده چې دا هم باید اوویل شي چې په دې موقع د صوبایي چارواکو افغانستان د زلزله ځپلو د کورنیو سره د زړه له کومې خواخوږي او تسلیت څرګند کړ او د اغېزمنو ټولنو لپاره یې دعا وکړه.

د خیبر پښتونخوا چیف سیکرټرۍ وویل چې صوبایي حکومت به د خپلو افغان وروڼو ترڅنګ ولاړ وي او تر هغې به د مرستې لړۍ روانه وي څو چې اغېزمنې کورنۍ بېرته پر پښو ولاړې شي او خپل عادي ژوندل پیل کړي

افغان قونصل جنرال حافظ محب الله شاکر د خیبر پښتونخوا د حکومت دا هڅه وستایله او ویې ویل چې دا مرسته د دواړو ورور هېوادونو ترمنځ د ورورګلوۍ او نېکمرغۍ اړیکې نورې هم پیاوړې کوي. هغه د پاکستان د ولس او حکومت مننه وکړه او دا یې یو ارزښتناک اقدام وباله .

وړمه ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي له افغان کورنیو چارو وزیر سیرالدین حقاني سره په ټیلفون خبرې کړې وې او ورسره ی په دې سخت وخت کې د انساني مرستو کولو ژمنه کړې وه.

یادونه باید وشي چې د افغانستان په کنړ ولایت کې د ګل په شپه د شپې ناوخته زلزلې له امله په کونړ کې ١٤٠٠ وګړي شهیدان شوي او تر ۲۵۰۰ ټپیان شوي دي،د قدرتي آفت په دې پيښه کې په زرګونه کورونه نړیدلې دې.

دلته ددې مهم ټکي هم باید یادونه وشي چې په داسې سخت وخت له پاکستان او د خیبر پښتونخوا حکومت لوري افغان زلزله ځپلو سره مرستې د انساني خدمت یوه ښه بیلګه ده او داسې ګامونه د یوبل هیواد اړیکو په قوي کیدلو تمامیږي

Related Articles

سرچینې وایی د افغان طالبانو لوړ پوړه چارواکو ۱۵۵۵ هغه کسان چې د طالبانو پلوي دي، په دې دندو ګمارلي دي

January 20, 2026

دا ریسټورنټ د یو چینایی مسلمان چې د ابراهیم په نامه پیژندل شوې ، د یو افغان سره په ګډه چلولو

January 20, 2026

تاجکستان له افغان طالب چارواکو غوښتي چې په سرحدي سیمو کې موجود ترهګرو پر ضد سخت اقدام وکړي ځکه دا ترهګر تاجکستان لپاره لوی ګواښ دې

January 19, 2026

سرچینو ایچ ټي این ته ویلي جګړه د پاکستان او افغانستان طالبانو ځواکونو ترمنځ د ازغن تار د غځولو پر سر شوې ده

January 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *