تازه خبرونه

بلجیم هم فلسطین د یو خپلواک ریاست په توګه د پیژندلو پریکړه کړې

د بیلجیم د بهرنیو چارو وزیر میکسم پریوټ په ټولنیزو رسنیو کې په خپاره شوي پیغام کې ویلي، چې دی به روانه میاشت د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندلو اعلان وکړي

1 min read

بلجیم هم فلسطین د یو خپلواک ریاست په توګه د پیژندلو پریکړه کړې

بلجیم فلسطین په رسمیت پیژندلو سره په اسرایل د سختو بندیزونو لګولو اعلان هم کړې دې.

فلسطین د یو ازاد ریاست په توګه د پیژندلو په اړه د بلجیم هیواد یوه مهمه پریکړه مخې ته راغلې ده

بلجیم د فلسطین په رسمیت پېژندلو پرېکړه کړې او پر اسرائیل ی سخت بندیزونه اعلان کړي دي.

د فرانس، برتانیې، آسترالیا او کاناډا وروسته، بیلجیم هم پرېکړه کړې چې فلسطین د یو خپلواکې دولت په توګه په رسمیت وپېژني.

د بیلجیم د بهرنیو چارو وزیر میکسم پریوټ په ټولنیزو رسنیو کې په خپاره شوي پیغام کې ویلي، چې دی به روانه میاشت د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندلو اعلان وکړي. نوموړي همداراز پر اسرائیل د سختو بندیزونو د لګولو اعلان وکړ.

د بهرنیو چارو وزیر په وینا، د اسرائیل پر ضد په ملي کچه ۱۲ جدي بندیزونه عملي کېږي، چې پکې د غیرقانوني اسرائیلي مېشت ځایونو څخه د توکو د وارداتو بندیز، له اسرائیلي شرکتونو سره د دولتي قراردادونو له سره ارزونه او د اسرائیلي الوتنو او ټرانزټ مخنیوی شامل دي.

میکسم پریوټ وویل، دغه ګامونه د فلسطین په ځانګړي ډول په غزه کې د روان بشري ناورین او د اسرائیل له لوري د نړیوالو قوانینو د سرغړونو پر وړاندې اخیستل شوي دي. په بیان کې ټینګار شوی چې دا بندیزونه د اسرائیل د ولس پر ضد نه دي، بلکې پر حکومت یې د فشار لپاره دي څو د نړیوالو او بشري قوانینو درناوی وکړي.

دلته باید یادونه وشي چې بیلجیم لومړنی هېواد نه دی چې د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندلو پرېکړه کوي. له دې وړاندې فرانس، برتانیه، آسترالیا او کاناډا هم پرېکړې کړې دي او فلسطین ی د یو خپلواک ریاست په توګه د پیژندلو اعلان کړې.

باید دا هم یادونه وشی چې د روانې میاشتې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې یې د رسمي اعلان تمه کېږي

Related Articles

په یوه میاشت کې ۱۶ همغږي عملیات، ۴۸ طالب جنګیالي وژل شوي، ۲۵ ټپیان او ګڼ مرکزونه، پوستې او وسایط ویجاړ شوي

January 12, 2026

د ګومل بازار سړک پر سر د آی ای ډي په چاودنه کې زغره وال پولیس موټر ویجاړ؛ امنیتي ځواکونو په سیمه کې د ترهګرو پر ضد د لټون عملیات پیل کړل

January 12, 2026

اسلام‌ په ضد سپکاوی او د مسلمانانو پر ضد د کرکې پر وړاندې د مساوي قانوني ساتنې او سخت اقدام غوښتنه وشوه.

January 12, 2026

محکمې د پنجاب فرانزک لېب راپور پولیسو ته بېرته وسپاره، د نادرا راپور لپاره وخت ورکړ شو او د ایډیشنل ایډووکېټ جنرل ته د حاضرېدو امر وشو.

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *