تازه خبرونه

د پاکستان لويه سفارتي کاميابي،شنګهائي تعاون تنظيم اجلاس اعلاميه کښې جعفر ايکسپرپس او د خضدار حملو غندنه شويده

د ايس سي او تنظيم ملکونو د منطقې امن او استحکام لپاره د پاکستان د موقف تائيد کړېدے،افغانستان کښې ټولشموله حکومت جوړولو مطالبه شويده

1 min read

د پاکستان لويه سفارتي کاميابي،شنګهائي تعاون تنظيم اجلاس اعلاميه کښې جعفر ايکسپرپس او د خضدار حملو غندنه شويده

ايس سي او اجلاس،جعفرايکسپريس،خضدار حملو مذمت

September 2, 2025

د چين په تيانجن ښار کښې شوي د شنګهائي تعاون تنظيم ۲۵ سرمشيره غونډې اعلاميه جاري شويده چې پکښې د ترهه ګرۍ د مخنيوي په حواله د پاکستان د موقف او تجويزونو توثيق شوېدے،اعلاميې ترمخه ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې بغير د څه فرق کارروائي کول پکار دي،اعلاميه کښې وئيلي شويدي چې د پولو يو خوا بلخوا د ترهه ګرو تګ راتګ د مخنيوي لپاره بايد چې د متحده قامونو د سيکيورټي کونسل د قراردادونو او د ترهه ګرۍ د مخ نيوي نړي والې تګ لارې مطابق د ټول ترهه ګرو او د دوي د تنظيمونو خلاف موثره کارروائي وکړې شي ۔ اعلاميه کښې په دې خبره زور راوړلې شوېدے چې د تنظيم هر ملک دې شرخوښي عناصر او ترهه ګر ګروپونه د سياسي مقصد لپاره استعمالولو نه ډډه وکړي ،اعلاميه کښې زياته کړي شويده چې پاکستان د خپل پولود هغې اړخ نه د ترهه ګرو د سهولت کارۍ ثبوتونه او شواهدوخت په وخت نړۍ ته په ډاګه کوي او نړۍ د پاکستان دغه تحفظات او شواهد تسليم کړې هم دي ۔ د ايس سي او په اعلاميه کښې په يوؤلسم مارچ د بلوچستان په سبي علاقه کښې پيښور ته تلونکي جعفر ايکسپريس ټرين باندې د کالعدم بي ايل اے او مجيد بريګيډ د ترهه ګرو د حملې او په يويشم مئي خضدار کښې د سکول د طالب علمانو په بس د بم حملې مذمت شوېدے ۔ په دې اعلاميه کښې پرامن افغانستان د منطقې ملکونو لپاره ضروري ګرځولې شوېدے او افغانستان کښې ټولو ګوندونو باندې مشتمل حکومت د قائمولو مطالبه ئې کړيده ۔اعلاميې کښې وئيلي شويدي چې افغانستان کښې د پائيدار امن او استحکام لپاره ضروري ده چې حکومت کښې دې ټول نسلونو سره تعلق لرونکي کسان او د سياسي ډلو نمائندګان هم شامل وي، ايس سي او تنظيم د افغانستان سلامتيا او څوکالۍ لپاره د نړي وال کوششونو مکمل ملاټر کولو د عزم اظهار هم کړېدے ۔ د اعلاميې ترمخه د ترهه ګرۍ او سخت دريزې خلاف مشترکه کوششونه کولو باندې د تنظيم ټولو ملکونو اتفاق کړېدے او د سيکيورټي چيلنجونو او د سمګلنګ د مخنيوي لپاره يونيورسل او انټي ډرګ سنټرې د جوړولو په معاهدو لاس ليک شوېدے ۔

Related Articles

له روس څخه د تیل وړونکي کارګو اورګاړې د افغانستان هرات ولایت ته رارسیدلې دې

December 10, 2025

افغان طالبان وایی چې له کابل څخه خپلو ولایتونو ته لیږل شوو کورنیو ته ۱۰۳۶۲۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوه

December 10, 2025

په مزار شریف کی یو ټولنیز مشر وژل کېدل په شمالي ولایتونو کې د هدفي بریدونو زیاتوالی ښيي

December 9, 2025

د افغانستان په پنجشیر کې پرله‌پسې چاودنې د افغانستان عبدالله خېل درې په منجستو سیمه کې د طالبانو پر مرکز کې شوې ؛ سیمه محاصره او پلټنې پراخې شوې دي

December 9, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *